د دنيا له فريب څخه خپله ځان وژغورئ

عن أبي سعيد الخدري (رضي الله عنه) ، عن النَّبيّ (صلى الله عليه وسلم)، قَالَ : (( إنَّ الدُّنْيَا حُلْوَةٌ خَضِرةٌ ، وإنَّ اللهَ مُسْتَخْلِفُكُمْ فِيهَا فَيَنْظُرَ كَيفَ تَعْمَلُونَ ، فَاتَّقُوا الدُّنْيَا وَاتَّقُوا النِّسَاء ؛ فإنَّ أَوَّلَ فِتْنَةِ بَنِي إسرائيلَ كَانَتْ في النِّسَاءِ )) رواه مسلم.

د حديث تخريج: دا حديث امام مسلم رحمه الله په خپل صحيح، کتاب الذکر والدعاء، باب أکثر أهل الجنة الفقراء کې روايت کړی دی.

د مفرداتو معنی:

حُلْوَةٌ: خوږه، د «حلاوة» څخه اخيستل شوې ده، خوږوالي ته وايي. خَضِرةٌ: شنه، تازه، مُسْتَخْلِفُكُمْ: خليفه جوړونکی دی تاسو لره، فَاتَّقُوا: ځان وساتۍ، تقوی ځان ساتلو ته وايي، النِّسَاء: ښځې، جمعه ده مفرد يې د خپل لفظ څخه نشته، مفرد يې «إمرأة» يا «مرأة» دی، فِتْنَةِ: مصيبت، ازموينه، او امتحان ته وايي.

 

ژباړه:

 

ابو سعيد خدري (رضي الله عنه) وايي چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ويلي دي: «دنيا خوږه او شنه ده، او الله تعالی تاسو په هغې کې خليفه جوړوي، تر څو وګوري چې تاسو څه کوئ، نو ځان د دنيا څخه وساتئ او ځان د ښځو څخه وساتئ، ځکه په بني اسرائيلو اول امتحان د ښځو په واسطه شوی وو».

 

تشريح:

 

دنيا د انسان د ژوند د تيرولو ځاي دی، دلته د هغه لپاره د ژوند وسايل او اسباب برابر کړل شوي دي، دلته د انسان د آرام، صحت، اطمينان او هوساينې بندوبست شوې دې، په دغه اړه الله تعالی وايي: (وَالْأَرْضَ مَدَدْنَاهَا وَأَلْقَيْنَا فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْزُونٍ ، وَجَعَلْنَا لَكُمْ فِيهَا مَعَايِشَ وَمَنْ لَسْتُمْ لَهُ بِرَازِقِينَ (الحجر:۱۹- ۲۰).

 

«او ځمکه مونږ غوړولې ده، او په هغې کې مو غرونه پر ځاي کړي دي، او په هغې کې مو هر مناسب شی شين کړی دی، او مونږ ستاسو لپاره په هغې کې د ژوند د تيرولو وسايل برابر کړي دي، او د هغه چا لپاره هم چې تاسو ورته رزق نه شئ ورکولاي».

 

دا او دېته ورته آیاتونه دا ښکاره کوي چې دنيا د انسان لپاره جوړه ده، هم دا انسان دې چې د دې دنيا څخه په ګټه لاس ته راوړي، هم دا انسان دې چې د دې دنيا د آبادولو کوشش به کوي، هم دا انسان دې چې د انساني ژوند د ودې لپاره به په دنيا کې د نوو شيانو د لاس ته راوړلو هڅې کوي، د دنيا ټول شيان به د انسان د ګټې لپاره پکاروي، او د هم دغه لارې به په دنيا کې د خپل ژوند لارې چارې برابروي.

 

خو د دې هر څه سره بيا هم دنيا د انسان لپاره هميشه د پاتې کيدو ځاي نه دی، دنيا حقيقي منزل ته د رسيدو لار ده، دنيا اخرت ته د تللې لارې يو پړاؤ دی، او انسان بايد د دنيا څخه په هغه اندازه ګټه پورته کړي، څه رنګ چې يو لاروی يې د لارې څخه پورته کوي، انسان بايد د دنيا څخه هومره استفاده وکړي، څه رنګ چې د لارې په سر يو پړاؤ کوونکی يې د پړاؤ ايخودلو د ځاي څخه کوي.

 

انسان بايد دنيا د ژوند هدف نه، بلکه د ژوند د تیرولو وسيله جوړه کړي، وسايل لاس ته راوړل کيږي او په هدف قربانيږي، خو هيڅ کله هم يو عقل مند انسان هدف د وسیلې څخه نه قربانوي، د انسان د ژوند ارزښت د هغې په هدف کې دی، نه په وسايلو کې، که څه هم د هدف د رسيدلو وسيله ډیره خايسته او په زړه پورې شي خو بيا هم وسيله وي، او هرګز يې ارزښت د هدف څخه ډير نه وي.

 

دنيا په ښکاره ډيره ښايسته ده، ډيره خوندوره ده، ډيره تروتازه ده، ډيره شنه ده، او په خپل دغه ښایست، خوند، تروتازه والي، او شينوالي د آخرت په لوري تلونکی مسافر دوکه کوي، تر څو د خپل هدف څخه يې بې پروا کړي، او د هدف پر ځاي د وسايلو په لاس ته راوړلو او جمع کولو بوخت شي، او د دنيا د هم دغه دوکې او فريب څخه الله تعالی انسان خبروي او ورته وايي چې: (يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمْ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُمْ بِاللَّهِ الْغَرُورُ، إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ (فاطر:۵-۶).

 

«ای خلکو! د الله وعده ريشتينې ده، نو دوکه دې نه کړي تاسو د دنيا ژوند، او د دوکه دې نه کړي تاسو د الله په باره کې کوم دوکه کوونکی، بې له شکه شيطان ستاسو دشمن دی، نو هغه دشمن ونيسئ، هغه خپله ډله راغواړي تر څو د اور مستحق شي».

 

آخرت هرو مرو راځي، د انسان سره به د هغې د ټولو عملونو حساب کتاب کيږي، هغه ته به د نيکيو ثواب، او د بديو عذاب ورکول کيږي، د هغه څخه به د هغه هدف پوښتنه کيږي د کوم هدف لپاره چې دنيا ته الله تعالی انسان ليږلی وو، خو دنيا انسان ته دوکه ورکوي، په خپل خوند او رنګ انسان تير باسې، او ورته وايي چې دا ژوند ښايسته کړه، د راتلونکې فکر مه کوه، دنيا لاس ته راوړه او د ښځو په خوند کې ژوند تير کړه، حرام حلال مه ګوره.

 

هم دې حقيقت ته د اسلام ستر پيغمبر په دې حديث کې اشاره کړې ده، چې الله تعالی تاسو د یو هدف لپاره پيدا کړي يې، او دنيا يې هغه هدف ته د تللو وسيله ګرځولې ده، خو دا وسيله يې په تاسو باندې د امتحان لپاره دومره په زړه پورې کړې ده، چې د کمزورې ايمان خاوند د اصلي هدف پر ځاي هم دا دنيا هدف جوړوي، خو پام کوئ تاسو د ددې دنيا واکدار او مالکان نه يې، بلکه تاسو ته يواځې د ازميښت لپاره خلافت درکړل شوي، د دنيا او ستاسو مالک هغه دی چې تاسو يې د یو هدف لپاره پيدا کړي يې او هغه هدف هرګز هم د دنيا سروسامان نه دی.

 

نو لدې امله د هر هغه شي د فريب او دوکې څخه ځان وساتئ کوم چې تاسو د لوي او اصلي هدف څخه بې پروا کوي، چې هغه په مجموع کې دنيا او په ځانګړي ډول د دنيا تر ټولو په زړه پورې شی «ښځه» ده.

 

په دنيا باندې د دوکه کيدو څخه ځان وساتئ، هسې نه چې د دنيا محبت او مينه تاسو د الله تعالی په حکمونو باندې د عمل کولو او د هغې د منع شوو شيانو څخه د ځان ژغورلو نه غافل کړي، دنيا تاسو د هغه هدف څخه بې پروا نه کړي د کوم لپاره چې تاسو ته په دې دنيا کې ژوند درکړل شوی دی.

 

پام کوئ چې ښځه د خپل ژوند هدف جوړه نه کړئ، ښځې تاسو په فتنه کې وانه چوي او د خپل اصلي هدف څخه مو بې پروا نه کړي، دنيا او ښځه بايد ستاسو لپاره هدف ته د رسيدو وسيله شي، نه دا چې د هدف په مخ کې خنډ وګرځي، لکه څه رنګ چې ستاسو څخه مخکې خلکو دنيا او ښځه د خپل ژوند هدف ګرځولې وه، نو هغوی په دنيا کې رسوا شول، د هغوي څخه د دنيا مشري او خلافت واخيستل شو او د هم دغه لامله د اخرت د ثوابونو محروم او دعذاب مستحق شول.

 

د اسلام د لارې لارويان بايد په دې حقيقت پوهه شي، چې دغه دواړه شيان كه يو طرف ته د دعوت په لار کې مرسته او کومک کوي خو بل طرف ته هم په دغه لار کې ستر خنډونه پيدا کوي، مسلمانه او دينداره او باهدفه ښځه د دعوتګر سره د هغه په دغه اوږده او ستونزمنه لار کې مرسته کوي، او د دغې مرستې تر ټولو ستر مثال د مؤمنانو مور خديجه الکبری (رضي الله عنها) ده چې څه ډول يې د خپل خاوند او د نړۍ د ستر لارښوود محمد (صلی الله عليه وسلم) سره د خپل ژوند تر اخيرۍ سلګې پورې مرسته وکړه، هم دغه شان مال او دنيا د دعوت په کار کې ستره مرسته کولاي شي، او په دې اړه د عثمان غني او نوور مالدارو صحابه کرامو (رضي الله عنهم) حال د چا څخه پټ نه دی، خو بيا څوک چې د ښځو په مينه کې غرق شي، او د دنيا ګټه وټه خپل د ژوند هدف وګرځوي نو هغه هرګز د دعوت په لار قدمونه نه شي ايښودی.

 

لوي الله دې دنيا زمونږ د ژوند او هدف د رسيدو وسيله وګرځوي، او زمونږ ميرمنې دې د دعوت په لار کې زمونږ سره مرسته کوونکې جوړې کړي، آمين.

نظرات

مطالب مرتبط

قرآن عظیم الشان به شکل امروزی چگونه جمع آورى شد؟

سؤال طوري كه ميدانيد قرآن پاك به حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به شكل …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading