رمضان او ځوانه جوړه

د روژې مبارکه میاشت د خپل خاص فضیلت او ښایسته مفهوم په درلودلو سره متاهل ژوند ته ځانګړې رڼا بښي. دغه د فضیلت نه ډکه میاشت د جوړې تر منځ د شتو مخالفتونو او مشکلاتو د حل لاره پاکوي، د ژوند له ستونزو څخه د ارام احساس ورکوي، زړونه سره نزدې کوي، له روحي تسکین څخه خوند اخلي او بالاخره د دې میاشتې په تیریدو سره دوه اړخیزه مینه، همدردي او همغږي زیاتوالی مومي.

د دې لپاره چې دواړه ميرمن او خاوند دغه نیکبختي ترلاسه کړي، باید په دې مبارکه میاشت كې ځينې خبرو ته پاملرنه وکړي.
۱٫ د روژې د میاشتې په رارسیدلو سره د ورځنیو چارو وختونه لکه د ډوډۍ، خوب او کار وختونه هم تغیر کوي چې له دې وجی کیدلای شي د انسان په اخلاقی اړخ كې هم خورا زیات تغیر راشي، نو ځکه باید ښځه او خاوند د دغه نوي حالت سره ځان جوړ کړي، خپل عادتونه او احساسات کنترول کړي، یو له بله سره همکاري وکړي او د خپل ژوند د جوړې داسې روحي ملاتړ وکړي چې هغه په ډیر ذهني ارامتیا او اخلاص سره وکولای شي پدې نيكمرغه مياشت كې د خپل رب عبادت په ښه توګه وکړي.
۲٫ د روژې میاشت مونږ ته د صبر، استقامت، حوصلې او بښنې په شان لوی درسونه راکوي او هدف يې د انسان د نفس پاکوالی او د نورو عادتونو مخنیوی دی نو ځکه باید مسلمانه جوړه د دې میاشتی په احترام په خپل ژوند كې پوره حوصله مندي ولري، خپل احساسات د خپلې ولکې لاندې راولي او د خپل منځي اختلافاتو مخه ونیسي. دوی باید په یاد ولري چې كه په دې کار كې بریالی نه شول نو په بدل كې يې دغه نیکبخته او ګټور عبادت له لاسه ورکوي. شیطان تل غواړي هيڅ موقع له لاسه ورنه کړي چې انسان په دې برکتي میاشت كې د هغه لوی سعادت او نیکمرغې څخه بې برخې كړې چې کولای شې په لږ کوښښ يې تر لاسه کړی. رمضان او ځوانه جوړه
۳٫ په دې میاشت كې باید د دوی شعار د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) هغه حدیث وي چې فرمایي: که په تاسو كې څوک روژه وي، باید د جماع څخه ځان وساتي، د خپل اواز د جګولو څخه ډډه وکړي او که څوک مو بې احترامي کوي او یا درسره جنګ کوي تاسو ورته ووایئ چې زه روژه یم.
۴٫ يو مهم کار چې د ښځې او خاوند تر منځ د مینې او خلوص په زیاتوالي كې ستر رول لرلای شي هغه په دې مبارکه میاشت كې د عبادت یو ځای ترسره کول دي. د کال په اوږدو كې کیدلای شي یو یا دواړو څخه بعضې عبادات پاتې شوي وي لیکن د رمضان مبارکه میاشت داسې فضا له ځانه سره راوړي چې ښځه او خاوند سره شریکوي او نور یې هم نږدې کوي. دا کار د دواړو لپاره د مینې او خلوص زمینه په داسې حالت كې مساعدوي چې د دوی ګډ کور د الله د اطاعت، تراویح، قیام، تهجد، تلاوت او نورو عباداتو له برکته برخمن وي. ځکه باید ښځه او خاوند یو بل د عبادت لپاره وهڅوي او که چیرته یو غفلت کوي نو په بل كې باید داسې جذبه او لیوالتیا وګوري چې هغه هم زیات عبادت ته وهڅیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (کله چې یو سړی د شپې پاڅیږی او خپله ښځه هم پاڅوي او په ګډه سره دوه رکعته لمونځ وکړي، دوی په هغه ښځو او سړیو كې شمیرل کیږي چې د الله په کثرت سره یادونه کوي) – ابو داود
بل ځاى فرمايي: (الله دې پر هغه سړی رحم وکړي چې د شپې پاڅیږی او لمونځ کوي او خپله ښځه پاڅوي، که چیرته هغه يې ردوي نو دی يې پر مخ اوبه شیندي. الله دې پر هغه ښځې رحم وکړي چې د شپې پاڅیږي او لمونځ کوي او خپل خاوند پاڅوي، که چیرته هغه يې ردوي نو دا يې پر مخ اوبه شیندي) – ابو داود
کله به چې د روژې د میاشتې اخري لسیزه پیل شوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلې بیبیانې (رضی الله عنهما) پاڅولې او ټوله شپه به يې پر عبادت تیروله.
۵٫ د روژې میاشت د كورنۍو، ګاونډي او نورو ټولنیزو اړیکو د لا قوي کولو لپاره یو ښه موقع ده، د یو بل سره د لیدلو، تیلفون کولو او همدارنګه د افطار (ماښامي دعوت) له لارې کیدلای شي دغه اړیکې پیاوړې شي. کیدلای شي په کورنۍ كې د غړیو تر منځ د یو خاص وخت لپاره اختلاط (اړیکې) نه وي نیول شوې، د روژې میاشت دغه اړیکې ټینګوي.
۶٫ د روژې په میاشت كې د كورنۍ غړي ۳۰ ځلې د افطار یا روژه ماتي لپاره سره یو ځای کښیني چې په دې سره دوی ته دا زمینه مساعدیږي چې په خپلو كې او د خپلو ماشومانو سره د بحث او موضوعاتو د شریکولو او هغې ته د حل د لارې د پیدا کولو له لارې اړیکې پیاوړې کړي.

۷٫ د ښځې مسیولیت دا دی چې د کور اقتصادی توانمندي په نظر كې ولري او خپل ضرورتونه د هغې مطابق طرحه او حل کړي. بعضې ښځې د روژې لپاره یو لوی لست خاوند ته ورکوي چې د اقتصاد له نظره هغه د بوج سره مخ کوي، د هغوی وخت ضایع کوي او دواړه د اصلی او مهم هدف څخه لیرې کوي.

۸٫ خاوند باید د ښځې سره د کور په کارونو او د ماشومانو په روزلو کې مرسته وکړي. د کور کارونه باید په داسې شکل سره تقسیم شي چې ښځې ته د اطاعت او عبادت لپاره پوره وخت په لاس ورشي. دا د خاوند په حیثیت كې هیڅ قسم کمی نه راولي بلکه پر ځای يې دا د یو سالم احساس او مردانه خواصو ښکارندويي كوي. د ټولو انسانانو غوره انسان، او تر ټولو ښه خاوند جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په تاسو كې بهتره هغه څوک دی چې د خپلې ښځې سره ښه اخلاق وکړي او زه د خپلو ښځو سره ښه رویه لرم – الترمذی.
کله چې د حضرت عایشی رضی الله عنها څخه وپوښتل شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کور ته راغی نو څه به يې کول؟ هغې وفرمایل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د کور په کارونو كې مرسته کوله او کله به چې د لمونځ وخت شو نو لمانځه ته به يې تشریف یوړ ـ الترمذی.
دا به د عدل څخه لرې خبره ده چې د کور د کارونو، د پاکوالي، پخلی، د ماشومانو د روزلو او نورو کارونو مسیولیت د ښځې په سر واچول شي او خاوند خپل وخت تلاوت، لمونځ ذکر او عبادت ته وقف کړي.
په لنډه توګه د ښځې او خاوند دواړو مسیولیت دا دى چې د نیکو اعمالو د ترسره کولو له لارې د الله جل جلاله څخه د اجر غوښته ولري، د روژې مبارکه میاشت د دوی د ګډ ژوند د تړون د نوي کولو ښه موقع ثابته کړي او د دواړو تر منځ د مینې او خلوص لامل او د الله جل جلاله د اطاعت، عبادت او نزدې والي وخت يې وبولی.

ژباړه: جمیل الرحمن یوسفزی – جلال اباد

نظرات

مطالب مرتبط

در رمضان برای حفظ سلامت وجود چه باید کرد؟

رمضان امسال در نیم کرۀ شمالی در طولانی‎ترین روزهای سال و گرمترین روزهای تابستان تصادف …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading