د ابراهیم د کیسې په هكله د تورات او قرآن توپیر

که څوک د ابراهیم علیه السلام هغه کیسه چې په تورات کې راغلې او هغه کیسه چې په قرآن کې راغلې سر پرتله کړي، و به ګوري چې د دې دواړو کیسو ترمنځ څومره لوی تروپیر موجود دی،

 ځکه عهد قدیم کوښښ کوي ترڅو د ابراهیم علیه السلام ژوند او هغه څه چې په ژوند کې یې تیر شوي بیان کړي، د هغه سفرونه د ژوندانه پيښې څرګندې کړي، تر ډیره یې هڅه داده ترڅو هغه ژمنې ښکاره کړي چې الله جل جلاله د ابراهیم او د هغه د اولادې سره کړې چې هغه د ځمکې واکداري او خلافت دی.

ګورو چې قرآن کریم بیا د ابراهیم ژوندانه ته ډیره لنډه کتنه کوي، خو د دغه لنډیز ترڅنګ د هغه د لوړ شخصیت نور ډیر مهم اړخونه را برسیره کوي، د لوی خدای په وړاندې د هغه د مقام څخه خبرې کوي، د خدای په لاره کې د هغه جهاد او سرښیندنه بیانوي، د هغه د لوړو اخلاقو څخه پرده پورته کوي، د یوه خدای یووالي ته د هغه د بلنې او دعوت طریقې ښيې، د باطلو خدایانو او بوتانو د درناوي په باطل ګڼلو د هغه عقلي دلیلونه راوړي، لکه څرنګه چې د هغه له تقوا او پرهیزګارۍ مو خبروي، همدا شان د هغه قوي ایمان او د رب په وړاندې پوره اخلاص په ګوته کوي کوم چې دا ټول په عهد قدیم کې نه ترسترګو کیږي، دا ځانګیړنه یوازې د قرآن ده چې ابراهیم ته ېې د هغه د کیسې په اوږدو کې ځانګړی مقام وربښلی په داسې حال کې چې نور اسماني کتابونه نشي ورته رسیدلی.

 

د ابراهیم لوړ شخصیت

لوستونکي ته د ابراهیم ځینې هغه صفتونه بیانوو چې په قرآن کې یاد شوي، چې په ترڅ کې یې الله جل جلاله د ابراهیم د لارښوونې، اطاعت او شکر انځوریزه بڼه را ښيي او وایي چې ابراهیم د ملتونو لپاره یوه نمونه او مقتدا وو پاک خدای وايي:
(إِنَّ إِبْرَاهِيمَ كَانَ أُمَّةً قَانِتًا لِّلَّهِ حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ، شَاكِرًا لِّأَنْعُمِهِ ۚ اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ، وَآتَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً ۖ وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ) النحل ۱۲۲-۱۲۰.
بیشکه چې وو ابراهیم (په یوازې توګه) یو امت، غاړه ایښودنکی الله ته فرمان منونکی، او نه وو هغه له مشرکانو، (بلکې) شکر کوونکی وو د نعمتونو، غوره کړی وو، او برابر کړی وو( الله) نیغې لارې ته، او ورکړې وه هغه ته موږ په دنیا کې نیکي، او بیشکه هغه دی په آخرت له صالحانو ځینې.
الله جل جلاله وايي چې ابراهیم یو امت وو، معنا دا چې ابراهیم په یوازې توګه یو امت له امتونو څخه وو ځکه په هغه کې ټولې ښیګڼې او فضیلتونو موجود وو، دا ټکۍ په بنسټیزه توګه د ابراهیم صفت بیانوي، نو ټولې هغه ښیګڼې او غوره اخلاق چې په خلکو کې تیت شوي، الله جل جلاله د خپل نبي ابراهیم په شخصیت کې را غوڼد کړي وو، د همدې امله هغه د خلکو امام ګرځیدلی چې اقتدا ورپسې کیږي.
الله جل جلاله وايي (حَنِيفًا وَلَمْ يَكُ مِنَ الْمُشْرِكِينَ) هغه فرمان وړونکۍ موحد وو، او نه وو هغه له مشرکانو، معنا دا چې هغه خپل خدای ته په عبادت کې مخلص وو، د یوه خدای عبادت یې کولو او هیڅوک یې هم د هغه سره شریک نه ګڼلو، همدارنګه وايي (قَانِتًا لِّلَّهِ) هغه غاړه ایښودونکی وو، خپل خدای ته مطیع وو د هغه د امر طابع وو (شَاكِرًا لِّأَنْعُمِهِ) همداشان هغه د خدای د نعمتونو شکرکوونکی وو، نو ځکه یې دا مقام ترلاسه کړ چې وایي (اجْتَبَاهُ وَهَدَاهُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ) غوره کړ هغه الله جل جلاله د رسالت لپاره او برابر یې کړ په سمه لار، معنا داچې الله جل جلاله د رسالت لپاره وټاکه، هغه ته یې ټولې هغه لارې وښودې چې تګ ورباندې انسان د خدای رضا ته رسوي، بیا وايي(وَآتَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً ۖ وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ) یعنې الله جل جلاله هغه ته په دنیا کې نیک نامي په برخه کړه، او پرته له شکه هغه به په آخرت کې د نیکانو په ټولي کي وي، کوم چې د الله رضایت به یې ګټلۍ وي او د هغه د جنت له نعمتونو به برخمن وي.
همدا شان الله جل جلاله وايي: (وَإِذِ ابْتَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا ۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ) البقرة ۱۲۴.
او (یاد کړه اې محمده) هغه وخت چې و آزمویه ابراهیم رب د ده په څو خبرو، کومې چې پوره کړې ده (ابراهیم) هغه خبرې، وویل (الله) بیشکه زه ګرځوونکی یم ستا (اې ابراهیمه) امام لپاره د خلکو، وویل (ابراهیم) له اولادې مې هم (امامان جوړ کړه) وویل (الله) نه رسیږي امانت زما ظالمانو ته.
الله جل جلاله موږ ته را ښيي چې ابراهیم یې په شرعي تکلیفونو و آزمویلو، په اوامرو او نواهي یې امتحان کړ، خو ابراهیم هغه ټول په ښه توګه ترسره کړل، خپله دنده یې په ډیره وړتیا سره پوره کړه، الله جل جلاله ورته وویل: زه تا د خلکو لپاره امام پیشوا او مقتدا ګرځوم ترڅو ستا متابعت وکړي او په تا پسې اقتدا وکړي، په دې وخت کې ابراهیم له خپل پالونکي غوښتنه کوي او ورته وايي: زما له اولادې هم همدا رنګه امامان جوړ کړه، الله جل جلاله یې په ځواب کې وايي: دغه لوی امانت ظالمانوته نه رسیږي، په دې ټکي کې دیته اشاره ده چې د ابراهیم په اولاده کې به نیکمرغه او بدمرغه خلک دواړه موجود وي، فکر وکړه چې الله جل جلاله په څه ډول ابراهیم خبروي او ورته وايي چې امامت یوازې زما د نیکو بنده ګانو حق دی او ظالمانوته به نه رسیږي ځکه هغوی د دې اهلیت نلري چې اقتدا پسې وشي، همدارنګه الله جل جلاله له دې بیان څخه دا اراده لري ترڅو خلک له ظالمانو کرکه وکړي، خپل کړه وړه هغوی ته ونه سپاره د هغوی خبره ونه مني، او ظلم د قرآن له نظره د الله جل جلاله له حدودو سرغړونه او تجاوز دی، د خدای په حکمونو عمل نه کول دي الله جل جلاله وايي(وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ) څوک چې حکم نه کوي په هغه څه چې الله نازل کړي نو هغوی ظالمان دي.
رب تعالی د ابراهیم په هکله وايي:
(وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ إِبْرَاهِيمَ ۚ إِنَّهُ كَانَ صِدِّيقًا نَّبِيًّا) مریم ۴۱.او یاد کړه ( اې محمده خپل امت ته) په کتاب ( قرآن) کې ( کیسه) د ابراهیم، بیشکه وو هغه ریښتینی نبي.
الله جل جلاله خپل وروستي نبي محمد صلی الله علیه وسلم ته وايي: خپل قوم ته کیسه د ابراهیم یاده کړه کیدای شي هغوی عبرت او پند ځینې واخلي، ځکه دا هغه نبي دی چې الله جل جلاله په (صدیق) سره ستایلی، او د (صدیق) ټکی په عربي کې صیغه د مبالغې ده چې معنایې ډیر ریښتیا ویونکی کیږي، ابراهیم د دې لقب وړتیا لري ځکه هغه په ریښتیا ډیر ریښتیا ویونکی وو، فکر وکړه چې څنګه الله جل جلاله په تیر شوي آیت کې ابراهیم مخکې له نبوت څخه په ریښتیا ویونکي ستایي، ترڅو موږ ته دا وښیي چې ریښتیا ویل یو له هغو ستنو څخه دي چې نبوت پرې ولاړ دی.
همدارنګه الله جل جلاله ابراهیم په وفا کوونکي سره ستايي او وايي:(وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّىٰ) او هغه ابراهیم چې په ټولو کارونو یې وفا کړې، کوم چې رب ورته سپارلي وو او امر یې ورته کړی وو، چې د هغو امرونو په سر کې د هغه ټنګ ایمان یادیدلی شي، د ده ځواکمن ایمان هیڅکله اجازه نه ورکوله ترڅو د شکرانې کړنې د نورو غوره کارونو په قربانۍ کې پریږدي، او نه یې هم اجازه ورکوله ترڅو لوړ شان د ټیټ مقامه څیرو په وړاندې کم وګڼي.
الله جل جلاله د ابراهیم مقام او منزلت په خپل دې قول سره داسې بیانوي (وَاتَّخَذَ اللَّهُ إِبْرَاهِيمَ خَلِيلًا) او ونیولو الله جل جلاه ابراهیم دوست خپل، د خلیل په معنی کې ځینې پوهان وايي: خلیل هغه دوست ته ویل کیږي چې په دوستۍ او محبت کې یې هیڅ خاليګا نه وي، او ځینو ویلي: چې (خلة) کمال او پای د محبت ته ویل کیږي، الله جل جلاله خپل غوره بنده ګان په دوستۍ نیسي، او پرته له شکه چې ابرهیم په کامله توګه له خپل رب سره محبت درلود ځکه هغه خپل پلار او خپل قوم د خپل رب او پالونکي د محبت لپاره دوښمنان وګرځول، له همدې امله الله جل جلاله هم هغه خپل خلیل او دوست و ګرځولو.

د ابراهیم له دعاګانو څخه

دعاء په اسلام کې د عبادت مغز(مخ العبادة) پیژندل شوې، لکه څرنګه چې انسان ټول ټال په مغز ولاړ وي همدارنګه غوره عبادت هم په دعاء ولاړ دی.
نو دعاء د انسان د ځواکمن ایمان غوره بنده ګۍ او الله ته د غاړې ایښودنې لمړنۍ ښکارندویه څرګندیږي، د دعاء له څرنګوالي څخه د انسان د ایمان ریښتینولي را ښکاري، چې د څه غوښتنه کوي، آیا هغه د مادي او دنیوي غنیمتونو غوښتنه کوي یا دا چې د روحي مقام د لوړوالي په هڅه کې د خپل پالونکي څخه د مرستې سر ټیټوي.
قرآن موږ ته ځینې هغه دعاګانې یادې کړي چې د ابراهیم په ژبه بیان شوې، چې له هغو څخه لوستونکۍ په آسانۍ سره د ابراهیم لوړ روح او لوړ مقام پیژندلی شي، هغه لوړمقام چې ابراهیم یې د خپل خدای تر محبته رسولی دی، ابراهیم په خپلو دعاګانو کې څه دنیايي غوښتنه نه کوي، ځکه دنیا د هغه په ذهن او فکر کې ډیره وړه شوې، بیشکه دا دعاګانې د هغه مؤمن دعاګانې دي چې الله یې په ریښتینې توګه پیژندلی او پرته له هغه یې ټول څیزونه په وړاندې واړه ښکاري، دا دهغه مؤمن دعاګانې دي چې د ایمان ریښتینۍ خوند یې څکلۍ نو ځکه تل د دې خوند د زیاتوالي غوښتنه کوي.
لوستونکي ته د ابراهیم له دعاګانو څخه ځینې د لته یادوو چې د هغه مثالي روح ترې څرګندیږي.
(رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ، وَاجْعَل لِّي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ، وَاجْعَلْنِي مِن وَرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِيمِ، وَاغْفِرْ لِأَبِي إِنَّهُ كَانَ مِنَ الضَّالِّينَ، وَلَا تُخْزِنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ، يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ، إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ) الشعراء ۸۹-۸۳.
اې ربه زما! وبښه ماته حکم (علم حکمت نبوت) او ومې نیښلوه له نیکانو سره، او وګرځوه ماته ژبه د ریښتینولۍ (نیکنامۍ) په وروستیو (خلکو کې) او ومې ګرځوه له وارثانو د جنت د نعمتونو، او بښنه وکړه پلار زما ته بیشکه وو هغه له ګمراهانو، او مه مې شرموه په هغه ورځ چې را پاڅول شي ( ټول خلک له قبرونو)، په هغه ورځ چې نه رسوي (هیڅ) ګټه مال او زامن (د چا) مګر هغه چا ته چې راغلۍ وي الله ته په پاک زړه (له کفر او نفاقه).
ابراهیم په دې آیتونو کې خپل رب ته دعا کوي ترڅو ده ته داسې حکمت هبه کړي، چې په هغه سره نیکي له بدي جلا کړي، یا داسې غوښتنه کوي چې د خلکو ترمنځ په حق سره دریم ګړی شي، له خپل رب څخه غوښتنه کوي ترڅو د نیک عمل توفیق ور په برخه کړي او په پایله کې د نیکانو او صالحانو په ډله کې ور ګډ شي، غوښتنه کوي ترڅو وروسته له مرګه په نیک نوم سره یاد شي، غوښتنه کوي ترڅو د هغو خلکو له ټولي وګرځي چې د خدای رضا په آخرت کې ترلاسه کوي او بیا د نعمتونو جنت ګټي، هغه له خپل خدایه غواړي ترڅو د هغه پلار ته مغفرت او بښنه وکړي ځکه هغه په کفر او ګمراهۍ کې وو، همدارنګه ابراهیم له خپل رب څخه غواړي چې د راژوندي کولو په وخت کې یې د سپکاوي او شرم سره مخ نکړي، په هغه ورځ یې شرمینده نکړي په کومه چې ګنهکار ته خپل ډیر غونډ کړي مالونه ګټه نشي رسولی، د خدای له عذابه یې نشي ژغورلی، په هغه ورځ چې هرڅوک د خپل ځان په غم اخته وي، چاته هم خپل زامن ګټه نشي رسولی اګر که هغه نیکان هم وي، هیڅ انسان نجات نشي موندلی مګر هغه چې د خپل رب سره په پاک زړه مخامخ شوی وي، د کفر نفاق او نورو کرغیړنو او ناوړه عملونو یې ځان ساتلی.
ابراهیم او اسماعیل دواړه خپل رب ته زاري کوي او وايي:
(رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِن ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُّسْلِمَةً لَّكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ، رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولًا مِّنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِكَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُزَكِّيهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) البقرة ۱۲۸-۱۲۹.اې ربه زموږ! وګرځوه موږ غاړه ایښودونکي تاته، (او وګرځوه) له اولادې زموږ ځینې یو امت غاړه ایښودونکی تاته، او وښیه موږ ته احکام د حج زموږ او قبوله کړه توبه زموږ، بیشکه ته ښه توبه قبلوونکی مهربان یې. اې ربه زموږ مبعوث کړه په دوی کې رسول له دوی ځینې، چې لولي په دوی باندې آیاتونه ستا، او ښيي دوی ته کتاب (قرآن) او حکمت (شرعي احکام) او پاک کوي دوی (له ګناهونو) بیشکه ته ښه غالب او د د حکمت څښتن یې.
ابراهیم خپل رب ته دعا کوي او وايي: اې ربه زموږ موږ ته توفیق راکړې چې تاته په اخلاص عبادت وکړو، ستا امر ته غاړه کیږدو، همدارنګه زموږ د اولادې نه خپل مخلص بنده ګان جوړ کړه، موږ ته د عبادت کولو لارښوونه وکړه، زموږ توبه قبوله کړه، بیشکه ته خو د خطا کړونکو توبه قبلوې کله چې توبه وباسي ځکه ته په خپل مخلوق رحم کوونکۍ مهربان یې، اې ربه زموږ، زموږ په اولاده کې له دوی ځینې رسول مبعوث کړه ترڅو په هغوی باندې ستا هغه آیتونه تلاوت کړي چې ستا په موجودیت او یووالي دلالت کوي، ستا په لوړ شان دلالت کوي، هغوی ته خپله وحی له کتاب او شریعت څخه ور زده کړه، هغوی ته د حکمت علم ورکړه ترڅو د احکامو په اسرارو او د شریعت په مقاصدو ښه وپوهیږي، د شریعت ګټې او خیرونه درک کړی شي، او نفسونه یې له ناوړه عادتونو پاک شي.
الله جل جلاله د ابراهیم او اسماعیل دغه دعا قبوله کړه، د دوی په اولاده کې یې رسول مبعوث کړ چې هغه محمد صلی الله علیه وسلم دی، کوم چې وايي: (انا دعوة ابراهیم او بشارة عیسی ) زه د ابراهیم غوښتنه او د عیسي زیرۍ یم، یعنې زه همغه رسول یم چې ابراهیم یې غوښتنه کړې وه، او همغه نبي یم چې عیسي یې مخکې له ما بشارت او زیرۍ ورکړی وو.
محمد صلی الله علیه وسلم د عربو نفسونه له ناوړه کړنو پاک کړل، هغوی ته ېې کتاب وروښود چې هغه قرآن دی، هغوی يې په حکمت وپوهول چې هغه سنت نبوي دي، په څو کلو کې یې له هغوی څخه یو واحد سره نیښتۍ امت جوړ کړ، چې نبوي خیرونه او فضیلتونه یې په ټوله نړۍ کې خپاره کړل، په داسې حال کې چې مخکې له دې يې ډیر ناوړه عادتونه درلودل د هر شر په ډګر کې به دوی موجود وو.ibrahim-grave
دا دعا هم د ابراهیم له دعاګانو څخه ده:
(رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ، رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ) الممتحنة ۶،۵.
) اې ربه زموږ! (خاص) په تا باندې توکل کړی دی موږ، او (خاص) تاته رجوع کړې ده موږ، او (خاص) تاته په آخرت کې در ګرځیدل دي (د ټولو)، اې ربه زموږ! مه ګرځوه موږ فتنة ځای لپاره د کافرانو، او بښنه وکړه موږ ته، بیشکه ته ښه غالب او د حکمت څښتن یې).
ابراهیم وویل: اې ربه زموږ موږ خپل ټول کارونه تاته سپارلي دي، موږ یوازې تاته په عبادت سره رجوع کړې ده، ځکه زموږ آخري تګلاره په قیامت کې تاته ده، اې ربه زموږ! موږ د کافرو خلکو لپاره فتنة مه ګرځوه کوم چې موږ ته اذیت رسوي او ستا له لارې مو مخنیوۍ کوي، یا دا چې موږ د دوی لپاره بد مثال مه ګرځوه چې زموږ په سبب ګمراه شي، ستا د حق لارې زموږ له وجې مخ وګرځوي، موږ ته مغفرت وکړه زموږ ګناهونه راته وبښه، بیشکه ته ښه غالب او د پوره حکمت والا یې.

ابراهیم همغه ریښتینۍ مسلمان

ډیر خلک داسې فکر کوي چې اسلام یوازې د محمدي دین نوم دی، او محمد صلی الله علیه وسلم لمړنۍ کس وو چې دا نوم یې په خپل دین کیښود، پرته له شکه دا یوه اشتباه ده، او حقیقت دادی چې ټول نبیان مسلمانان وو ، او د ټولو دین اسلام وو، په سر کې یې ابراهیم وو چې خپل دین ته يې همدا اسلام نوم خوښ کړی وو، او همدا حقیقت موږ ته قرآن یاد کړی، ابراهیم خپلو اتباعو او اولادو ته په همدې نامه سره وصیت کړی دی، هغه عرب چې د محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت یې ایمان راوړی قرآن یې په اړه وايي (وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ ۚ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَاهِيمَ ۚ هُوَ سَمَّاكُمُ الْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ) الحج ۷۸.
(او نه ده ګرځولې (الله) په دغه دین کې تاسې ته هیڅ سختي، (متابعت وکړئ) د دین د پلار خپل ابراهیم، هغه نومولي یئ مسلمانان پخوا( د قرآن له نازلیدو).
محمد صلی الله علیه وسلم د ابراهیم د ملت په متابعت مأمور شوی وو، هغه ملت چې د یوه خدای عبادت کوي، پاک الله جل جلاله خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم ته په خطاب کې وايي (ثُمَّ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ أَنِ اتَّبِعْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا ۖ ، وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ) النحل ۱۲۳.
(بیا وحی وکړه موږ تاته (اې محمده!) چې متابعت وکړه (په توحید کې) د (دین) د ابراهیم چې حنیف (مایل دی له باطله حق ته) او نه وو هغه له مشرکانو)
د اسلام معني: اسلام څه ته وايي؟ د اسلام هغه ریښتینې معنا څه ده چې د الله نبیانو ورباندې عمل کړی؟
ابن تیمیة د اسلام په تعریف کې وايي: (اسلام عبارت دی له دې چې انسان خپل ځان یوازې الله ته تسلیم کړي نه بل چاته، یوازې د الله عبادت وکړي او د هغه سري څوک شریک ونه نیسي، یوازې په الله توکل وکړي، یوازې هغه ته رجوع وکړي او له همغه څخه وډار شي، یوازې د الله سره کامل محبت وکړي هیڅ مخلوق د الله په اندازه خپل محبوب ونه ګڼي، بلکې د الله لپاره د خلکو سره محبت او کرکه وکړي، د الله لپاره دوستي او دوښمني وکړي، نو څوک چې د الله له عبادت کولو څخه لویي وکړي مسلمان نه دی، څوک چې د الله د عبادت سره د بل چا عبادت وکړي مسلمان نه دی )، دا اسلام دی او همدا یې ریښتینې معنا ده، باک نشته چې الله په هغه چا ثنا ووايي کوم چې په همدغه معنا عمل کوي، په همدې معنی د خپل پلار ابراهیم متابعت کوي ځان د هغه ملت بولي.
(وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَاتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا) النساء ۱۲۵.
او څوک دي ډیر غوره له جهته د دین، له هغه چانه چې مخ یې ګرځولی وي د الله لوري ته حال دا چې هغه نیک کاره وي او متابعت یې کړي وي د ملت د ابراهیم حنیف.
هغه څوک چې یوازې الله ته خپل سر ټیټوي، همغه الله ته په عبادت کې اخلاص کوي، په خپل همدې عمل سره خدای ته نیږدیکت غواړي هغه مسلمان دی، (محسن) هغه چاته وايي چې ښه او نیک کارونه کوي، او له حسناتو څخه مراد نیک کارونه دي.
نو اسلام هغه عهد او میثاق دی چې په ترڅ کې یې انسان خپل روح نفس، زړه، خبرې، غوښتنې، قهر او خوشحالي د الله په تله کې ږدي.
ابراهیم خپل قوم ته په زغرده وايي: (وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ) ښکاره شوې ده زموږ او ستاسې ترمنځ تل ترتله دښمني او کینه، ترهغې چې ایمان راوړئ یواځې په الله باندې.
همدارنګه وايي:( إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا ۖ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ) الأنعام ۷۹. بیشکه ما ګرځولی خپل مخ د هغه ذات لوري ته چې پیدا کړي یې دي آسمانونه او ځمکه حال دا چې له باطله په نیغه لار روان یم او نه یم زه له مشرکانو ځینې.
دا د ابراهیم اسلام وو چې په سبب د همدغه اسلام الله جل جلاله ابراهیم د ځان لپاره غوره کړ، الله جل جلاله وايي: (وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا ۖ وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ، إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ ۖ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ) البقرة ۱۳۰. او بیشکه غوره کړی وو موږ هغه (ابراهیم) په دنیا کې (په نبوت او محبت سره) او بیشکه هغه دی په آخرت کې له نیکانو ځینې، کله چې هغه ته وویل رب د ده، چې غاړه کیږده (زما احکاموته) نو هغه وویل: غاړه مې ایښې ده رب د عالمیانو ته.

د ابراهیم سخاوت:

د خدای اراده دا وه چې د لوط قوم هلاک کړي، ځکه هغوی په داسې فحشا سره آخته وو چې مخکې له دوی څخه په هیڅ یوه قوم کې هم نه وه تیره شوې، د دوی نارینه په جنسي بد مرغۍ (لواطت) ککړ وو، د خدایي عذاب مستحق وګرځیدل، نو الله جل جلاله ملائکې ورته واستولې ترڅو په هغوی د هلاکت عذاب را کوز کړي، خو ملائکه وو ته امر شوی وو ترڅو مخکې له دې چې عذاب نازل کړي د ابراهیم میلمانه شي هغه ته د تنکیو ځوانانو په صورت کې څرګند شي.
ابراهیم په سخاوت او میلمه پالنه کې ډیر مشهور وو، خو په دې شپو او ورځو کې خپه شوی وو ځکه پوره پنځلس شپې پرته له میلمانه پرې تیرې شوې وې، نو کله یې چې ملائکه ولیدل ډیر زیات ورته خوشحاله شو، خپلې کورنۍ ته را ووت او چاغ خوسکۍ یې دوی ته په داسې حال کې راووړ، چې په اور کباب شوی وو او له پخوالي یې رنګ سور آوښتۍ وو میلمنو ته یې مخکې کیښود.
خو د میلمنو لاسونه تیار پاخه شوي خوسکي ته نه اوږدیږي، ابراهیم چې دوی ته وکتل په هغوی کې یې خوراک ته هیڅ لیوالتیا ونه لیده، نو ځکه د دوی په څیرو شکمن شو، او له دوی څخه یې د ډار احساس وکړ ځکه دوی د خوسکي نه هیڅ هم ونه خوړل، له هغوی سره یې خبرې وکړې او ورته ویې ویل چې ولې تاسې څه نه خورئ، میلمنو ابراهیم ته خبر ورکړ او ورته ویې ویل چې دوی ملائکې دي الله جل جلاله را استولې ترڅو د سدوم او عامورة له قومو څخه انتقام واخلي دا هغه څوک دي چې قرآن قوم لوط ورته وايي.
د ابراهیم میرمنې سارې چې کله د میلمنو حقیقت وپیژانده نو ویې خندل، میلمنو هغې ته مخ کړ، او هغې ته ېې زیرۍ ورکړ چې الله جل جلاله به زوی ورته په برخه کړي چې نوم به یې اسحاق وي، او اسحاق ته به هم الله زوی په برخه کړي چې نوم به یې یعقوب وي.
سارة له دې زیري ډیره په تعجب کې شوه او میلمنو ته یې په ځواب کې وویل: آیا زه به اولاد زیږوم په داسې حال کې چې زه د زړبودۍ شپې تیروم؟ او دغه زما میړه ابراهیم هم ډیر سپین ږیری شوی دی؟ ملایکو په ځواب کې ورته وویل: آیا ته له دې زیري تعجب کوې؟ دا د الله جل جلاله قدرت دی چې هیڅ شی یې د مخې خنډ نشي کیدای، الله جل جلاله دې تاسې په خپل رحمت او برکت سره ځانګړي کړي اې د ابراهیم اولادې.
کله چې ابراهیم د راغلو میلمنو له حقیقت څخه مطمئن شو، او له دوی څخه یې د زوی او لمسي زیرۍ هم واوریده، د خپل رب سره یې د لوط د قوم په هکله مجادله پیل کړه، او هیله یې درلوده چې کیدای شي الله جل جلاله د رحمت په نظر ورته وګوري، دغه مجادلې ته قرآن یوازې اشاره کړي، او تفصیل یې په سفر التکوين کې راغلۍ.
پاک خدای وايي:
(وَلَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَىٰ قَالُوا سَلَامًا ۖ قَالَ سَلَامٌ ۖ فَمَا لَبِثَ أَن جَاءَ بِعِجْلٍ حَنِيذٍ، فَلَمَّا رَأَىٰ أَيْدِيَهُمْ لَا تَصِلُ إِلَيْهِ نَكِرَهُمْ وَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً ۚ قَالُوا لَا تَخَفْ إِنَّا أُرْسِلْنَا إِلَىٰ قَوْمِ لُوطٍ، وَامْرَأَتُهُ قَائِمَةٌ فَضَحِكَتْ فَبَشَّرْنَاهَا بِإِسْحَاقَ وَمِن وَرَاءِ إِسْحَاقَ يَعْقُوبَ، قَالَتْ يَا وَيْلَتَىٰ أَأَلِدُ وَأَنَا عَجُوزٌ وَهَٰذَا بَعْلِي شَيْخًا ۖ إِنَّ هَٰذَا لَشَيْءٌ عَجِيبٌ، قَالُوا أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ ۖ رَحْمَتُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ ۚ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ، فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ الرَّوْعُ وَجَاءَتْهُ الْبُشْرَىٰ يُجَادِلُنَا فِي قَوْمِ لُوطٍ، إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَحَلِيمٌ أَوَّاهٌ مُّنِيبٌ، يَا إِبْرَاهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَٰذَا ۖ إِنَّهُ قَدْ جَاءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَإِنَّهُمْ آتِيهِمْ عَذَابٌ غَيْرُ مَرْدُودٍ) هود ۷۶،۶۹.
بیشکه راغلي وو زموږ استازي ابراهیم ته په زیري سره، نو وویل (استازو) سلام (وایو پر تاسې) وویل (ابراهیم) سلام (دې وي پرتاسې) پرته له ځنډه یې راووړ هغوی ته خسکۍ سور کړل شوی، نو کله چې ولیده (ابراهیم ) لاسونه د دوی چې نه اوږدیږي دغه (پخې غوښې ته) نو نا آشنا یې وګڼل دوی او ویره یې ترې وکړه وویل (میلمنو ملایکو) مه ویریږه بیشکه موږ استول شوي یو قوم د لوط ته (ترڅو هلاک یې کړو)، او ښځه د ده (ابراهیم ساره) ولاړه وه نو ویې خندل، زیرۍ ورکړ موږ هغې ته (په ژبه د ملایکو) په اسحاق او وروسته له اسحاقه په یعقوب، نو وویل (سارې) تعجب دی زما په حال آیا زیږومه زه حال داچې زه زړه یم، او دغه میړه زما دی زوړ، بیشکه چې دا ډیر عجیب کار دی، وویل (ملایکو) آیا ته تعجب کوې له امره د الله؟ رحمت د الله او برکتونه د هغه دې وي پرتاسې اې خاوندانو د کور، بیشکه چې الله ښه ستایلی شوی او لوی دی، نو کله چې له ابرهیم څخه ویره ولاړه او زیرۍ ورته راغۍ، نو بیا جګړه کوي له موږ سره په (حق) د قوم د لوط کې بیشکه ابراهیم د زغم څښتن وو، نرم او رجوع کوونکی وو(الله ته)، (وویل موږ) اې ابرهیمه! واوړه له دې جګړې څخه، بیشکه راغلۍ دی امر د رب ستا (په هلاکولو د قوم د لوط) او بیشکه دوی مخامخ کیدونکي دي له داسې عذاب سره چې بیرته نشي ګرځیدی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليكنه: دوكتور عفيف عبدالفتاح طباره
ژباړه :خلیل الرحمن حنیف

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading