د ایوب علیه السلام د كيسی درسونه

په ستونزو صبر کول
د ایوب علیه السلام په کیسه کې د مؤمنانو لپاره ډیر درسونه دي، هغه ته ډیر سختۍ رسیدلې وې، خپل رب ته یې دعا وکړه ترڅو ورپیښې سختۍ ترې لرې کړي، الله جل جلاله په خپل لوی احسان سره له هغه نه مرضونه لرې کړل،

 الله جل جلاله هغه ته ټول نعمتونه دوه برابره ورکړل ځکه هغه په ستونزو او کړاوونو ډیر ښه صبر کړی وو، د یوه مؤمن لپاره په سختیو کې ایوب علیه السلام ښه مثال کیدای شي، مؤمن باید په ستونزو او کړاوونو صبر وکړي، ځکه سختۍ او ستونزې نبیانو ګاللې، نبیانو بې کړاوه ژوند نه دی تیر کړی، رسول صلی الله علیه وسلم وايي (أشد الناس بلاء، الأنبیاء، ثم الصالحون، ثم الأمثل فالأمثل، یبتلی الرجل علی حسب دینه، فان کان فی دینه صلابة زید في بلائه) ، تر ټولو زیات په ستونزو کې را ګیر نبیان دي، بیا نیک بندګان، بیا همدا شان نیک په نیک پسې، هر سړی د خپل دین په اندازه په سختیو آزمویل کیږي، که چیرې یې په دین کې غښتلتیا راځي نو بلاء او سختي یې هم ورسره زیاتیږي.

له دې څخه څرګندیږي چې ستونزې او کړاوونه د بدمرغۍ دلیل نشي کیدای، نیکمرغي او بدمرغي د نیکو او بدو عملونو ښکارندویي نشي کولی، ځکه دا دنیا د جزاء لپاره نه ده، دا دنیا د امتحان دنیا ده چې د آخرت په ګټه باید وکارول شي، پرته له شکه چې صبر لوی اجر لري، نیکي دوه برابره کوي، ایوب چې کله د رزق او روزۍ، اهل او اولاد په ورکه وآزمویل شو، جسم یې له دردونو او مرضونو سره مخ شو نو صبر یې وکړ د رب تعالی شکر یې اداء کړی، همدا وو چې الله رحم پرې وکړ صحت یې بیرته ورته په برخه کړ، رزق روزي اهل او اولاد یې دوه برابره ورته ډالۍ کړل، د همدې لپاره الله جل جلاله وروسته د ایوب له کیسې څخه وايي (و ذکری للعابدین) یعنې دا یوه یادونه ده د عبادت کوونکو لپاره ترڅو د ایوب په شان صبر وکړي او په پایله کې یې ډیر ثوابونه او اجرونه په دنیا او آخرت کې د ځان کړي، دا ځکه که چیرې د ایوب په سختیو او ستونزو صبر کول دوی ته ور په زړه شي، نو دا به د عبادت کوونکو او نیکو بندګانو لپاره د زړه تسکین او اطمینان را پيدا کړي د دنیا په سختیو او ستونزو به ځان روږدی کړي.
صبر او زغم د نبیانو له اخلاقو شمیرل کیږي، صبر د متقیانو او نیکانو وسله څرګندیږي، هیڅ نبي رهبر او سمونګر پرته له صبر څخه بریالیتوب ته نه دی رسیدلی، همدا صبر دی چې بریاوې را منځته کوي.
د یادولو وړ دي چې قرآن کریم صبر او صابرین ډیر زیات ستایلي دي، د هغوی منزلت یې ډیر لوړ ښودلی، هغوی یې په ډیرو نیکو القابو یاد کړي چې نور نه پرې جوړیږي، قرآن کریم اوویا وارې د صبر څخه یادونه کړې چې هیڅ بله نیکي په قرآن کې په دې اندازه نه ده یاده شوې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په صبر کولو توصیه کړې او ویلي یې دي (الصبر نصف الایمان) صبر کول نیم ایمان دی،(و من یتصبر یصبره الله وما أعطی أحد عطاء خیرا و أوسع من الصبر) که څوک صبر کوي الله جل جلاله به د صبر توان ورته په برخه کړي، هیچاته هم تر صبر غوره او پراخه ډالۍ نه ده ورکړل شوې.
عرب تل دا مشهور او جامع کلمات یادوي (الصبر مطیة النصر) صبر د بریالیتوب نښه ده.
الله جل جلاله ته پناه وړل
د ایوب علیه السلام په کیسه کې الله ته د رجوع کولو او همغه ته د پناه وړلو یو لوی درس پروت دی، ایوب علیه السلام هم خپل رب ته په زاریو خپل آواز اوچت کړ د رب تعالی یاد یې وکړ د هغه أسماء الحسنی یې یاد کړل د هغه غوره صفات یې و ویل همدا وو چې الله جل جلاله د ورپیښې بلاء او مریضۍ څخه خلاص کړ.
درملنه
د ایوب علیه السلام له کیسې څخه څرګندیږي چې تداوي او درملنه یو واجب او لازمي کار دی، ځکه الله جل جلاله هغه ته امر وکړ ترڅو له هغو اوبو څخه وڅښي او پرې ولامبي کومې چې تر پښو لاندې یې الله جل جلاله را خوټولې وې، د رب تعالی له توانه پوره وه چې ایوب ته یې پرته له دې درملنې څخه صحت ورکړی وی.

 

د میرمنې سره ښه سلوک
له کیسې څخه همدارنګه د میرمنې سره د ښه سلوک درس اخیستل کیږي، ایوب علیه السلام د خپل صحت او ښه اقتصاد په وخت کې په خپله میرمن ډیر مهربانه وو، میرمنې یې هم د هغه سره د ستونزمن ژوند او مرض پر وخت ډیر تکلیفونه تیر کړل خو ځینې تیروتنې ترې شوې وې چې په پایله کې یې ایوب قسم یاد کړی وو چې د صحتمندی پر وخت به خپلې میرمنې ته کلکه جزاء ورکوي، خو الله جل جلاله امر ورته وکړ چې دا کار مه کوه، د خپلې میرمنې سره وفاء وکړه، همدا وو چې د قسم نه د غاړې خلاصولو لپاره الله جل جلاله هغه ته آسانتیاوې برابرې کړې.

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading