د أیوب علیه السلام کیسه

ایوب[i] یو له هغو نبیانو څخه دی چې په قرآن کې یې نومونه په نبوت سره یاد شوي، الله جل جلاله خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم ته په خطاب کې وايي: (إِنَّا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ كَمَا أَوْحَيْنَا إِلَىٰ نُوحٍ وَالنَّبِيِّينَ مِن بَعْدِهِ ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَعِيسَىٰ وَأَيُّوبَ) النساء ۱۶۳.

بیشکه موږ وحی کړې تاته (اې محمده) لکه څرنګه چې موږ وحی کړې وه نوح ته او (نورو) نبیانوته وروسته له هغه، او وحی کړې وه موږ ابراهیم ته او اسماعیل ته او اسحاق ته او یعقوب ته او اولادې (د یعقوب ته)، او عیسی ته او ایوب ته.

ایوب علیه السلام د لویې تقوا څښتن وو، هغه په بې وزلو غریبانو ډیر مهربانه وو، د کونډو او یتیمانو پالنه به یې کوله، د میلمه به یې ځانګړی خیال ساته، هغه خپل قوم د یوه الله عبادت ته را وبللو.

د تفسیر او تاریخ علماء راوړي چې ایوب د ډیر مال څښتن وو، د هر قسم مال څخه برخمن وو لکه څاروي، غلامان او نور… پراخه ځمکې یې درلودې د البثینة په ټاټوبې کې د حوران له مربوطاتو څخه… هغه ډیر اولادونه خپل خپلوان درلودل چې ټول ترې واخیستل شول، په سخت آزمویښت کې را ګیر شو، جسم یې په ډیرو مرضونو سره آخته شو، هیڅ عضوه یې سالمه پاتې نشوه یوازې زړه او خوله یې سالم وو چې د الله جل جلاله ذکر به یې پرې یادولو، هغه سره د دې ټولو ستونزو بیا هم صابر پاتې وو د نعمتونو شکر کوونکی وو، شپه او ورځ سبا او ماښام به یې خوله د الله په ذکر خوږه وه، مرضونه ډیر ورباندې اوږده شول تردې چې څوک یې مجلس ته نه حاضریدل، د خلکو بد ترې راتلل، له خپل هیواده وایستل شو د باندې په کوم ځای کې وغورځول شو، ټول خلک لرې ترې پاتې شول، یوازې میرمن یې ورسره پاتې وه چې خدمت به یې کولو او پخواني حقوق، احسانونه او مهربانۍ یې ورته اداء کولې، هغه به کله نا کله ورته راتله د هغه اړتیاوې به یې پوره کولې، ضروریات به یې ورته تیارول، د هغې حالت هم کمزوری شو، مال یې ختم شو داسې اندازې ته ورسیده چې د خلکو خدمت به یې په اجوره سره کولو بیا به یې خپل میړه ایوب ته یوه مړۍ ډوډۍ برابروله… هغې هم د ایوب په شته حال له پوره صبر کار واخیست، د مال او اولاد په ورکه یې صبر کولو، د میړه په مصیبتونو او د خلکو په خدمت صابره وه…کړاوونو او سختیو د ایوب صبر او محاسبه لا پسې زیاته کړه، د خدای حمد او شکر به یې تل یادولو، تردې چې د ایوب په صبر ضرب المثل یادیږي، همدارنګه د هغه په کړاوونو او سختیو هم ضرب المثل یادیږي[ii].

د هغه د مرض په موده کې علماوو اختلاف کړی، ځینو ویلي چې دری کاله وه، ځینو اووه کاله او څو میاشتې یاده کړې، او ځینو نورو بیا آته لس کاله ویلي.

روایت شوی چې میرمنې یې ورته وویل: اې ایوبه که چیرې له خپل رب څخه له دې مرضه د خلاصون غوښتنه وکړې نو هرومرو به یې درنه لرې کړي، هغه په ځواب کې ورته وویل: پوره اویا کاله مې په صحت کې تیر کړل، نو دا ډیر لږ دي چې د الله لپاره اویا کاله په مرض صبر وکړم.

او روایت شوی چې هغه به کله له مصیبت سره مخ شو نو دا ټکي به یې یادول (اللهم أنت أخذت وأنت أعطیت) اې خدایه تا رانه واخیستل او تا راکړي وو.

د ایوب په هکله تاریخ پوهانو ډیرې کیسې بیان کړې چې د ایوب له سفر او د یهودو د تورات له تفسیر څخه یې اخیستې چې (هجاده) یې بولي، د اسلام کره علماء دا رنګه کیسې نه روایت کوي، ځکه چې ریښتیا او دروغ سره ګډ شوي، هرچا لاس پکې وهلی.

ځینو تفسیر پوهانو د ایوب د مرضونه په هکله انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا رنګه مرضونه په هغه پورې تړل شوي او په ریښتینې توګه یې نه درلودل، په دې اړه مراغي په خپل تفسیر کې وايي[iii]: کوم روایتونه چې د هغه د نفسي مرضونو په هکله یاد شوي لکه دا چې مرض یې دومره زیاد شو چې خلکو کرکه ترې وکړه، ټولو خلکو په یوه غږ هغه په کناسة نومي ځای کې وغورځاوه، پرته له میرمنې یې چا نشوی کولی چې ورته نیږدې شي، یوازې میرمن به یې ورته حاضریدله او یوه مړۍ ډوډۍ به یې ورته تیاروله، دا ټول اسرائیلیات[iv] دي چې په دروغو یې باور کول واجب دي، ځکه چې په دې اړه هیڅ صحیح سند نشته، بل دا چې د نبوت له شروطونو څخه یو هم دا دی چې نبي باید له داسې مرضونو څخه خلاص وي کوم چې خلک کرکه ترې لري، ځکه که داسې پیښ شي نو بیا د خلکو سره لیده کاته نشي کولی، د شریعتونو او احکامو بیانول ترې پاتې کیږي.

ايوب عليه السلام په قرآن کې

قرآن کریم یادونه کړې چې ایوب علیه السلام په خپل جسم کې په مرض و آزمویل شو، خپل رب ته یې دعا وکړله الله جل جلاله هم د هغه دعا قبوله کړه له مرض څخه یې خلاص کړ ترې اخیستل شوی اهل او اولاد یې واپس ورته ورکړ.

(وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ[v] وَأَنتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ، فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِن ضُرٍّ ۖ وَآتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ[vi] رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَذِكْرَىٰ لِلْعَابِدِينَ) انبیاء ۸۳، ۸۴.

او (یاده کړه اې محمده! کیسه د) ایوب، کله چې غږ یې کړ خپل رب ته چې بې بیشکه زه چې یم رسیدلی دی ماته ضرر (مرض او ستونزه په بدن کې) او ته له ټولو رحم کوونکو څخه زیات مهربانه یې، نو قبوله کړه موږ دعا د ده پس لرې کړل موږ هغه څه چې په ده باندې وو له مرضه او پیرزو کړ موږ (ایوب) ته اهل د ده او په مثل د هغوی دومره نور هم، دا وو زموږ له جانبه رحمت او نصیحت لپاره د عبادت کوونکو.

(وَاذْكُرْ عَبْدَنَا أَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ[vii] وَعَذَابٍ، ارْكُضْ بِرِجْلِكَ ۖ هَٰذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ، وَوَهَبْنَا لَهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرَىٰ لِأُولِي الْأَلْبَابِ، وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِب بِّهِ وَلَا تَحْنَثْ ۗ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا ۚ نِّعْمَ الْعَبْدُ ۖ إِنَّهُ أَوَّابٌ[viii]) ص ۴۱، ۴۴.

او یاد کړه (اې محمده!) بنده زموږ ایوب کله یې چې غږ وکړ رب خپل ته چې بیشکه زه چې یم مس کړی یم شیطان په ضرر او تکلیف سره،(نو امر ورته وشو چې) ووهه (ځمکه) په پښه خپله (ترڅو اوبه ترې را ووزي) دغه دی یخ ځای لپاره د غسل، او اوبه یخې لپاره د څښلو، او ډالی مو کړ ده (ایوب) ته اهل د ده او په مثل د دوی له هغوی سره (نور هم) له جهته د مهربانۍ له اړخه زموږ، او د پاره د پند اخیستلو څښتنانو د عقلونو ته، او واخله په لاس خپل کې جارو نو ووهه په هغه جارو سره (ښځه خپله) او مه حانث کوه ځان خپل (په ترک د وهلو کې) بیشکه موږ وموند هغه (ایوب) صبرناک (په ستونزو او) ښه بنده، بیشکه چې دی ډیر رجوع کوونکی وو الله ته.

په ضرر او تکلیف سره د شیطان له مس کولو څخه مراد د مرض پر وخت د شیطان وسوسې وې چې هغه ته به یې ورپیښ مرض او ستونزمن ژوند ډیر لوی ښکارولو، ترڅو د خدای له رحمته ناشکري وکړي او له ستونزو څخه وکړیږي، همدا وو چې ایوب علیه السلام الله جل جلاله ته پناه یوړه ترڅو له دې بلا یې خلاص کړي، د شیطان په دفع کولو کې مرسته ورسره وکړي او په جمیل صبر سره یې ونازوي.

د شفاء او صحت څرنګوالۍ یې د الله جل جلاله دا قول بیانوي:( ارْكُضْ بِرِجْلِكَ ۖ هَٰذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ) ووهه (ځمکه) په پښه خپله (ترڅو اوبه ترې را ووزي) دغه دی ښه یخ ځای لپاره د غسل، او اوبه لپاره د څښلو.

الله جل جلاله ورته وايي: اې ایوبه! و وهه په خپله پښه سره ځمکه، ایوب د امر سره سم ځمکه په پښه ووهله چې ورسره سم الله جل جلاله د یخو اوبو چینه را وایستله، بیا یې امر ورته وکړ چې په همدې چینه کې ولامبه او اوبه ترې وڅښه، له همدې سره الله جل جلاله د ایوب مرض په ټولیزه توګه له منځه یووړ له جسم څخه یې ظاهري او باطني مرضونه او دردونه ټول ورک شول.

مراغي په خپل تفسیر کې په دې هکله وایي:

(له دې آیت څخه څرګندیږي چې ایوب علیه السلام ته ورپیښ مرض د معدې او داخلي مرضونو څخه نه وو بلکې د پوستکي (جلدي) مرض وو لکه بخار او داسې نور، چې جسم ډیر ورسره په تکلیف وي ډیر اذیت ورته رسوي خو وژونکی مرض نه دی…همدارنګه له دې آیت څخه ښکاري چې هغه اوبه له ګټورو او صحي اوبو څخه وې چې جلدي مرضونه ورسره جوړیدل، دا رنګه اوبه لکه څرنګه چې په ظاهري استعمال مریض ته ګټه رسوي په څښلو هم ګټورې تمامیږي، داسې چینې په اوروپا او مصر کې شته چې تر څنګ یې حمامونه جوړ شوي، چې د پوستکي او ظاهري مرضونو لپاره ګټورې دي).

له قسم څخه برائت او پاکي

ایوب علیه السلام د مرض په مهال قسم خوړلی وو چې که چیرې له مرض څخه را جوړ شو نو خپله ښځه به پوره سل دورې وهي ځکه چې هغه د اړتیا په وخت کې ځنډیدلې وه، خو دا چې هغې د ایوب علیه السلام ښه خدمت کړی وو نو الله جل جلاله د قسم څخه د برائت لپاره یوه سپکه جزاء هغې ته وټاکله، او هغه دا چې ایوب ته یې امر وکړ ترڅو جارو را واخلي او په هغې سره خپله ښځه ووهي، دا به داسې وي لکه پوره سل دورې یې چې وهلي وي، او په همدې سره به د ایوب غاړه هم خلاصه شي قسم به یې په ذمه نه وي پاتې، الله جل جلاله د خپلو مؤمنو متقیانو بندګانو لپاره دا رنګه آسانۍ نازلوي، د ایوب علیه السلام میرمن هم ډیره صابره پرهیزګاره او صادقه مطیعه ښځه وه، الله جل جلاله وايي ( وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِب بِّهِ وَلَا تَحْنَثْ) او واخله په لاس خپل کې جارو نو ووهه په هغه جارو سره (ښځه خپله) او مه حانث کوه ځان خپل (په ترک د وهلو کې).
[i] : ایوب هم د ابراهیم علیه السلام له اولادې څخه دی، مور یې د لوط علیه السلام لور وه، میرمن یې (لیا بنت یعقوب وه) ځینو ویلي چې میرمن یې (رحمة بنت افرائیم وه) ځینو ویلي چې میرمن یې (منشا بنت یوسف بن یعقوب وه) ابن جریر طبري ویلي چې ایوب علیه السلام په ۹۳ کلنۍ کې وفات شو، ځینو ویلي چې هغه تردې لا زیات ژوند کړی دی، ابن عباس وایي: هغه ایوب نومول شوی ځکه په هرڅه او په هر حال کې خپل رب ته رجوع کوونکی وو.

[ii] : البدایة والنهایة ابن کثیر ج ۱.

[iii] : تفسیر المراغي د استاذ أحمد مصطفی المراغي.

[iv] : اسرائیلیات هغه بې سنده روایتونه دي چې په نشر او توزیع کې یې یهود او نصارا لاس لري (ژباړن).

[v] : الضر: د ضاد په پیښ سره په وجود کې مرض او کمزورۍ ته ویل کیږي

[vi] : و آتیناه اهله و مثلهم معهم: ویل شوي چې د ایوب اهل او اولاد ټول له منځه تللي وو یوازې میرمن یې پاتې وه، نو الله جل جلاله هغوی ټول بیرته ورته را ژوندي کړل او ورسره یې همدومره نور هم ورته په برخه کړل، ځینو ویلي چې الله جل جلاله د مړو شوو په بدله کې لوی لوی اجرونه ورکړل او عوض یې په دنیا کې نور ورکړل.

[vii] : بنصب: په ستړیا او سختۍ سره

[viii] : أواب: ډیر رجوع کوونکی الله جل جلاله ته، الله جل جلاله ایوب ستایلی او په (نعم العبد) سره یې یاد کړی یعنې (ښه بنده) دا ځکه چې هغه په اواب یعنې ډیر رجوع کوونکي سره موصوف شوی، او همدا ستاینه هر مؤمن ته کاریدای شي که چیرې په ریښتینې توګه الله ته ډیر رجوع کوونکی وي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليكنه: دوكتور عبدالفتاح عفيف طباره
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading