یوسف عليه السلام د وزير په چوكی

د پاچا خوب:

وروسته له څو کلونو چې یوسف په زندان کې تیر کړل، د خدای اراده دا وه چې یوسف له زندانه آزاد کړي، او په دنیوي لوړو منصبونو یې وګماري، نو کله چې الله جل جلاله د څه اراده وکړي اسباب یې ورته سمبالوي.

 پاچا (۱ ) خوب ولیده، چې د خپل لیدلي خوب په اړه وویریده او وارخطا شو، ټول کاهنان او حکیمان یې راغونډ کړل ترڅو د لیدلي خوب تعبیر ورته بیان کړي پاچا ورته وویل: ما ولیدل په خوب کې چې اووه چاغې غوا وې وي او اووه نورې ډنګرې او ضعیفې غوا وې پرې لګیا وي او خوري یې، همدرانګه مې اووه شنه تازه وږي او اووه وچ وږي ولیدل، نو اې قومه ووايئ تعبیر زما د خوب که چیرې تاسې په تعبیر د خوب پوهیږئ.

قوم د لیدلي خوب په تعبیر باندې پیل وکړ، ټول سره غونډ شول، په خپلو کې یې مشورې پرې وکړې خو کومې مثبتې پایلې ته ونه رسیدل، مجبور شول پاچا ته یې داسې جواب ورکړ چې د دوی په ښکاره ناپوهي دلالت کوي، ورته ویې ویل چې دا خوب په کوم ځانګړي څیز دلالت نه کوي بلکې د هغو خیالونو او چورتونو پایله ده چې پاچا ورسره مخ دی، او که چیرې په څه دلالت هم کوي نو د دوی علم او پوهه نه ورته رسیږي او تعبیر یې د دوی په وړاندې ناشونی دی.
دا آیتونه تلاوت کړئ:
(وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَىٰ سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ ۖ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ، قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ ۖ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الْأَحْلَامِ بِعَالِمِينَ) یوسف ۴۴-۴۳.
وویل پاچا بیشکه ما ولیدل په خوب کې اووه چاغې غواوې چې خوري یې اووه نورې ډنګرې او خوارې، او اووه وږي شنه او نور اووه وچ، اې ډلې د دربار، تعبیر راکړئ ماته د دې خوب زما که چیرې یئ تاسې چې خوب تعبیر کولی شئ، نو وویل (درباریانو) دا ګډ وډ خوبونو دي او نه یو موږ د داسې خیالي خوبونو د تعبیر پوهیدونکي.

 

د ساقیانو مشر له یوسف سره:

د ساقیانو مشر د پاچا خوب واوریده او په اړه یې د کاهنانو ځوابونه هم واوریدل، پوه شو چې کاهنان د دې خوب له تعبیر څخه په څنګ درومي نشي کولی د پاچا خوب تعبیر کړي، په همدې چورتونو کې پخواني یادونه مخیته ورته راغلل، د چورتونو په دې لړۍ کې یوسف هم د ده په ذهن کې انځور شو، ور په یاد شول چې یوسف خو د خوب په تعبیرولو کې ډیر زیات مهارت درلود، د ګڼو خلکو ترمنځ را پاڅیده او ویې ویل: زه کولی شم د دې خوب له تعبیره مو خبر کړم، زه په زندان کې یو ځوان پیژنم چې یوسف نومي، هغه د خوب په تعبیرولو کې خوارا زیات مهارت لري، زه او د آشپزانو مشر چې کله بندیان وو نو موږ دواړو خوبونه ولیدل چې بیا یوسف راته تعبیر او تفسیر کړل، کټ مټ همغه پیښ شول کوم چې هغه زموږ له خوبونو راته ویلي وو، که چیرې جلالتمآب پاچا ماته اجازه راکوي نو زه به هغه ته ورشم او د لیدلي خوب ریښتنۍ تعبیر به ترې راوړم، پاچا او شاوخوا نورو حاضرینو د ساقي له وړاندیز سره هوکړه وکړه او هغه یې یوسف ته ور واستولو.
د ساقیانو مشر په زندان کې د یوسف په وړاندې حاضر شو، یوسف ورته راوړاندې شو ځکه زیاته موده وشوه چې هغه له زندانه آزاد شوی وو او نه یې وو لیدلی، داسې یې انګیرله لکه چې خیال وي، د ساقیانو مشر هغه ته ټولې هغه کیسې وکړې چې پرې تیرې شوې وې او ورته په ډاګه یې کړه چې تیرو پیښو زما له ذهنه ستا یاد ایستلی وو آن تر دې چې د پاچا په وړاندې مې ستا د مظلومیت خبره هم له یاده وتلې وه، په همدې ترڅ کې یې د اوسمهال زندان ته د راتګ موخه ورته یاده کړه او ویې ویل: اې ریښتیا ویونکیه ماته هغه خوب تعبیر کړه چې پاچا لیدلی او هغه داچې: اووه چاغې غواوې وې او اووه نورې ډنګرې غواوې پرې لګیاوي او خوري یې، همدارنګه اووه تازه شنه وږې وي په داسې حال کې چې اووه نور وچ وږې ترې چاپیر شوي وي، تعبیر یې راته ووایه اې یوسفه، ترڅو څښتن ته یې وروړم ځکه کیدای شي ستا د علم او پوهې اندازه ورته څرګنده شي.(وَقَالَ الَّذِي نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ (۲) أَنَا أُنَبِّئُكُم بِتَأْوِيلِهِ فَأَرْسِلُونِ، يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ (۳) وَسَبْعِ سُنبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَّعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ)یوسف۴۵-۴۶.
او وویل هغه سړي چې آزاد شوی وو له هغو دواړو نه (یعنې ساقي) او په یاد یې شو(یوسف) وروسته له ډیرې مودې: زه به خبر کړم تاسې په تعبیر د دې خوب نو ولیږئ ما (یوسف ته چې په زندان کې دی)، یوسفه اې ریښتیا ویونکیه! تعبیر راکړه د اوو غواوو چاغو چې خوري یې اووه غواوې خوارې، او په اوو وږیو شنو او اوو نورو وچو ( چې له شنو وږیو چاپیر دي) ښایي چې زه بیرته لاړشم خلکو ته (په تعبیر سره) کیدای شي دوی پوه شي.

یوسف د پاچا خوب تعبیروي:

یوسف د پاچا د خوب په تعبیر پیل وکړ، خوب په ډیرو ستونزو او مشکلاتو دلالت کولو یوسف یوازې د ستونزو په بیانولو بسنه ونکړه بلکې د ستونزو حل او او د مشکلاتو څخه د وتو لارې چارې یې هم ورته په ګوته کړې کوم چې مصر به ورسره لاس او ګریوان کیږي، یوسف د ساقیانو مشر ته وویل: مصر به له اوو داسې کلونو سره مخ کیږي چې پراخي به پکې زیاته وي، نو کوښښ وکړئ خپلې ځمکې و کرئ، له اقتصاد څخه کار واخلئ زیات لګښت مه کوئ، اضافه غنم په خپلو وږو کې ذخیره کړئ یوازې دومره مصرفوئ چې د خوارک لپاره مو بسنه کوي، ځکه وروسته له دې اوو کلو پراخیو څخه به اووه کلونه سختي او وچ کالي راشي له هغې ذخیرې به تاسې ګټه واخلئ کوم چې د پراخۍ په وخت کې مو ګدام کړې، یوازې دومره پريږدئ چې د تخم کولو لپاره مو بس شي، چې وروسته له دې اوو کلو سختیو به بیا باران و اوري ځمکه به غلې دانې شنې کړي هرڅه به ډیر شي، تاسې به د ځان لپاره توښه برابره کړئ، د انګورو او زیتونو اوبه به تر لاسه کړئ.
پاک خدای جل جلاله وايي: (قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ (۴) إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّا تَأْكُلُونَ، ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّا تُحْصِنُونَ، ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ النَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ) یوسف ۴۷-۴۹.
وویل (یوسف) کرئ به تاسې اووه کاله په پرله پسې توګه په ډیر زیار او کوښښ سره، هر هغه څه چې ریبئ یې نو پریږدئ هغه په خپلو وږیو کې مګر دومره چې تاسې یې خورئ، بیا به راشي وروسته له دغو(اوو کلونو پراخیو) اووه کلونه سخت ستونزمن چې وبه خوري (څښتنان د اوو سختو کلنو) هغه غلې چې پخوا تاسې ذخیره کړې، مګر لږ شانته چې تاسې به ساتئ هغه د (تخم) لپاره او بیا به راشي (وروسته له وچکالۍ) یو کال داسې چې په هغه کې به ستونزو ته لاس رسۍ پیدا کړی شي د خلکو، او وبه نیښتیځي (اوبه د میوو).

د توطیې څیړنه:

د ساقیانو مشر پاچا ته د خوب تعبیر نقل کړ، پاچا ډیر زیات ورته خوشحاله شو ځکه تعبیر د خوب سره اړخ لګولو، همدارنګه تعبیر د معبر او تعبیر کوونکي په پاخه عقل او زیاتې پوهې دلالت کولو، نو ځکه یې امر وکړ ترڅو د خوب تعبیر کوونکی ورته حاضر کړی شي او په اړه یې د جزئیاتو او تفاصیلو پوښتنه ترې وشي، د پاچا استازی یوسف ته ورغۍ او ورته یاده یې کړه چې پاچا یې لیدو ته لیواله دی، یوسف د دې خبر په آوریدو له زندانه وتو ته هیڅ لیوالتیا ونه ښوده بلکې په زندان کې د پاتې کیدو یې تر هغې ټینګار وکړ ترڅو له ده څخه د دروغو تور لرې کړی شي، نو ځکه یې د پاچا استازي ته وویل چې پاچا ته ورشه او ورته ووایه چې زما د زنداني کیدو په اړه څیړنه وکړي او د لګیدلي تور ریښتینولي او دروغ څرګند کړي، او هغه ټولې ښځې را وغواړي کومې چې د مصر د عزیز د ښځې په میلمستیا کې حاضرې وې او ترې و پوښتي چې دوی د څه لپاره خپل لاسونه غوڅ کړل، ترڅو د زنداني کیدو لاملونه ښکاره شي او په دې اړه شاهدي ورکړي.
استازی پاچا ته بیرته را وګرځید خو یوسف ورسره نه وو، د هغه پیغام یې پاچا ته ورسولو، پاچا هم پرته له کوم شکه د تحقیق او څیړنې غوښتنه وکړه، خپل څیړونکۍ یې د مصر ښځو ته واستولو، هغوی یې راغونډې کړې او د اصلي پیښې په اړه یې پوښتنې ترې وکړې، همدارنګه یې د یوسف او د عزیز د ښځې ترمنځ د اړیکو په اړه ترې وپوښتل او ورته ویې ویل: څه درباندې شوي وو چې د یوسف د نیږدیک لیوالتیا مو څرګنده کړې وه؟ آیا د هغه له اړخه مو کوم میلان ستاسو لپاره لیدلئ؟ آیا ستاسې په وړاندې یې تبسم او خندا کړې، آیا ستاسو سره یې لوبې کړې ترڅو تاسې د هغه سره لوبو کولو ته تیارې شئ، آیا تاسې دا جرأت کله کړی ترڅو له هغه څخه د کوم ناوړه څیز غوښتنه وکړئ چې په ریښتینې توګه ستاسو غوندې ښځو سره دا کار نه ښايي؟ ټولو ښځو وویل: معاذ الله له خدایه پناه غواړو (ماعلمنا علیه من سوء) موږ د هغه په تړاو له هیڅ بدۍ نه یو خبرې، په همدې وخت کې زلیخا پوه شوه چې د حکمت او عقل غوښتنه داده چې په کړې ګناه اعتراف وکړي ځکه که داسې ونکړې او پټه خوله پاتې شي نورې ښځې به پرې شاهدي ووایي دا پوهیده چې مخکې له مخکې یې په میلمستیا کې په همدې ګناه د دوی په وړاندې اعتراف کړی وو، کیدای شي زړه به یې ویښ شوی وو ځکه دا ټولې ښځې د یوسف په پاکۍ او عفت شاهدي ورکوي، بله لار یې ونه موندله پرته له دې چې په ريښتنې کیسې اعتراف وکړي نو را وړاندې شوه او ویې ویل: ما غوښتل هغه په ګناه سره تیر باسم، خو هغه زما د دې غوښتنې په وړاندې ټینګ ودرید او زما غوښتنه یې ونه منله، هغه پاک او عفیف دی، هغه ریښتینی دی، زلیخا د خپل دې اعتراف سبب داسې څرګند کړ: زه غواړم چې یوسف پوه شي چې زه یې په غیاب کې تهمت نه وایم، ځکه دا لوی خیانت دی او الله جل جلاله خاینین هیڅکله هم نه بریالي کوي، بیا یې د خپلې کړې ګناه عذر بیان کړ او ویې ویل چې نفسونه د شر لوري ته ځغلي مګر داچې الله یې وساتي او بیشکه چې الله ډیر مهربان دی پر هغه چا چې په ریښتینې توګه توبه وباسي.
(وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَىٰ رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ ۚ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ، قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ (۵) إِذْ رَاوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِ ۚ قُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوءٍ ۚ قَالَتِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ الْآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ (۶) أَنَا رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ، ذَٰلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ، وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي ۚ إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي ۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ) یوسف ۵۰-۵۳.

وویل پاچا راولئ ماته دا (یوسف) نو کله چې راغۍ استازۍ د پاچا (یوسف ته ترڅو پاچا ته یې بوزي) نو وویل (یوسف) بیرته دې خپل بادار ته ورشه! او پوښتنه ترې وکړه چې څه حال وو د هغو ښځو چې غوڅ کړي یي وو لاسونه خپل، بیشکه چې رب زما په مکرونو د دوی ښه خبر دی، وویل (پاچا هغو ښځو ته) څه حال وو ستاسو کله چې غوښتنه وکړه تاسو له یوسف نه د تیر ایستلو د نفس د ده (میلان یې وکړ تاسې ته کنه) وویل ټولو ښځو پاکي ده الله لره نه یو پوهیدلې موږ په هغه (یوسف) باندې د هیڅ بدۍ، وویل ښځې د عزیز (زلیخا) اوس ښکاره شو حق، ما غوښتنه کړې وه په چل لپاره د تیر ایستلو د نفس د ده، او بیشکه چې یوسف له صادقانو څخه دی، دا (اعتراف مې ځکه وکړ) ترڅو هغه (یوسف) پوه شي چې زه یې په غیاب کې خیانت نه کوم، او بیشکه چې الله نه بریالي کوي مکر د خاینانو، او زه خپل نفس نه پاکوم، بیشکه نفس هر وخت په شر باندې ډیر امر کوونکی دی مګر هغه وخت چې مهرباني پرې وکړې رب زما، بیشکه رب زما ډیر غفور او رحیم دی (په هغه چا چې په ریښتینې توګه توبه وباسي).

پاچا د مالیې وزارت یوسف ته په انعام ورکوي:

پاچا ته څرګنده شوه چې یوسف عفیف او پاک انسان دی، نو ځکه یې په هغه باندې اعتماد زیات شو او زړه یې میلان ورته پیدا کړ، په ځانګړې توګه کله یې چې د لیدلي خوب تعبیر ترې واورید، ورته روښانه شوه چې یوسف د لوړ ذکاوت او بې شانه پوهې څخه برخمن دی، همدارنګه هغه تدبیر پاچا ته ډیر په زړه پورې وو کوم چې یوسف د ستونزو د هواري لپاره پاچا ته وړاندې کړی وو ترڅو په ترڅ کې یې مصر د اقتصادي ستونزو څخه په امان کې پاتې شي، همداشان پاچا چې اسیايي نژاده وو په دې فکر کې شو چې د یوسف سره په جنسیت کې هم نیږدېوالۍ لري، یاد شوو ټکو ټولو په پاچا اغیز پريښود نو ځکه یې د یوسف سره ډیره زیاته مینه پیدا شوه، هڅه یې وکړه ترڅو هغه خپل ځان ته نیږدې کړي په همدې موخه یې هغه ته خپل استازی واستولو.
استازی یوسف ته ورغۍ د پاچا د تحقیق پایلې یې ورته بیان کړي او په ترڅ کې یې ورته وویل چې زلیخا ستا په براءت او پاکۍ اعتراف کړی، استازي زیاته کړه: پاچا ستا په اړوند د اخلاص هیله لري، یوسف هم د پاچا له اخلاصه اغیزمن شو، د پاچا پاک نیت ورته څرګند شو نو ځکه د هغه په وړاندې حاضر شو، د هغه سره یې خبرې وکړې، په دې سره د پاچا اعتماد او اطمینان د یوسف په تړاو لا پسې زیات شو نو ځکه یې ورته وویل: ته به اې یوسفه! زموږ سره د لوړ منزلت او مقام څښتن وې، ته به د ټولو څیزونو امین او ساتونکۍ وې.
یوسف د پاچا د لوړ اعتماد له مخې خپل مسؤولیت احساس کړ او د مصر د راتلونکې قحطۍ او وچکالۍ په اړه فکري شو، وډار شو چې ځواکمن په ضعیفانو او بې وزلو ظلم ونکړي لکه څرنګه چې په ده باندې په ناحقه ظلم وشو، بې وزلان سپک و نه ګڼل شي څنګه چې د ده شان سپک ګڼل شوی وو تردې چې په ظلم تر زندانه رسیدلی وو، نو ځکه یې غوره وګڼله چې د خلکو د راتلونکي مسؤولیت په خپله غاړه واخلي او د هغوی لپاره په زړه پورې خدمت وکړي ترڅو د احتمالي ظلم او زیاتي څخه په امان کې پاتې شي، له همدې امله یې پاچا ته وړاندیز وکړ ترڅو د خزانې او مالیې مسؤول یې وګماري او د غلو دانو د ساتلو دنده ورته وسپاري چې د وچکالۍ لپاره څه توښه برابره کړي، ځکه دا مسؤولیت او دنده امانت پوهې او علم ته اړتیا لري، چې دا څیزونه مخکې له مخکې په یوسف کې موجود دي او پاچا هم درک کړي.
پاچا د یوسف له وړاندیز سره موافقه وکړه او هغه یې د مصر د اقتصاد او ماليې وزیر وټاکه، اوس نو د مصر په ځمکه کې یوسف پوره واک لري څنګه چې غواړي هسې کړنې ترسره کولی شي، همدا د الله جل جلاله اراده ده چې په صالحو او نیکو بندګانو همداسې لوی نعمتونه پیرزو کوي، له خپلو بندګانو څخه صالحانو ته خپل لوړ نعمتونه هبه کوي، په دنیا کې په خپل نیک عمل سره داسې نیکه بدله ور په برخه کوي، بیا د آخرت ثواب خو تر دنیا ډیر غوره دی د هغو خلکو لپاره چې ایمان یې راوړۍ او نیک عملونه یې ترسره کړي، د لوی خدایه ویره لري او د تقوا او پرهیزګارۍ تر چتر لاندې خپل ژوند تیروي.
پاک خدای وايي:
(وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي ۖ فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌ، قَالَ اجْعَلْنِي عَلَىٰ خَزَائِنِ الْأَرْضِ ۖ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيم،ٌ وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ ۚ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَاءُ ۖ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ، وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ) یوسف ۵۴- ۵۷.
وویل پاچا راولئ ماته هغه (یوسف) ترڅو ځانګړی کړم هغه د پاره (د کارونو) د ځان خپل، کله چې خبرې وکړې (پاچا) له هغه (یوسف) سره وویل (پاچا یوسف ته) بیشکه ته (اې یوسفه!) نن ورځ زموږ په وړاندې خاوند د مرتبې او اعتماد یې، وویل (یوسف پاچا ته) ومې ګماره په خزانو د ځمکې (د مصر) بیشکه زه ښه ساتونکی یم (د مالونو) ښه پوه یم (په مسلک د مصرف او جذب د عوایدو)،(پاچا د یوسف سره هوکړه وکړه او هغه یې وزیر د ماليې او عوایدو وټاکه) او همدا شان آسانتایاوې برابرې کړې موږ یوسف ته په ځمکه (د مصر) کې، اوسیده به پکې چیرته به یې چې خوښه وه، برخه ورکوو موږ د رحمت او نعمت خپل چاته مو چې اراده وشي، او نه ضایع کوو اجر او ثواب (په دنیا کې) د نیکانو، پرته له شکه اجر د آخرت ډیر غوره دی له دنیا څخه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړۍ او وو دوی له متقیانو ځینې.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) دا پاچا له بهرنیو څخه وو کوم چې مصر یې ولکه کړی وو، او (هکسوس) یې نومولو، چې معنا یې (د شپنو پاچا) ده، ځینو تاریخ پوهانو عرب نژاده پیژندلی او ځینو نورو بیا فینیقین بیان کړی.

(۲) ادکر بعد امة: په یاد ورغلل وروسته له اوږدې مودې

(۳) عجاف : جمع د عجفاء ده او هغه کمزوریو ته ویل کیږي چې په آخر کې روانېوي.

(۴) فذروه في سنبله: ویې ساتئ په خپلو وږیو کې، د قرآن دا خبره د عصري علم د څیړنو سره پوره اړخ لګوي، کوم چې وايي غنم په وږیو کې ساتل د غنمو د نه خرابۍ لامل ګرځي او د اقلیمي او محیطي عواملو له امله نه تلف کیږي، سر بیره پردې که چیرې غنم په خپلو وږیو کې وساتل شي نو هغه غذايي مواد چې په غنمو کې شته هغه هم په کامله توګه ساتل کیږي، نو محمد صلی الله علیه وسلم دا علمي څیړنې له کومه کړې؟ که چیرې قرآن د خدای له لوریه وحی شوی کتاب نه وي، دا خو تورات هم نه دي ذکر کړي ترڅو وویل شي چې دا خبره یې له توراته اقتباس کړې، دا د قرآن علمي معجزة ده چې د محمد صلی الله علیه وسلم د نبوت په ریښتینولۍ دلالت کوي.

(۵) ما خطبکن: څه وو حال د تاسې.
(۶) حصص الحق: ښکاره شو حق.

ليكنه: دوكتور عبدالفتاح عفيف طباره
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading