یوسف علیه السلام د مصر د عزیز د ميرمنی په دام كی

د عزیز ښځه یوسف تیر باسي

د الله جل جلاله د لوی احسان له مخې یوسف ډیر ښایسته وو چې همدا ښکلا د ده د ستونزو سبب شوه، هغه دا چې زلیخا د مصر د عزیز (ریس الوزراء) میرمنې په خپل ښځینهدید سره یوسف ته کتل، نو زړه یې پرې بایلود او مشاعر یې ورته سست شول، 

ځکه هغه ډیر ښکلی وو، سره د دې چې زلیخا له عمر څخه پخه وه خو بیا هم په ښکلا او جمال کې بې سارې ښکاریده، هغې ته د یوسف سره مینه کول ډیر آسانه وو ځکه یوسف د دې غلام وو او د هرې اشارې تابع وو، همدا وجه وه چې زلیخا تر ډیره په دې اړوند د ستونزو هیله نه درلوده.

د وخت په تیریدو سره د زلیخا مینه او احساسات لا پسې لوړیدل، خو سره د دې ټولو بیا هم د یوسف په وړاندې د مینې په ښکاره کولو کې زړه نا زړه وه، تر دې چې د مینې چټک غبرګون پر ټولو احساساتو غلبه پیدا کړه، طبیعي ضعف یې د مشاعرو په وړاندې سر ټیټ کړ، همدا وو چې یوه ورځ یې په خپله کوټه کې د هغه له موجودیت څخه ګټه پورته کړه، په مکر، خیال او نخرو یې پیل وکړ هڅه یې داوه ترڅو ځان یوسف ته رانیږدې کړي خپله مینه ورته ښکاره کړي، خپلې ټولې ښیګیڼې یې ورته یادې کړې چې د ژوند په اوږدو کې یې له ده سره کړې وې (وروسته له دې چې ټولې دروازې یې بندې کړې وې) هغه ته یې وویل: را نیږدې شه ما خپل ځان پوره تاته سمبال کړی، یوسف علیه السلام په ډیره کرکه پر هغې غوصه شو له کړي خواست څخه یې په سختو ټکو ډډه وکړه او ورته ویې ویل: زه الله جل جلاله ته پناه وړم چې له دې لویې ګناه څخه مې وساتي، زه به څنګه ستا سره دا لویه ګناه ترسره کوم حال دا چې ستا میړه زما بادار دی، زما سره یې ډیرې ښیګڼې کړې، دا لوی خیانت دی، څرګنده ده چې هغه څوک نه کامیابیږي کوم چې احسان او نیکي په غدر او خیانت سره بدرګه کړي.

یوسف د مصر د عزیز د ميرمنې په دام كې

الله جل جلاله د زلیخا زړه مړ کړی وو، د یوسف په خبرو یې هیڅ باک را نووړ، په یوځایوالي یې اصرار کولو، د یوسف نفساني غوښتنې یې را برسیره کولې، خو یوسف د الله جل جلاله په ریښتیني نور منګولې ولګولې، د خپل نفس غوښتنې یې ونه منلې له ګناه څخه یې ډډه وکړه، په دې توګه الله جل جلاله له یوسف څخه د زنا د بدمرغۍ مخنیوی وکړ، ځکه هغه د الله جل جلاله د مخلصو بندګانو له جملې څخه وو.

یوسف په دروازه ورمنډې کړل غوښتل یې ځان ترې وژغوري، خو زلیخا ورپسې شوه هڅه یې داوه ترڅو د یوسف د وتو مخنیوی وکړي، له کمیس څخه یې را ونیوو ترڅو د باندې ونه وځي همدا وو چې کمیس څیرې شو خو یوسف وتوانیده چې د باندې ووځي، په همدې حالت کې دواړه په دروازه کې د زلیخا د میړه سره مخامخ کیږي، سم د واره زلیخا په یوسف تور لګوي او وایي چې یوسف غوښتل دا د ځان ګړي، زلیخا خپل میړه وهڅولو ترڅو یوسف زندان ته واچوي او یا دردناک عذاب ورکړي
یوسف د دې تورونو په ځواب کې وویل: دا همدا وه چې غوښتل یې د خپل میړه سره خیانت وکړي، او ما يې له غوښتنو ډډه وکړه او سر مې ورته ټیټ نکړ، دوی دواړو یو پر بل تورونه لګول په همدې وخت کې دریم ګړی راغۍ او ویې ویل: که چیرې د یوسف کمیس له مخې څیرې شوی وي، نو زلیخا په حقه ده ځکه دا به د دې معنا ورکړي چې یوسف غوښتل ځان زلیخا ته نیږدې کړي او دې د ځانه په دفاع کې د هغه کمیس څیرې کړی، او که چیرې کمیس له شانه څیرې شوی وي نو په دې صورت کې یوسف په حق دی ځکه دا خپله د دې معنا ورکوي چې یوسف غوښتل وتښتې خو دې له شا را نیولی او کمیس یې څیرې شوی، کله چې د زلیخا میړه د یوسف د کمیس څیرې برخه وکتله ویې لیدل چې کمیس له شانه څیرې شوی، نو ویې وویل: همدا د ښځو له مکر او فریب څخه دي، بیشکه چې د ښځو مکر ډیر لوی دی.
خو میړه یې غوښتل دا لوی سپکاوی پټ کړي نو ځکه یې یوسف ته وویل: چې څه تیر شوي له ځان سره یې وساته چاته یې مه ښکاروه، او ښځې ته یې وویل: له الله څخه د ګناه په هکله بښنه وغواړه، د کړې ګناه څخه توبه وباسه ځکه ته په دې کار سره له ګنهکارانو څخه یې.
دا آیتونه تلاوت کړئ:
(وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الْأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ ۚ قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ ۖ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ،وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ ۖ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَا أَن رَّأَىٰ بُرْهَانَ رَبِّهِ ۚ كَذَٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ ۚ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ،وَاسْتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِن دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ ۚ قَالَتْ مَا جَزَاءُ مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوءًا إِلَّا أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ،قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَن نَّفْسِي ۚ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا إِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الْكَاذِبِينَ،وَإِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ الصَّادِقِينَ،فَلَمَّا رَأَىٰ قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ ۖ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ) یوسف ۲۸-۲۳.
د فریب غوښتنه وکړه هغه (ښځې) چې یوسف د هغې په کور کې د ده (یوسف) له نفس څخه او ټولې دروازې یې کلکې پورې کړې وې او بیا وویل هغې راشه (ماته را نیږدې شه) زه تا لره یم، وویل یوسف پنا غواړم له الله نه، بیشکه عزیز بادار زما دی چې زما یې ښه پالنه کړې (نو زه به ولې د هغه سره خیانت کوم)، بیشکه چې نیکي نه مومي هیڅکله ظالمان، بیشکه قصد کړی وو هغې (یوسف) ته (د زنا) او (یوسف) به قصد کړی وی دې ښځې ته که چیرې نه وی لیدلی یوسف د خپل رب له جانبه ښکاره دلیل او برهان، همداسې ترڅو لرې کړو موږ له ده څخه بدي او د فحشاء کړنې، بیشکه دغه یوسف د مخلصو بندګانو زموږ څخه وو، او دواړو سره منډې کړې د دروازې په لوري او څیرې کړ هغې (ښځې) کمیس د ده د شا له طرفه او مخامخ شول دوی دواړه په دروازه کې له میړه د زلیخا سره، وویل (زلیخا) نه ده جزاء د هغه چا چې ستا په اهل یې د بدۍ اراده کړې مګر دا چې بندي کړی شي او یا عذاب دردناک ورکړی شي، وویل یوسف: همدې غوښتنه کړې له ماڅخه د نفس زما (په همدې وخت کې) شاهدي ورکړه یوه شاهد له کورنۍ (د زلیخا) چې که چیرې کمیس د یوسف څیرې کړی شوی وي د مخې له خوا نو ریښتیا وايي زلیخا او یوسف له درغجنو څخه دی، او که چیرې کمیس د شا له لوري څیرې کړی شوی وي نو زلیخا دروغ وايي او یوسف له ریښتیا ویونکو څخه دی، نو کله چې ولید (عزیز) کمیس د یوسف چې څیرې شوی دی د شا له لوري نو ویې ویل: بیشکه دغه (فریب) دی له فریبونو ستاسو ښځو څخه، بیشکه فریب د ستاسو ښځو ډیر لوی دی، اې یوسفه! واوړه له دې کاره (پت د زلیخا وساته) او مغفرت وغواړه د خپلې ګناه (اې زلیخا) بیشکه چې ته له خطاکارانو څخه یې.

یوسف او د ښار نورې ښځې:

د زلیخا د غوښتنې خبر د ښار په ټولو ښځو کې تیت شو، ښځو به په هره ناسته کې ویل: چې د عزیز ښځه د خپل غلام سره مینه کوي، غوښتنه یې ترې کړې ترڅو ځانته یې نیږدې کړي، هڅه یې کړې ترڅو غلام یې په هغه څه کې اطاعت وکړي چې دا یې ترې غواړي، هغې زړه پرې بایللی نشي کولی ځان ترې لرې کړي، نو ځکه هغه په دې کار سره ګمراه شوې او له نیغې لارې آوښتې.
دا خبر د عزیز د ښځې ترغوږو ورسید، هغې واوریدل چې د ښار ښځې یې غیبت کوي او تل یې په دې کار سره په بدو یادوي، نو ځکه یې اراده وکړه ترڅو دغو ښځو ته یوسف وښيي او دا ورته په ډاګه کړي چې زلیخا په خپل کړي کار کې معذوره وه، یوه ورځ یې میلمستیا سمبال کړه او ټولې ښځې یې را وغوښتې، ټولو ته یې د کیناستو لپاره ډیر ښکلي ځایونه تیار کړل، ترڅو ډیرې هوسا او آرامه کیني او تکیې وکړې، لکه همدا شان چې

… په همدې وخت کې زلیخا یوسف ته د راوتو امر وکړ، یو ناڅاپه ټولې ښځې د یوسف ښکلا ته هک حیرانې پاتې شوې، د یوسف ښکلا د ټولو فکر بل خوا یووړ، د یوسف کتو ډیرې حیرانې کړې چې د حیرانۍ په حالت کې ټولو خپل لاسونه غوڅ کړل ځکه دوی نه پوهیدې چې خپل لاس غوڅوي که کومه بله میوه غوڅوي، د یوسف حسن د دوی له وجوده د درد احساس ورک کړ، د هغه جمال یې د بشر له اندازې لوړ وګڼلو همدا وجه وه چې ټولو وویل: دا بشر نه دی، نه دی دا په دې جمال او کمال سره مګر (ملک کریم) ملایکه له ملایکو ځینې.
د زیات لګښت ګرو تل عادت دی، چې په اکرام او احترام کې بې ځایه زیاتی کوي، کله چې ټولې ځای پر ځای شوې خپلو وینځو ته یې وویل چې ډوډۍ برابره کړي، ټولو ښځو ته یې یوه یوه چاړه د عادت په څیر ورکړه لکه معمولا چې په دسترخوان چاړې ایښودل کیږي ترڅو غوښه او میوه پرې غوڅه کړي، ښځو په خپل خوراک پیل وکړ په خپلو کې په روغبړ سرشوې په ډیره خوشحالۍ یې خبرې کولې، په همدې وخت کې زلیخا یوسف ته د راوتو امر وکړ، یو ناڅاپه ټولې ښځې د یوسف ښکلا ته هک حیرانې پاتې شوې، د یوسف ښکلا د ټولو فکر بل خوا یووړ، د یوسف کتو ډیرې حیرانې کړې چې د حیرانۍ په حالت کې ټولو خپل لاسونه غوڅ کړل ځکه دوی نه پوهیدې چې خپل لاس غوڅوي که کومه بله میوه غوڅوي، د یوسف حسن د دوی له وجوده د درد احساس ورک کړ، د هغه جمال یې د بشر له اندازې لوړ وګڼلو همدا وجه وه چې ټولو وویل: دا بشر نه دی، نه دی دا په دې جمال او کمال سره مګر (ملک کریم) ملایکه له ملایکو ځینې.
د عزیز ښځه زلیخا پوه شوه چې میلمنې له دې سره د یوسف په هکله همغږې شوې په همدې وخت کې یې د زړه له تله هغوی ته وویل: دا هغه ځوان دی چې په مینه یې ما ملامتوئ، تاسو د هغه جمال ولیده څنګه یې ټولې په لیدو حیرانې پاتې شوئ، څنګه د هغه په لیدو له خپله ځانه بې ځانه شوئ، او هغه څه پیښ شول چې ټولو ولیدل، دا هغه ځوان دی چې ماغوښتل په مینه یې تیر باسم خو ده زما سره له مینې ډډه وکړه، زه لوړه کوم که چیرې یې زما خبره ونه منله نو زه به یې په سپکاوي سره زندان ته اچوم.
یوسف د زلیخا د ګواښ په وړاندې بیا هم نرمي اختیار نکړه، په دې هکله یې د ښځو خبرو ته هیڅ غوږ ونه نیولو، خپل رب ته یې پناه یوړه په ډیره عاجزۍ یې ترې وغوښتل چې اې ربه زما، ماته زندان تردې ګناه غوره دی، زه زندان خوښوم خو دا ګناه نشم زغملی. خپل رب ته په زاریو شو ترڅو د ښځو له مکره یې وژغوري، ترڅو د دوی د مکر او فریب په لومو کې را ګیر نشي چې بیا به له ګمراهانو څخه وي، الله جل جلاله یې هم زارۍ په خپل لوی دربار کې منظورې کړې، هغه یې له ګنا څخه لرې وساته، په ریښتیا چې یوازې همغه لوی خدای د دعا آوریدونکی دی، د خپلو بندګانو دعا قبلوي که چیرې څوک ورته رجوع وکړي.
پاک خدای جل جلاله وايي:
(وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَن نَّفْسِهِ ۖ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا ۖ إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ، فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَأً وَآتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ ۖ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا هَٰذَا بَشَرًا إِنْ هَٰذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ، قَالَتْ فَذَٰلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ ۖ وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسْتَعْصَمَ ۖ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِّنَ الصَّاغِرِينَ، قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ ۖ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ، فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ) یوسف ۳۴-۳۰.
او وویل څو ښځو په ښار (د مصر) کې چې ښځه د عزیز د خپل غلام خپل څخه د نفس غوښتنه کوي، د زړه پرده یې په مینه ورته څیرې کړې ده (د یوسف مینه یې په زړه ورننوتلې) بیشکه موږ وینو هغه (زلیخا) په ښکاره ګمراهۍ کې، کله چې واورید (زلیخا) مکر د دوی، نو ویې لیږه (یو کس) دغو ښځو ته (ترڅو را ویې غواړي) او تیار یې کړل دغه ښځو ته بالښتونه (ترڅو ډډه پرې ولګوي) او ور یې کړه هرې یوې ته له دوی څخه چاړه، او وویل (زلیخا یوسف ته اوس) را ووځه پر دوی، نو کله چې ولید دوی هغه (یوسف) نو د هغه (ښایست) یې ډیر لوی وګڼلو (هک پک حیرانې پاتې شوې، ځانونه ترې هیر شول) او غوڅ یې کړل لاسونه خپل او وویل دوی پاکې ده الله لره (چې داسې بشر یې هم جوړ کړی) دا بشر نه دی، نه دی دغه مګر یوه پرښته له لویو پرښتو، نو وویل (زلیخا دغو ښځو ته) دا همغه زلمۍ دی چې تاسو زه د هغه په مینه ملامته کړې وم، په تحقیق سره ما غوښتنه کړې وه له نفسه د ده (ترڅو ورسره یوځای شم) نو ځان یې وساته، او قسم دی که هغه څه ونکړي کوم چې زه امر ورته کوم نو بندي به کړی شي، او شي به دی له بې عزتو، وویل (یوسف) اې ربه زما بندي خانه زما ډیره خوښه د تر هغه څه چې دوی مې ورته بولي، که چیرې زما نه د دوی مکر لرې نکړې نو زه به میلان وکړم دوی ته او شم به زه له جاهلانو، نو الله یې دعا قبوله کړه او د هغه نه یې د ښځو مکر لرې کړ، بیشکه الله ښه آوریدونکی او ښه عالم دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليكنه: دوكتور عفيف عبدالفتاح طباره
ژباړه: خلیل الرحمن حنیف

نظرات

مطالب مرتبط

د موسی عليه السلام او د هغه قوم ترمنځ یې شخړه

د موسی معجزې او د ساحرانو ایماند موسی او فرعون ترمنځ د موسی د خدایي …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading