د بدلون نبوي پالیسي

د نړۍ ټول انسانان -ان نامسلمان- په دې قانع دي چې محمد صلی الله علیه وسلم د بشري تاریخ تر ټولو اغیزمن شخصیت دی. پیغمبر صلی الله علیه وسلم پداسې یوه ټولنه کې رالوی شو چې د بې شمیره بتانو عبادت پکې کیده، سره لدې هم نوموړي د کوم بت عبادت ندی کړی،
بلکې له ماشومتوبه یې له دنیا ګوښی د حرا په سوري کې د یو الله عبادت ته ځان یواځې کړی و. د څلویښتو کلو په عمر ورته د الله جل جلاله له لوري لومړۍ وحی راغله او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې تر ټولو ستر بدلون و. لدې وروسته نوموړي ته دنده ورکړ شوه څو د الله پاک ایتونه نورو ته ورسوي.
بدلون، د ټولو پیغمبرانو موخه
لومړی پدې خبره کوو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم هدف څه و. هغه خپلو خلکو ته څه ورښودل غوښتل؟ نوموړي په ډاګه خلکو ته وویل چې ورته لیږل شوی پیغام د هغه پیغامونو ادامه ده چې تر ده وړاندې پیغمبرانو ته د الله جل جلاله له لوري لیږل شوي و. او هغه د ټولنې بدلون دی؛ د ګڼ شمیر بتانو له عبادت نه یواځې د یو الله د عبادت په لور بدلون. پدې ډول پیغمبر صلی الله علیه وسلم د توحید عقیده عامه کړه او د غلطو عقایدو د بدلون او تصحیح په هڅه کې شو.
خلکو ته یې د والدینو او مشرانو درناوی وروښود. هغوی ته یې د برابري او عدالت ارزښتونه بیان کړه. هغوی یې پدې پوه کړه چې د الله جل جلاله په وړاندې بډای او مسکین دواړه یو دي او یواځې د یوه اعمال کولی شي جنت وګټي.
د بدلون مراحل
نبوي بدلون یوه داسې پروسه وه چې بیلابیل مراحل یې درلوده. له ځینې خلکو سره دا ګمان پیدا شو چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ګوندې بشر ندی. تر ټولو وړاندې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره روښانه کړه چې نوموړی د نورو په شان یو انسان دی. توپیر یواځې دا دی چې الله جل جلاله نوموړي ته وحی کړې. (قل انما انا بشر مثلکم یوحی الی…) فصلت ۶
پدې پسې سمدستي پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مکې اوسیدونکو ته د خپلو رسمونو او عاداتو د پرېښودو ونه ویل، بلکې پر ځای یې لومړی هغه رواجونه چې له اسلامي تعالیمو سره یې ټکر نه درلود خپل کړل او خلکو ته یې پر هغو د پاتې کیدو سلا ورکړه. د بیلګې په ډول د مکې د عربو د جامې بڼه، د سوداګري او معماري لارې چارې په هماغه بڼه د مسلمانانو تر منځ رواج شوې.
اسانه او تدریجي بدلون
د نبوي بدلون پروسه اسانه ځکه وه چې نبي علیه السلام په سر کې په مهمو او اساسي مسئلو زور واچوه او فرعي مسائلو ته یې ډېر پام ونکړ. د دې کار دلیل دا و چې فرعي مسائل له ځای او وخت سره بدلیږي، پداسې حال کې چې د پیغمبر صلی الله عله وسلم پیغام یواځې د مکې خلکو لپاره نه و. د رسالت پیغام د ټولې نړۍ انسانانو او پیریانو ته عام و.
د بدلون پروسه تدریجي پدې وه چې دا لړۍ لومړی له مکې -چیرته چې اسلام راوټوکیده- پیل او وروسته د ګاونډ او بیا نورو هیوادونو ته وغزیده. په سر کې د مسلمانانو شمیر د ګوتو په شمار و او د کفارو له خوا یې رنګا رنګ کړاوونه او ربړونې وګاللې. د رښتینو او زړورو اصحابو د مرستې په مټ رسول الله صلی الله علیه وسلم د بدلون سلسله تر ۱۳ کلونو په همدې ډول روانه وساتله. هغوی چې پدې باور دي چې اسلام د تورې په زور خپور شوی، پدې دې پوه شي چې تر ۱۳ کلو د ټول ازار او مشقت سره سره مسلمانانو ته د جهاد اجازه نه وه شوې او اصحابو او ان خپله پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سختو سخت تکلیفونه په پټه خوله زغمل. د جهاد اجازه هغه مهال وشوه کله چې مسلمانان مدینې ته مهاجر شو.
پدې توګه د بدلون لړۍ  د یوې اوږدمهالې پروسې په بڼه ۱۳ کاله وغزیده شوه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د تدریجي بدلون امر شوی و او په ۲۳ کلو کې د قرآن بيلې برخې نازلیدل د دې خبرې ښه ثبوت دی. اسلامي احکام ټول په تدریجی ډول نازلیدل لکه د شرابو د تحریم حکم راخلو. شراب پر مسلمانانو په ۳ مرحلو کې حرام شو او د هجرت په اتم کال له شرابو په پوره ډول منع وشوه. دا په داسې حال کې ده چې سود د هجرت په نهم کال حرام شو او د میراث احکام د هجرت په دریم کال وضع شو. کورنی نظام د هجرت په اووم کال پوره جوړ او عملي شو. لنډه دا چې نبوي بدلون د تدریج غوښتنه کوله.
بله دا، د دې لپاره چې د بدلون لړۍ اغیزمنه وي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم له خپلې کورنۍ پیل وکړ. بیا یې د مکې خلکو ته خپل پیغام واوروه او بیا دا پیغام شاوخوا نورو سیمو ته وغزید. تر دې چې د اسلام پیغام د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسید.
قران د تدریج پروسه داسې بیانوي:
۱-    (وانذر عشیرتک الاقربین) الشعراء ۲۱۴
۲-    (..ولتنذر ام القری ومن حولها) الانعام ۹۲
۳-    (وما ارسلنک الا رحمه للعلمین) الانبیاء ۱۰۷
بیا د مسلمانانو شمیر لږ ډیر شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل دعوت ښکاره کړ (د علنی دعوت مرحله). دا د اسلامي دعوت په تاریخ کې ستر او اساسي بدلون و. د دې ایت په نازلیدو (فاصدع بما تؤمر واعرض عن المشرکین) الحجر ۱۹۴، مشرکینو د خپلو عقایدو لپاره ښکاره خطر احساس کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت د مخنیوي لپاره یې هره ممکنه وسیله وکاروله. ان د نوموړي مبارک له ازار او تکلیف یې هم دریغ ونکړ. له بلې خوا پیغمبر صلی الله علیه وسلم له هر فرصت څخه په ګټې د اسلام د خپراوي کوښښ جاري وساته. د مکې قریشو څو ځله د پیغمبر له تره ابوطالب څخه د نوموړي د ایسارولو غوښتنه وکړه، خو پیغمبر له خپل تصمیم څخه اوښتو والا نه و.
بدلون او ځوانان
که سیرت په غور مطالعه کړو دا به راته جوته شي چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم لومړي ملاتړي ځوانان و. ع

نظرات

مطالب مرتبط

یتیمی که مسیر تاریخ را متحول ساخت

درست زمانی که بشریت در چنگ اژدهای ظلم ، استبداد، کفر و جهالت دست و …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading