د یوسف له کیسی درسونه او عبرتونه

د یعقوب له ټینګ ایمان څخه زده کړه

په الله جل جلاله ټینګ ایمان په انساني نفس باندې د پام وړ اغیزې لري، همدا ایمان یې د سختیو په وړاندې په عزت سره کلک دروي، ایمان دی چې نفس ته اطمینان وربښي ترڅو د ژوندانه له سختیو سره مقابله وکړي.

 یاد شوي ټکي ټول موږ د یعقوب علیه السلام د ژوند په اوږدو کې وینو، وینو چې یو پر بل پسې د سختیو سره لاس او ګریوان دی، د خپلو زامنو کړه وړه ورته سور اور آوښتي.

ګورو چې یعقوب د خپل زړه ټوټه زوی یوسف د ورکیدو خبر تر لاسه کوي، ورته ویل کیږي چې هغه لیوه وخوړلو.
دا پیښه انځور کړه! وګوره چې دې غمګینې پیښې به د یعقوب په نفس څومره زخمونه ایښې وي، خو د دې پیښې په وړاندې د یعقوب د نفس ځواب څه وو؟
ومو لیدل چې یعقوب د دې پیښې په بدله کې په خپل لوی خدای تکیه کوي، د هغه نه مرسته او مدد غواړي، په دې بې شانه بلاء صبر کوي، خو څرنګه صبر؟ هغه صبر چې صبر جمیل ورته ویل کیږي کوم چې شکایت او سرټکول نوي پکې شامل، ګورو چې هغه په دې ښکلې خبرې سره ځواب وايي (فصبر جمیل والله المستعان علی متصفون) نو زه به (ستاسو په خبرو) صبر جمیل کوم، او الله ښه مرستندوی دی په (زغملو) د هغه (خبرو کې) چې تاسې یې کوئ.
دغه یعقوب وینو چې د الله په فضل او عنایت غښتلی ایمان لري، د الله مهربانۍ ته تسلیم دی، په هغه اطمینان او یقین لري، دا په ځانګړې توګه هغه وخت ښه څرګندیږي کله یې چې زامن ترې غواړې ترڅو بنیامین ته اجازه ورکړي چې له دوی سره مصر ته په سفر ولاړ شي، سره د دې چې یعقوب د خپلو زامنو څخه یووارې پوره خیانت څکلی، د هغوی د ټولو کړو وړو څخه په شک کې دی، د یوسف په جلا والي سخت غمګین دی، خو د دې ټولو سره سره یعقوب د خپلو زامنو غوښتنې ته څه ځواب ورکوي؟
د یعقوب ځواب په دې ټکو سره خلاصه کیږي (فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) الله غوره ساتندوی او همغه ارحم الراحمین دی، ګورو چې یعقوب څومره په خپل رب اطمینان لري، د هغه ایمان، یقین او اطمینان له همدې ټکو څرګندیږي، هغه د رب تعالی په مهربانۍ، عدل او رحمت پوره باوري دی، همدا وجه وه چې بنیامین ته یې د تلو اجازه ورکړه.
بل ځای ګورو چې یعقوب په الله تعالی کلک توکل لري، د هغه نفس په الله باوري دی نو ځکه هوسا او مطمین دی، هغه خپلو زامنو ته لارښوونه کوي چې مصر ته په دوهم ځلي ورتګ کې له یوې دروازې مه د ننه کیږئ، بلکې له ډیرو دروازو د ننه شئ، ترڅو د خلکو د سترګو لاندې را نشئ، چې دا به په څارونکو کې ستاسو په اړه شک را وپاروي، که داسې پیښ شي نو ویره ده چې څه ضرر درته ونه رسوي، ځکه دوی فلسطینیان وو او د مصریانو سره یې څه مخکینۍ شخړې هم موجودې وې.
یعقوب د خپل دې تدبیر او پلان علت په ګوته کوي او خپلو زامنو ته وایې چې زه تاسې له هیڅ شي هم نشي ژغورلی، څه چې خدای اراده کړې وي هغه به کیږي (وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ ۖ ) زه د خدای له ارادې هیڅ شی هم له تاسې نشم دفع کولی، ځکه که الله تعالی ستاسې د ضرر اراده کړې وي نو دا تدبیر به څه ګټه درته ونه رسوي، په همدې پسې یعقوب خپله لارښوونه اوږدوي خپلو زامنو ته آخري ټکي داسې بیانوي چې په آوریدونکو کې ایمان زیږوي او د خدای ارادې ته یې تسلیموي هغه وايي (إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ) نشته حکم مګر د یوه الله، په هغه توکل وکړئ، او په هغه باندې دې توکل وکړي څوک چې متوکلین دي.
یعقوب موږ ته ډیر لوی درس راکوي، هغه دا چې په الله باندې توکل باید ضرور له اسبابو او سایلو سره مل وي، انسان باید له احتیاط او تدبیر څخه کار واخلي او په پایله کې له ضررونو ځان په کلکه وژغوري، ځکه دا د طبیعت غوښتنه ده چې د اسبابو په اندازه آسانتیاوې منځته راځي، ریښتینۍ مؤمن باید د نجات لپاره اسباب ولټوي سره د دې چې د الله جل جلاله په اراده ټینګ باور او اطمینان لري.
نو کلکه څارنه، پیاوړی تدبیر او مناسب احتیاط انساني نفس ته د ستونزو په پښیدو کې ځواک وربښې زړه یې تسلې پیدا کوي.
یعقوب خپل اولاد ته لارښوونه وکړه، چې په پایله کې یې نفس مطمئن شو تر دې اندازې چې زیات تحسر یې نه کولو، که زامن یې بیا هم له کومې پیښې سره مخ کیږي نو دا په ده باندې کومه ځانګړې ناهیلي نه راولي ځکه چې دی په ور پیښه ستونزه کې څه کمي نلري ده خپل کار کړی، وروسته له دې چې څه پیښیږي همغه د الله اراده ده، نو کله چې هغه خپله دنده په سمه توګه اداء کوي بیا ستونزې پرې سپکیږي.
بیا ګورو چې یعقوب له یوې بلې لویې ستونزې سره مخ کیږي او هغه دا چې زوی یې بنیامین غلام نیول کیږي، دې پیښې یو ځل بیا د یوسف یادونه ور په یاد کړل، غمونه یې دوه برابره شول، نو کله یې چې کورنۍ ورته راغله او ورته ویې ویل چې دا دومره غمونه مه کړه، یعقوب په ځواب کې ورته وايي (إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ) زه د خپل ژور غم او خفګان شکایت الله ته وړاندې کوم، تاسې ته مې نه شکایت کړی او نه شکایت کوم، دا ټکي د یعقوب ژور ایمان را برسیره کوي، له دې څخه ښکاري چې هغه د ستونزو په وړاندې ډیر ټینګ ولاړ دی، د داسې ستونزو چې معمولا انسان ضعیفوي او هلاکت ته یې نیږدې کوي، یعقوب وايي (انما اشکو بثي) زه د خپل لوی غم لوی پیټۍ الله ته وړاندې کوم، ځکه همغه الله د ستونزو د حل را پیدا کوونکی دی، همغه الله ډیر مهربانه دی کیدای شي زما د غم څه چاره وکړي، زه د خپل غم دروند بار د الله بندګانو ته نه ښکاروم، ځکه چې بندګان د زمانې د ستونزو په تعبیر کې څه ځواک او واک نلري.
په پای کې یعقوب د یوه تکړه مؤمن په څیره همداسې ولاړ دی، هیلې او امیدونه یې له لاسه نه دي ورکړي، هغه خپلو زامنو ته یو ځل بیا لارښوونه کوي او ورته وايي چې د یوسف او بنیامین پلټنه وکړئ (يَا بَنِيَّ اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَيْأَسُوا مِن رَّوْحِ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ) اې زامنو زما لاړ شئ او د یوسف او د هغه د ورور پلټنه وکړئ، د خدای له رحمته مه ناهیلي کیږئ، ځکه چې د خدای له رحمته نه ناهیلي کیږي مګر قوم د کافرانو، یعقوب په دې آیت سره د یوه مؤمن حد او حدود را په ګوته کوي او وایي چې مؤمن هیڅکله هم نه ناهیلۍ کیږي، تل د خدای لوی رحمت ته سترګې په لاره وي، نو ناهیلي د ژوند د نعمت کفران دی، ځکه ناهیلي د انسان اراده او ژوند شلوي، انسان نشي کولی د ناهیلۍ په صورت کې د ژوند له ستونزو سره ډغرې ووهي، د ژوند له مسیره پس پاتې کیږي، په داسې حال کې چې ایمان د ناهیلۍ کلک دوښمن دی، ایمان د خدای رحمت ته هیلې او امیدونه زیږوي اګر که انسان له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان وي، د زمانې جبر یې په اوږو سپور وي، خو باید ناهیلۍ نشي ځکه د هرې سختۍ وروسته آساني ده، له هر بند وروسته آزادي ده.

 

د الله په یووالي کره دلیل

د اسلام د نازلیدو لمړنۍ او اساسي هدف د الله جل جلاله یووالۍ دی، که څوک د قرآن هر اړخیزه زده کړه کوي ویني چې قرآن مختلف دلایل په دې اړه بیان کړي، د یوه خدای وحدانیت او یووالۍ یې څرګند کړی او د شرکي عقیدو پوره نقد یې کړی، ځکه شرکي عقیدې د حقیقت سره ټکر لري او ډیری په خیالاتو او شکونو ولاړې دي.
قرآن یوازې د شرکي عقیدو په نقد کولو بسنه نه کوي بلکې په پوره دلیل او برهان سره د مشرکینو غوښتنې ردوي، په دې اړه داسې عقلي دلایل را منځته کوي چې د عقل څښتنان یې په وړاندې سرونه ټیټوي او تسلمیږي.
قرآن کریم د هغو پیغمبرانو کیسې راته بیانوي کوم چې د بشریت د هدایت او لارښوونې لپاره را استول شوي، په دې ترڅ کې خپله د نبیانو او روسولانو په ژبه د دوی وعظ او نصیحت خپل قوم ته را نقلوي چې ټولو خپل قومونه د یوه خدای یووالي ته را بللي، له شرک څخه یې منع کړي، د یوه الله په شته والي یې خپلو قومو ته ښکاره دلیلونه څرګند کړي، په دې توګه د پیغمبرانو کیسې په قرآن کې د یووالي د عقیدې لپاره بنسټ او اساس جوړوي، په نفسونو کې وحدانیت پخوي او نور شرکي باورونه ترې لري کوي.
دلته موږ د نمونې په شکل هغه څه وړاندې کوو چې د یوسف په ژبه زندانیانو ته نصیحت شوي.
(وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَائِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ ۚ مَا كَانَ لَنَا أَن نُّشْرِكَ بِاللَّهِ مِن شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ مِن فَضْلِ اللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ، يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ، مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَاؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ ۚ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۚ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ)یوسف ۴۰-۳۸.
(یوسف وویل:) متابعت کړی دی ما د دین د خپلو پلرونو ابراهیم او اسحاق او یعقوب نه ښايي موږ ته چې له الله سر شریک ونیسو د هیڅ کوم څیز، دا (د الله یووالی په خدایۍ کې) د الله له جانبه یو لوی فضل دی پر موږ او نورو خلکو، خو ډیری خلک (د دې لوی احسان) شکر نه وباسي، اې د زندان دواړو ملګرو زما، آیا متفرق خدایان غوره دي که هغه (الله غوره دی) چې یو دی، ډیر قوي او غالب دی؟ تاسې عبادت نه کوئ پرته له الله مګر د څو نومونو چې ایښې دي تاسې او ستاسې پلرونو، نه دی نازل کړی الله په (عبادت د) هغوی هیڅ کوم دلیل او سند، نه ده (پاچايي د دنیا او آخرت) مګر د یوه الله، هغه امر کړی دی چې عبادت مه کوئ تاسې مګر د همده (الله)، همدا ریښتینی دین دی خو ډیری خلک نه پوهیږي
په تیرو شوو آیتونو کې یوسف څرګندوي چې ده د ځان لپاره کوم ځانګړی دین نه دی غوره کړی بلکې یوازې د خپلو پلرونو او نیکونو په لاره تللی کوم چې الله جل جلاله پاکې او سپیڅلې عقیدې ته هدایت کړي وو، دا سالمه او سپڅلې عقیده یوازې د الله جل جلاله وحدانیت او یووالۍ دی، دا عقیده د یوه عصر او زمانې څخه بل عصر او زمانې ته څه توپیر نه پیدا کوي، ځکه دا معقوله نه ده چې الله دې خپلو نبیانو ته داسې وحی وکړي چې د یوه رسول عقیده د بل سره پرې ټکر پیدا کړي، نو د الله جل جلاله د یووالي او وحدانیت دعوت هغه څه دي چې ټولو پیغمبرانو پرې ټینګار کړی، هره عقیده چې د الله جل جلاله د یووالي سره اړخ نه لګوي پرته له شکه چې د نبیانو د دعوت په پایله کې نه ده رامنځ ته شوې بلکې یو خیالي او وهمي فکر دی چې حقیقت نلري.
ور پسې یوسف علیه السلام وایي: آیا هغه شرک غوره دی چې په هغه کې یو د بل سره ټکر موجود وي او ډیر خدایان ولري، که یوازې د یوه الله وحدانیت او عبادت چې واحد او احد دی؟
ډیر خدایان انساني عقل په تشویشونو او شکونو کې غورځوي، له بې ګټو خرافاتو او خیالي شعایرو سره یې مخ کوي، سربیره پردې انساني ټولنه د جلاوالي او ټوټه ټوټه کیدو په لوري بیایي، ځکه په دې صورت کې به هر قوم او هره طایفه د ځان لپاره خدای لري چې د بل قوم او طایفې له خدای سره به اړخ نه لګوي، خو د الله جل جلاله د یووالي حقه او ریښتینې عقیده نه یوازې انسان له خرافاتو څخه ژغوري بلکې په انسانانو کې ټولنیزې غوښتنې هم سره نیږدې کوي، ټولنو ته د یوه اساسي هدف په لوري دعوت کوي، چې دا لوی هدف د الله جل جلاله په یووالي او وحدانیت کې د اخلاص غوښتنه او د دې غوښتنې سره سم نیک عمل کول دي.
یوسف د خپل نصیحت په ترڅ کې زیاتوي: هغه بوتان چې تاسو په خدایۍ نیولي یو څو انسان جوړې کړې طبیعي څیرې دي، هغه څه چې تاسې یې په ځانګړو کړنو سره لمانځۍ ټولټال ستاسو د فکرونو زیږنده دي چې په خپله مو په ځانګړې توګه نومونه پرې ایښي، تاسې څنګه د داسې څیرو عبادت کوئ چې تاسې په خپله جوړې کړې او په اړه یې هیڅ دلیل او سند هم نلرئ، نو ریښتنۍ معبود او خدای یوازې همغه الله جل جلاله دی، د هغه یووالۍ په عبادت کې هغه نیغه او سپیڅلې لار ده چې ټول بشریت ته ور باندې تګ کول واجب او لازمي دي، خو ډیری خلک دا ریښتینۍ حقیقت نشي درک کولی، ځکه دوی نا پوهان او ګمراهان دي، دوی د خپلو ناوړه فکرونو غوښتنو ته تسلیم شوي.

د نارینه او ښځینه اختلاط او ضررونه یې
د یوسف علیه السلام په کیسه کې د ښځې د بې لارۍ انځور را اخیستل شوی، چې د یوه نر سره مینه لري په پرله پسې توګه ترې غواړي ترڅو ناوړه غوښتنو ته یې سر ټیټ کړي او د ګناه مرتکب شي.
ښځه یو ضعیف او ناتوانه مخلوق دی، خو کله چې د فتنې او فساد په لاره لاړه شي د نارینه شوق او رغبت یې په زړه ننوځي نو بیا داسې ځواک ترې څرګندیږي چې ماتول یې ناشوني دي.
خو هغه اسباب او لاملونه چې د مصر د عزیز ښځه یې د یوسف تیر ایستولو ته وهڅوله څه وو؟ که وګورو د یوسف ګډ ژوند د زلیخا سره په ماڼۍ کې همداشان په پرله پسې توګه د هغه موجودیت د دې ترڅنګ د دې لامل شو چې د زلیخا زړه په مینه را وپړسوي، نو ځکه غواړي هغه تیرباسي او ځانته یې را نیږدې کړي او ټولې هغه غوښتنې ترې پوره کړي چې ترسره کول یې د دواړو لپاره خدايي جرم او لویه ګناه ګڼل کیږي، همدا وو چې یوسف د خپل شرف، عزت او خدایي ویرې له مخې ځان ترې وساته.
نو د ښځې او نر ځانته والی په داسې حال کې چې د کورنۍ او اهل څخه لرې وي په ټولنو کې منونکې پایلې نه لري بلکې ناوړه ضررونه او ستونزې زیږوي، سربیره پردې د نر او ښځې د راتلونکي لپاره هم ناوړه اغیزې درلودی شي، نو ځکه اسلام د ښځې او نر ځانته والی نه مني او امر کوي چې پرته له خپلو نیږدې خپلوانو څخه لکه پلار، تره او ماما د نورو په وړاندې دې ښځه نه را څرګنیدیږي او هیڅکله دې نه ورسره ځانته کیږي.

د پاک لمنۍ او عفت زده کړه

د یوسف علیه السلام په کیسه کې د پاک لمنۍ درسونه پراته دي، هغه د نفس او شیطان په وړاندې ډیر کلک مقاومت وکړ، په شهوت غالب او بر لاسۍ شو، د هر څه نه یې مخ واړولو، خپل رب ته په زاریو شو تر څو له ګناه یې وساتي، دا ډیر لوی درس دی د هغه چا لپاره چې د انساني لوړوالي هڅه کوي، کولی شي د یوسف علیه السلام په پله پل کیږدي، د هغه نه زده کړي.
جنسي شهوت او قوت هغه څه دي چې په وړاندې یې ډیرو ګونډې کت کړې، د تاریخ په اوږدو کې ډیر پاچایان او جنګي سالاران د دې قوې تر اغیز لاندې راغلي، د شیطان خبره یې منلې او د ګناه مرتکب شوي، خو پر دې لوی دښمن برلاسي او کامیابي په ریښتینې توګه د پرمختګ او عظمت اساسي ټکۍ دی، په ځانګړې توګه د هغه چا لپاره چې د وخت او زمان په داسې شرایطو او ګواښونو کې را ګیر وي لکه یوسف علیه السلام چې وو، سره د دې چې هر رنګ ځواک او ګواښ یې په مخ کې لیده بیا یې هم د نفس او شهوت خبره و نه منله خدای ته یې رجوع وکړه او شیطان یې مات کړ.
ګورو چې د مصر د عزیز میرمن د یوسف سره ځانته کیږي، خپله زړه راښکونکې ښکلا یې مخ ته ږدي، خپلې اداګانې ناز او نخرې ورته ښکاره وي، ترې غواړي چې غوښتنې یې ومني، که د یوسف حالت مطالعه شي نو دا ډیره سخته ده چې څوک دې مقاومت وکړی شي، هغه د ځوانۍ کش او نیشې ته نوی رسیدلی وو، هغه د ژوند هغه شیبې تیرولې چې نفس معمولا د مینې او شهوت آخري اندازې ته رسیږي، د دې سره سره یوسف د زلیخا تر واک او ختیار لاندې وو، د هغې سره په کور کې خدمتګار او غلام وو، چې د امر د نه منلو په صورت کې د هغې د اذیت او ضرر څخه هم په ویره کې وو، نو له دوو لوریو را ګیر وو، له یوې خوا د شهوت غوښتنه او له بلې خوا د بادار ستم، د نه منلو په صورت کې، بل داچې دلته د احسان خبره هم نه یادیده چې ګواکي یوسف تر هغې په ښکلا کې پیاوړی دی، ځکه زلیخا خپله د حسن او جمال له مخې زړه راښکونې او ښایسته وه، غوښتنه هم د زلیخا له خوا را برسیره کیږي، دروازې ټولې بندیږي، ټول خلک د پیښې د حال څخه لرې ساتل کیږي، پر یوسف د بدګمانۍ خطره هم نشته ځکه غلام دی د خپلې بادارې سره وزي ننوزي، څوک پرې بد ګمانه کیږي هم نه، همدا ټکۍ مینه او تړاو زیاتوي چې تر ټولو زیات هڅوونکی بریښي، د بادارې باید اطاعت وشي غوښتنې یې ومنل شي، خو د دې ټولو څخه یوسف مخ اړوي، د خپل شرف، عزت او اخلاص له مخې نه غواړي د هغې د میړه سره جفا وکړي، نه غواړي د غلام په حیث د هغه سره خیانت وکړي وايي(مَعَاذَ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ) پنا غواړم له خدایه (زه به څنګه ستا غوښتنه پر ځای کوم حال دا چې) ستا میړه زما بادار دی چې زما یې ښه پالنه کړې، نشم کولی زه د هغه سره خیانت وکړم، د هغه وفاء په جفا سره نشم بدرګه کولی.
د یوسف د دې وفاء لامل د خدای جل جلاله څخه ډار او د هغه د څارنې عقیده وه، همدغه باور د یوسف نفس دیته لیواله کړ چې د مصر د عزیز د ښځې سره د تیارې ګناه څخه ځان وژغوري.
د یوسف بل دریځ د شهوت په وړاندې هغه وخت څرګندیږي کله چې د مصر د عزیز ښځه خپلې همزولې او ملګرې پرې را غونډوي، ترڅو زړه یې د ځان په لوري را کاږي، بیا یې ګواښي که چیرې یې غوښتنې ونه منل شي نو زنداني به شي، خو د یوسف دریځ د دې ګواښ په وړاندې څه وو؟ د ټولو ښځو له غوښتنو یې مخ وګرځاوه، په کرکه او نفرت یې هغوی ته ځواب ورکړ، د زندان ژوند یې له سپکاوي سختیو او عذابونو سره خوښ کړ، له دې نعمتونو، عیاشۍ او شهوت له ژوند څخه لاس په سر شو، خپل رب ته یې په زاریو وویل: (رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي) اې ربه زما زندان راته تر هغه څه غوره دی چی دوی مې وربولي.

د صبر پایلې

د یوسف علیه السلام په کیسه کې زموږ لپاره د صبر او زغم درسونه شته، ترڅو د ژوند په اوږدو کې انسان د ځان سره داسې توښه واخلي کوم چې پایلې او عواقب یې منونکي او په زړه پورې وي.
انسان د سختیو او ستونزو سره یو ځای پیدا شوی ژوند یې ټول له سختیو او مشکلاتو سره مل تیریږي، کله دردونه، کله هم لوږه او فقر، کله مرض کله غمونه، کله د دوست ورکه او کله هم هیلې او زیانونه، یاد شوي ټول مصیبتونه دي چې انسان یې په اړه ټینګ صبر او زغم ته اړتیا لري ترڅو د ژوند په ستونزو برلاسۍ شي او په پایله کې یې بریالیتوب او نیکمرغي ومومي.
که د یوسف علیه السلام ژوند ته وګورو په پرله پسې توګه د سختیو او ستړیو لړۍ ده، چې دا ستونزمنه لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسیده او په پای کې یې نتیجه لویه کامیابي او ښه ژوند او لوی منصب شو.
د یوسف ژوند د خپلې کورنۍ څخه په را جلاوالي پیلیږي، په کوهي کې غورځول کیږي، بیا د کوهي له تیارو ژغورل کیږي او د خپل اهل څخه لرې د خپل مور او پلار په ورکه د غمونو سره مل د ژوند شپې او ورځې تیروي، د خپلو وروڼو مکر او فریب یې کړوي، ور پسې تردې لا زیات په غمونو لاهو کیږي هغه داسې چې د امانت او وفا په پایله کې د زندان تورو تیاروته په ظلم او عدوان سره کشول کیږي.
دا پیښې کیدای شي په نفسونو کې د حق او عدالت په خلاف ناهیلي او کفر وزیږوي، کیدای شي نفسونه د شر ناوړه کړنو ته وهڅوي، مګر د یوسف په سپیڅلي نفس کې له یادو شوو ټکو څخه هیڅ هم ونه لیدل شول، بلکې تر پخوا یې زیات په نفس کې غښتلیا او ځواک را ټینګ شول، صبر او زغم یې لا پسې پیاوړي شول، د خپل رب رحمت ته سترګې په لاره د ستونزو په وړاندې کلک پاتې وو، هیله یې درلوده چې الله جل جلاله یې له دې ستونزو څخه په خپل بې شانه رحمت سره وژغوري، یوسف په خدای پوره باور او ایمان درلود د هغه عدل او انصاف ته یې غاړه ایښې وه، همدا وجه وه چې د زندان په تورو تیارو کې یې د یوه خدای عبادت ته لا پسې ملا وتړله، دې لویو لویو ستونزو په الله جل جلاله باندې د هغه ټینګ باور او یقین ته څه زیان ونه رسولو، نو ځکه د دې لوی صبر په بدله کې الله جل جلاله هغه ته د خوب د تعبیرولو علم ور په برخه کړ، کوم چې همدا د خوب ریښتینۍ تعبیر د دې لامل شو چې یوسف له زندانه پرې آزاد شي او د لوی دولتي منصب شان او شوکت څښتن شي، د ژوند له خوښیو خوند واخلي، یوسف علیه السلام د صبر پایلې په خپل دې قول کې بیانوي او وایي:(إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ( بیشکه څوک چې له (الله جل جلاله) په ریښتیا وویریږي او صبر وکړي نو الله جل جلاله هیڅکله د نیکانو اجر نه ضایع کوي.

د احسان او نیکۍ ګټې

د یوسف علیه السلام په کیسه کې د ښو کارونو او د خیر او ښیګڼې فضیلت بیان شوی، احسان او نیکي هغه څه دي چې د دنیا او آخرت دواړو نیکمرغي پکې نغښتې، خو احسان څه ته وايي؟ معنا یې څه ده؟
احسان د نیکۍ په معنا دی، چې ضد یې دی بدي، همدارنګه احسان د غوره او سم عمل په معنا هم راځي، د خلکو سره ښه سلوک کول، خلکو ته ګټه رسول، د ورسپارل شوي کار په ښه توګه ترسره کول چې د شریعت سره مخالف نه وي… ټول په نیکیو کې راځي.
تر ټولو لمړۍ چې موږ د یوسف په کیسه کې د احسان او نیکۍ ګټو ته متوجه کوي هغه دا قول د الله جل جلاله دی: ( وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ) یوسف ۲۲، او کله چې ورسید یوسف قوت خپل ته نو ورکړ موږ ده ته حکمت او علم، او همداسې جزا ورکوو موږ نیکانو ته.
یوسف ته علم او حکمت نه وو ورکړل شوي مګر د مخکیني احسان او نیکیو په بدله کې، څرګنده ده چې د علم او حکمت نعمت په دنیوي نعمتو کې د لویو نفسونو د څښتنانو لپاره ترټولو غوره نعمت دی، چې په دې لوی نعمت سره نور مالي او مادي نعمتونه نشي پرتله کیدای.
الله جل جلاله یوسف ته څه ورکړل؟ الله هغه ته واک او اختیار په برخه کړل، د نیکیو په بدله کې الله جل جلاله یوسف د ځمکې په سر له ځواک او قوت څخه برخمن کړ، الله جل جلاله وايي: (وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ ۚ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَاءُ ۖ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ)یوسف ۵۷. او همدا شان آسانتیاوې برابرې کړې موږ یوسف ته په ځمکه (د مصر) کې، اوسیده به پکې چیرته به یې چې خوښه وه، برخه ورکوو موږ د رحمت او نعمت خپل، چاته مو چې اراده وشي، او نه ضایع کوو اجر او ثواب (په دنیا کې) د نیکانو.
په دې آیت کې الله جل جلاله په ښکاره وعده کوي او وایي: څوک چې نیک عمل ترسره کوي موږ به په ځمکه کې آسانتیاوې په لاس ورکړو، موږ به یې په خپل رحمت سره ولمانځو، دا ورکړه او لویه تحفه په کوم ځانګړي کس پورې نه ده تړل شوې، بلکې په یوه ځانګړي صفت پورې تړل شوې چې څوک په ځان کې دا صفت پیدا کړي الله جل جلاله به یې په همدې تحفې سره ونازوي.
د خدای تعالی دا قول یو ځل بیا تر غور لاندې ونیسه چې وايي (وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ) موږ نه ضایع کوو اجر د نیکانو، څومره خواږه ټکي دي، په نفسونو کې په زړه پورې ځای لري، د نیکو او ښو عملونو څښتنانو ته یو لوی زیری دی، هغوی هڅوي او ورته وايي چې تاسې مه خفه کیږي الله جل جلاله د چا د نیک عمل بدله نه ضایع کوي، خپلو ښو عملونو ته ملا وتړۍ د خیر او ښیګڼې لار په خپلو ښو عملونو سره روښانه او رڼا وساتۍ.
نو نیک عملونه کوم چې انسان یې خپلې ټولنې ته وړاندې کوي، انسان ته لوړ مقام او نیک یاد پریږدي، هغه خلک چې د ده له ښیګڼو ګټه اخلي تل یې په نیکو یادوي.
همدارنګه هر هغه څوک چې خپله ورسپارل شوې دنده په ښه توګه سمبال کړي ضرور د خپلې دندې په بدله کې د خلکو له لوریه لویه او منونکې جزاء تر لاسه کوي، د خلکو اعتماد او باور پرې زیاتیږي، خلک یې تقدیروي او ښه پرې وايي ځکه نشته د نیکو بدله مګر په نیکو سره.
دا په دنیا کې د احسان او نیکۍ جزاوې دي، کومې جزاوې چې الله جل جلاله د احسان او نیکۍ لپاره په آخرت کې بیان کړي هغه له دې آیت څخه تر لاسه کوو چې وايي: (وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ خَیْر) د آخرت ثوابونه او اجرونه ډیر لوی لوی دي، له دنیایي اجر څخه د آخرت اجر او ثواب ضرور زیات دی.

ښکلې ماضي

د یوسف علیه السلام په کیسه کې یو درس دا هم دی چې انسان باید د خپل نیک وخت او ښه شرف څخه کلکه دفاع وکړي، خپل لوړ شخصیت سپیڅلۍ وساتي پرې نږدي چې څوک یې په سپیڅلتیا داغ کیږدي.
یوسف هغه مظلوم وو چې د زندان په تورو تیارو کې پرته له څه جرم څخه ډیره موده پاتې شو، خو کله چې د آزادۍ او خلاصون زیرۍ ورته راغۍ، بلنه ورکړل شوه ترڅو د پاچا سره وګوري، دا زیرۍ او بلنه ورته په نظر هیڅ د اهمیت وړ ښکاره نشول، له زندانه وتل یې په کلکه رد کړل، ځکه لمړۍ باید د هغه تور سپیناوۍ وشي چې تر زندانه یې رسولی، د پاچا بلونکي ته یې په ځواب کې وویل: زه به له زندانه تر هغې ونه وځم ترڅو چې زما دوسیه نه وي څیړل شوې، او د هغه تور سپیناوۍ نه وي شوی چې ماته یې نسبت کیږي.
همدې ټکي ته قرآن اشاره کوي:) وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَىٰ رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ ٌۚ( یوسف۵۰.وویل پاچا راولئ ماته دا (یوسف) نو کله چې راغۍ استازۍ د پاچا (یوسف ته ترڅو پاچا ته یې بوزي) نو وویل (یوسف) بیرته دې خپل بادار ته ورشه! او پوښتنه ترې وکړه چې څه حال وو د هغو ښځو چې غوڅ کړي یي وو لاسونه خپل.
کله چې پاچا ته خپل استازۍ را وګرځیده او د یوسف غوښتنه یې ورته واوروله هغه د دوسیې په څیړنه پیل وکړ، د مصر د اشرافو او د عزیز له ښځې یې په دې اړه پوښتنې وکړې، چې د دې څیړنې په پایله کې د یوسف پاک لمني او سپیڅلتیا ورته جوته شوه، همدا وو چې یوسف له زندان څخه وروسته له دې څیړنې سرلوړۍ په ډیر عزت او شرف سره را ووتو، دا ټول د دې لپاره ترڅو خلک داسې ونه وايي چې یوسف ګناه کړې وه نو ځکه زنداني شوی وو، او بیرته له زندانه د پاچا د عفوې او مهربانۍ له امله را خلاص شو.
دې څیړنې بل اهمیت هم درلود هغه دا چې د پاچا په وړاندې د یوسف لوړ اخلاق څرګند شول چې په پاچا یې لوی اغیز پریښود، ځکه پاچا چې کله د لمړي ځل لپاره د یوسف د علم او د خوب له تعبیر څخه واوریدل نو ویې ویل: (ائتوني به) هغه ماته راولئ، خو کله چې یوسف د څیړنې غوښتنه وکړه او څیړنه سرته ورسیده او په پایله کې د یوسف پاکي څرګنده شوه پاچا وویل: (ائتوني به استخلصه لنفسي) راولۍ هغه ترڅو د خپلو کارونو لپاره یې خاص کړم.
پاچا ته چې کله د یوسف لوړه پوهه، پاک نفس او نیک اخلاق څرګند شول وروسته له هغې یې هغه ته د مالیې د وزارت واک او اختیار ورکړ.

د قدرت پر وخت بښنه کول

د یوسف علیه السلام په کیسه کې د مهربانۍ، اسانۍ او بښنې درسونه هم شته، یوسف چې کله د خپلو وروڼو سره وپیژندل دا قدرت یې درلود چې دوی یې ټول په رنګارنګ عذابونو سره تکلیف کړي وای، زندان ته یې اچولي وای، خپل غچ یې ترې اخیستۍ وای د کړي مکر او فریب جزاء یې ورکړې وای، خو د یوسف لوی نفس دا اجازه ورنکړه ترڅو د بدۍ ځواب په بدۍ سره ووایي، له انتقام اخیستلو لاس په سر شو، ځکه دا د عادي خلکو کار دی.
د یوسف په لاس کې ځواک او واک دواړه موجود وو، کولی یې شوی چې د هغو خلکو څخه په یوه ټکي انتقام واخلي کوم چې ده ته یې ډیر کړاوونه رسولي وو، خو هغه د بدۍ ځواب په نیکۍ سره ورکړ، سر بیره پردې د هغوی پیمانه یې هم پوره ورکړه او پیسې یې هم بیرته ورته وسپارلې، دا ټول یې هغه وخت ترسره کړل چې وروڼو یې دی نه پیژانده، کله چې ورته څرګنده شوه چې د مصر د مالیې وزیر د دوی ورور دی وروسته له هغې په خپل کړي جرم پیښمانه شول او په خپله ګناه یې اعتراف وکړ او یوسف ته یې وویل: (تَاللَّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللَّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ) قسم دی په الله چې ته الله پر موږ غوره کړی یې، یوسف علیه السلام د دوی د خبرې ځواب په داسې ټکو سره ورکړ چې د ورورۍ او عاطفې څخه ډک وو، او د کړي جرم بښنه هم پکې څرګندیده ورته ویې ویل: (لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ ۖ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) نشته نن ورځ هیڅ ملامتي (له اړخه زما پر تاسې)، مغفرت دې وکړي الله تاسې ته او همدا الله تر ټولو غوره رحم کوونکی دی.

د زامنو ترمنځ د عدالت غوښتنه

د یوسف کیسه د زامنو سره د معاملې څرنګوالۍ راته ښيي، چې باید د زامنو ترمنځ پوره عدل او مساوات موجود وي، ځکه ماشوم په طبیعي توګه مغرور او کینه کښ وي، په دې اړه د پلار عاطفې او مهربانۍ ته ډیره اړتیا لري، نو که چیرې کلکه پاملرنه ورته ونشي دا به د دوی په شعور او احساس ناوړه اغیز وکړي، د وروڼو په اړه به یې په زړه کې پټه کینه پخه شي.
څرګنده ده چې د وروڼو ترمنځ د غیرت او انتقام خبره ډیره په تیزۍ سره سرایت کوي، د مور او پلار مینه د یوه زوی په اړه کیدای شي چې د وروڼو ترمنځ ژوره دښمني را منځته کړي، چې ډیر وخت به دوام پیدا کړي، وخت نا وخت به د ژوند د پیښو سره سم را تازه کیږي، ډیر امکان لري چې دا رنګه معامله د کورنیو راوبط او تړاوونه سره وشلوي.
وګورئ یوسف د خپل پلار یعقوب زړه ته ډیر نیږدې وو ځکه پلار یې په ده کې د نبوت نښې نښانې لیدلې همدا لامل وو چې په نورو زامنو یې ده ته برتري ورکوله، د یعقوب دې کړنې د هغه په نورو زامنو کې قهر او غصه را وپارول، چې د دې قهر نښانې په دوی کې له ورایه ښکاریدې، یعقوب یې دیته متوجه کړ چې یوسف د دوی په اړه وپوهوي، همدا وو چې کله یوسف خپل لیدلی خوب یعقوب ته تیرولو نو ورته ویې ویل چې د خپل خوب کیسه دې وروڼو ته مه کوه په زړه کې یې وساته ځکه چې د دې خوب نه ستا لویي څرګندیږي دا به ستا په وروڼو کې د دوښمنۍ بڅري لا پسې تازه کړي هغه وویل: ( يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَىٰ إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا) اې زویه د خپل خوب کیسه دې وروڼو ته مه کوه ترڅو ستا لپاره د مکر او فریب تابیا ونکړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لیکنه: دوکتور عبدالفتاح عفیف طباره
ژباړه :خلیل الرحمن حنیف

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading