پر الله تعالی پیاوړی ایمان

عن عبد الله بنِ عباسٍ (رضي الله عنهما)، قَالَ: كنت خلف النَّبيّ (صلى الله عليه وسلم) يوماً، فَقَالَ: (( يَا غُلامُ، إنِّي أعلّمُكَ كَلِمَاتٍ: احْفَظِ اللهَ يَحْفَظْكَ، احْفَظِ اللهَ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ، إِذَا سَألْتَ فَاسأَلِ الله، وإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ باللهِ، وَاعْلَمْ:

 أنَّ الأُمَّةَ لَوْ اجْتَمَعَتْ عَلَى أنْ يَنْفَعُوكَ بِشَيءٍ لَمْ يَنْفَعُوكَ إلاَّ بِشَيءٍ قَدْ كَتَبهُ اللهُ لَكَ، وَإِن اجتَمَعُوا عَلَى أنْ يَضُرُّوكَ بِشَيءٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إلاَّ بِشَيءٍ قَدْ كَتَبَهُ اللهُ عَلَيْكَ، رُفِعَتِ الأَقْلاَمُ وَجَفَّتِ الصُّحفُ)) رواه الترمذي، وَقالَ : (( حديث حسن صحيح))
 
 
د مفرداتو معنا:
 
(غلام) هلک (احفظ) د حفاظت امر دی معنی يې ساتنه ده (تجاه) مخې ته (استعنت) استعانت او مرسته غوښتل (أقلام) د قلم جمع ده ( جفت) وچ شوي دي.
 
ژباړه:
عبد الله بن عباس (رضي الله عنهما) وايي چې يوه ورځ زه د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) شا ته روان ووم، هغه راته وويل: ای هلکه! زه تا ته يو څو خبرې در ښايم، د الله (د حکمونو) ساتنه کوه، هغه به ستا ساتنه وکړي، ته د الله (د حکمونو) ساتنه کوه، ته به هغه (هر وخت) خپلې مخې ته بيا مومې، که سوال کوې نو د الله څخه يې کوه، او که مرسته غواړې نو هم د الله څخه يې غواړه، او پوهه شه که ټول امت تا ته د ګټې رسولو لپاره سره يو ځاي شي نو تا ته له هغې پرته ګټه نشي رسولای، کومه چې الله ستا لپاره مقرر ه کړې ده، او که هغوي ټول تا ته د زيان رسولو لپاره سره راټو ل شي نو تا ته له هغه زيان څخه پرته نور نشي رسولاي، کوم چې الله تا ته مقرر کړی دی، قلمونه (د ليکلو څخه) پورته شوي دي، او کاغذونه وچ شوي دي».
 
شرح:
 
دا حديث په الله تعالی باندې د غښتلي او پياوړي ايمان ښه لارښود دی، انسان په دنيا کې کله د ستونزو او تکليفونو له امله د نااميديو سره مخ کيږي، شيطان يې په دغه وخت کې د تېروېستلو پوره هڅه کوي، په الله تعالی باندې يې د اېمان د کمزوري کولو کوشش کوي، او بالآخره يې د الله له رحمت څخه نا امېده کوي.
 
خو د انسانيت ستر لارښود محمد (صلی الله عليه وسلم) بيا د نا امېدی پر ځاي د امېد درس ورکوي، او خپل امت ته د خپل رب سره د اړېکو ټينګولو لارښوونه کوي، او ورته وايي: که تاسو د خپل رب سره اړيکې ټينګې کړې، هغه مو هر وخت په خپل ځان څارګر وګڼلو، د هغه له وېرې مو د هر قسم ګناه څخه ځان وژغورلو، د هغه اوامر مو پر ځاي کړل، او همېشه مو هغه د خپل ځان سره شته وګڼلو، نو تاسو به هم د هغه د رحمت له سيورې څخه محروم نه شۍ، هغه به ستاسو داسې ساتنه او حفاظت وکړي، څه رنګ چې تاسو د هغه د حکمونو ساتنه کوې، هغه به تاسو د تکلېفونو او مصيبتونو په پايله کې له نا اميدۍ څخه داسې وژغوري څه رنګ چې تاسو د هغه له مخالفت او ګناهونو څخه ځان ژغورې، داسې به ستاسو سره په هر وخت کې شته وي، څه رنګ چې تاسو د هغه په شتون ايمان لرۍ.
 
د دغه غښتلي باور او اېمان نښه دا ده چې کله هم له الله جل جلاله پرته بل چا ته د غوښتنې لاس مه پورته کوﺉ، بلکه ټولې غوښتنې يواځې او يواځې د خپل رب څخه کوۍ، له هغه څخه د ايمان د پياوړتيا غوښتنه کوﺉ، له هغه څخه د ګناهونو او تېروتنو بخښنه غواړﺉ، له هغه څخه صحت روغتيا، مال دولت، اولاد او د زړه آرام غواړﺉ.
 
که کله درته د مرستې او کومک اړتېا شي او هرومرو دغه کار ته د خپل ژوند په ستونزو باندې د برلاسه کېدو لپاره اړ کيږۍ، نو پام کوﺉ چې په دغه وخت کې مو د مرستې غوښتو لاسونه بل چا ته پورته نه شي، بلکه هر وخت د مرستې لپاره د خپل رب په لور لاس پورته کړﺉ، له هغه څخه مرسته وغواړﺉ، هغه به هيڅ کله تاسو له خپلې مرستې څخه محروم نه کړي.
 
په الله تعالی باندې د اېمان د پياوړتيا لپاره بايد د مخلوق په بې وزلۍ او بې چاره ګۍ باندې ستاسو ايمان لا غښتلی شي، کله چې د انسان دا باور او يقين جوړ شي چې مخلوق ده ته په ګټه او زيان رسولو کې هيڅ رول نه لري، نو د دې ايمان په پايله کې د الله تعالی په قدرت او طاقت باندې اېمان پياوړی کيږي، هم دغه لامل دې چې ستر لارښود خپل امت ته لارښوونه کوي، چې په دې خبره ځان پوهه کړﺉ چې ټول مخلوق، انسانان دي که پيريان، حيوانات دي که جمادات، ټول که تا ته د ګټې د رسولو لپاره لاسونه يو کړي، نو تا ته به يواځې هغه ګته او فايده رسيږي چې الله تعالی تا ته مقرره کړې وي، او که هغوی ټول تا ته زيان، تاوان او نقصان رسول وغواړي، نو د الله له خوا د مقرر شوي زيان پرته نور نه شي در رسولاي.
 
دا هغه ايمان دې چې انسان ته په خپل ژوند کې پياوړتيا وربخښې، د حق په څنګ کې يې د باطل په مخ کې ودروي، د همدې ايمان له امله بيا هغه د الله په مقابل کې د هيڅ چا پروا نه لري، د حق په مقابل کې د هيڅ باطل پروا نه لري، له ده سره د خپل ژوند او راتلونکي په هکله هېڅ وېره نه وي، ځکه دی پوهيږي چې هر څه چې زما لپاره مقرر شوي دي هغه هرو مرو رارسېږي، او څه چې زما لپاره مقرر نه دي هغه هېڅ څوک هم ما ته نه شي رارسولای.
 
د يو مؤمن څخه اسلام همدغه غوښتنه کوي چې بايد د اسلام په دفاع کې، د اسلام د احکامو په پېروۍ کې، د الله په عبادت او د پېغمبرانو په طاعت کې له هېچا څخه وېره ونه کړي، ځکه څوک چې له الله تعالی څخه وېره لري، هغه له هېچا څخه وېره نه لري، او څوک چې له الله څخه وېره نه لري هغه له هر چا څخه وېره کوي، څوک چې د يو الله عبادت او بندګي کوي، هغه د ټول مخلوق د بندګۍ او د هغوي په وړاندې د سر ټېټۍ څخه خلاص وي، خو بېا څوک چې د الله په وړاندې د سر ټېټولو څخه ډډه کوي، د هغه عبادت شرم ګڼي، د الله تعالی بندګي بې فاېدې شی ګڼي، نو هغه به د بې شمېره خداېانو په وړاندې سر ټيټوي، او د ذلت او رسوايۍ په ژوند اخته کيږي.
 
له دې امله په هر وخت او هر حالت کې د الله ېاد په زړه کې ساتل په کار دي، سختي وي که راحت، مالداري وي که غربت، مرض وي او که صحت، ځکه خو نبي کريم صلی الله عليه وسلم ويلي دي چې : په راحت کې الله وپېژنه نو په تکليف کې به تا وپېژني، او په دې هم پوهه شه چې کوم شې تاته ونه رسېد نو هغه تا ته رسيدونکی نه وو، او کوم شی چې تا ته ورسېد هغه له تا څخه خطا کېدونکی نه وو، او په دې هم پوهه شه چې: مرسته او کومک د صبر پاېله ده، او د تکليف وروسته آرامي، او د سختۍ وروسته آساني راځي.
 
دا حديث د اسلام د لارې د مجاهدينو او دعوتګرانو لپاره ستر زيری دی چې بايد په دغه لار کې له هيچا څخه وېره ونکړي، او نه د دنيا د لالچ او حرص او يا د چا د توان او طاقت څخه د اغېزمن کېدو له امله د اسلام له دفاع او د حق له ملګرتوب څخه لاس واخلي، دوي باېد پرته د چا له وېرې، ملامتيا او تبلېغاتو خپل کار مخ ته بوځې، د اسلام د حقانيت څخه په جدي توګه دفاع وکړي، او د ټولنې په اصلاح کې نه ستړي کيدونکي ګامونه پورته کړي.
 
الله تعالی دې د حق د لارې د ټولو لارويانو مرستندوي شي، آمين.
 
_________________________________________________________
قافله میاشتنی مجله، د ۱۳۸۹ کال د میزان او عقرب میاشت

نظرات

مطالب مرتبط

قرآن عظیم الشان به شکل امروزی چگونه جمع آورى شد؟

سؤال طوري كه ميدانيد قرآن پاك به حضرت محمد صلى الله عليه وسلم به شكل …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading