بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لاهله و الصلوة علی اهلها دی ورځی ته ځکه د عاشورا ورځ وایی چه په دی ورځ ( ۱۰) لس نبیان علیهما الصلوة و السلام، د خدای (ج) په خاص عزت سره عزتمند شویدی چه په لاندی ډول دی:
۱ – خدای (ج) په دی ورځ د حضرت آدم علیه السلام توبه قبوله کړه ( او د توبی دروازه یی د ده د ټولی اولادی په مخ پرانستلی ده)
۲ – د حضرت نوح علیه السلام کښتی په دی ورځ د (الجودی) په سیمه کښی و دریده ( او د طوفان له څپو څخه یی خلاصون پیدا کړ)
۳ – حضرت ابراهیم خلیل الله علیه السلام په دی ورځ نړی ته سترګی پرانیستی او پیدا شو.
۴ – حضرت یوسف علیه السلام په دی ورځ له بندی خانی خلاص او آزاد شو.
۵ – حضرت یعقوب علیه السلام چه د حضرت یوسف علیه السلام او د هغه د ورور له غمه ړوند شویوو بیر ته بینا شوو.
۶ – خدای (ج) په دی ورځ موسی علیه السلام او هارون علیه السلام ته په دی ورځ مرسته وکړه ( د نیل سیند ټوټه شو فرعون او لښکر یی په کښی غرق شول، موسی علیه السلام، هارون علیه السلام او بنی اسرائیلو خلاصون وموند)
۷ – حضرت یونس علیه السلام په دی ورځ د کب له خیټی خلاصون پیدا کړ.
۸ – حضرت آیوب علیه السلام په دی ورځ د ناروغی د ستونځو څخه روغتیا وموندله.
۹ – حضرت عیسی علیه السلام په دی ورځ پیدا شوی او په همدی ورځ آسمان پورته شو.
۱۰ – حضرت محمد رسول (ص) ته په دی ورځ د (اِنافتخنا لک فَتحناً مُبیناً) سورة پواسطه د بریالیتوب زیرئ ورکړل شو.
د امام حسین (رض) قاتلانو د دی لوی ورځی عظمت او د اهل بیت لوړ مقام له پښو لاندی او شهیدان کړل او په دی ورځ د بی شرمه بی ساری شرمونکی او بی سابقی جنایت سبب شول. لکه څنګه چه د هغه تصور عقل ته ټکان ورکوی، سترګی تیاره کوی او ضمیر غمجن کوی. ( انا لله و انا الیه راجعون ).
د کابل د ښار د دریمی ناحیی د تپه سلام د جامع جومات خطیب مولانا عطایی په قلم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ماخذ: عمده القاری شرح صحح البخاری، شپږم جلد (۱۱۷) یوسلو اووه لسمه صفحه.