وروستۍ شیبې (حتما يې ولولئ)

ابوبكر ژاړي
رسول الله صلى الله عليه وسلم له مرګ څخه وړاندې وروستنی کار چې وکړ هغه حجة الوداع وو، او له هغه څخه سمدستي وروسته د الله جل جلاله دا قول نازل شو:
(الیوم اکملت لکم دینکم و اتممت علیکم نعمتی ورضیت لکم الاسلام دینا…) المائده ۳
کله چې ابوبکر صدیق رضي الله عنه دا آیت واوریده ویې ژړل، چا ترې وپوښتل:
–  اې ابوبکره! څه خبره وه چې ته یې په ژړا کړې، دا خو د نورو په څیر یو ایت دی چې پخوا هم په رسول الله صلى الله عليه وسلم نازل شوي ول.
ابوبکر صدیق رضي الله عنه ځواب ورکړ:
– دې ایت د رسول الله د مرګ خبر راوړی دی.
وروستى ايت نازل شو
رسول الله صلى الله عليه وسلم له حجة الوداع څخه راوګرځید، او د هغه د وفات څخه نهه ورځې مخکې د قران کریم اخرنی ایت نازل شو:
(واتقوا یوماُ ترجعون فیه الی الله ثم توفی کل نفس ماکسبت وهم لا یظلمون ) البقره-۲۸۱
د احد د شهيدانو زيارت كوم
او ورپسې سمدلاسه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په مبارک وجود کې دردونه را وټوکیدل. ویې فرمایل: غواړم د احد د شهیدانو زیارت وکړم او د احد د شهیدانو په لور ولاړ د هغوی د قبرونو ترڅنګ ودریده او ویې ویل:
–  اسلام علیکم اې د احد شهیدانو! تاسو مخکې شوئ او زه به هم انشاالله له تاسو سره یو ځای شم، زه به هم انشاالله ستاسو برخه وګرځم او د احد له شهیدانو څخه د راګرځیدو پر وخت رسول الله صلى الله عليه وسلم اوښکې تویې کړې.
صحابه کرامو ترې وپوښتل:
– اې د خدای جل جلاله رسوله! ولې مو وژړل؟
رسول الله ځواب ورکړ:
– د وروڼو لیدلو ته مې تږی یم.
ترې وپوښتل شول:
– ولې موږ دې وروڼه نه یو؟
رسول الله وفرمایل:
– نه، تاسو زما یاران یاست، اما وروڼه مې هغه کسان دي چې زه یې نه یم لیدلی او په ما به ایمان راوړي.
(اې خدایه له تا څخه غواړو چې موږ د هغوی له ډلې څخه وګرځوه ).
ناروغي سخته شوه
رسول الله صلى الله عليه وسلم له احد څخه بیرته راوګرځیده، د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مړینې څخه وړاندې د هغه ناروغي لا سخته شوه او په هغه ورځ د ام المؤمنین میمونه په کور کې وو، ويې فرمایل:
– زما میرمنې راولئ.
میرمنې یې راغلې. پیغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
– آیا ماته اجازه راکوئ چې د ناروغي پرمهال د عایشې په کور کې و اوسم؟
میرمنو یې په یوه خوله ځواب ورکړ:
–  هو.
غوښتل یې چې پاڅیږي؛ خو ونه توانیده. علي بن ابي طالب او فضل بن عباس راغلل هغه د ام المؤمنین میمونې له کوره د ام المؤمنین بې بې عایشې کور ته بدرګه کړ، صحابه کرامو په لومړي ځل رسول الله صلى الله عليه وسلم په داسې حالت کې لیده.
جومات ډك خو امام نه راځي
مسجد له صحابه وو ډک وو، هغوی په حیرانتیا پوښتل چې په رسول الله صلى الله عليه وسلم څه شوي دي…؟ په رسول الله صلى الله عليه وسلم څه شوي دي؟ او په مسجد یې هجوم راوړی وو.
پیغمبر صلى الله عليه وسلم په خولو كې ډوب وو ، عایشه رضي الله عنه وایي:
– پخپل ژوند کې مې تر اوسه بل داسې څوک نه وو لیدلی، چې له بدن څخه يې پدې کچه خولې وبهیږي او د رسول الله صلى الله عليه وسلم لاس مې نیولی وو،او د هغه مبارک بدن مې پرې پاکاوه، ځکه چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم لاس زما د لاس په پرتله نرم وو او وامې وریدل چې پیغمبر صلى الله عليه وسلم ویل: (لا له الا الله ) مرګ دا حالت لري.
عایشه رضي الله عنه وايي:
– د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مرګ له ويرې په جومات کې ځوږ جوړ وو، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: دا څه شور دی؟ جواب ورکړل شو یا رسول الله خلک ستا په اړه پریشانه دي.
ویې فرمایل:
– ما هغوی ته ورولئ، غوښتل یې ودریږي؛ خو ونه توانېده، بیا یې اووه غوړپه اوبه پرې تویې کړې، چې په هوش راغی وروسته یې پېغمبر صلى الله عليه وسلم ور ووړ پیغمبر صلى الله عليه وسلم منبر ته ودریده او اخرینه خطبه او وروستنۍ خبرې یې وکړې.
پیغبر صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
– اې خلکو ښکاریږي چې تاسو زما په اړه پریشانه یاست.
ځواب ورکړ شو:
– همداسې ده یا رسول الله!
ویې فرمایل:
– اې خلکو له ما سره ستاسو وعده پدې دنیا نه بلکې زموږ او ستاسو د وعدې ځای د حوض غاړه ده. په خدای قسم ګویا له دې ځایه حوض وینم. اې خلکو! په خدای سوګند خورم چې ستاسو په اړه له فقر څخه ویره نه لرم، بلکه لدې ویریږم چې د دنیا لپاره به د یوه او بل سره رقابت وکړئ. لکه څنګه چې ستاسو نیکونو او پلرونو یو د بل سره رقابت درلود او تاسو به هلاک کړي لکه څنګه چې هغوی یې هلاک کړي ول. بیا يې وفرمایل: اې خلکو (الله الله فی الصلاة، الله الله فی الصلاة ) یعنې ستاسو دې په خدای قسم وي چې له خپل لمانځه څخه ساتنه وکړئ، ستاسو دې په خدای قسم وي چې له خپل لمانځه څخه ساتنه وکړئ او دا یې پر لپسې تکراروله. بیا یې وفرمایل: اې خلکو! خدای جل جلاله زه په هغه څه کې چې له خدای جل جلاله سره دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي مختار وګرځولم او ما هغه څه چې له الله جل جلاله سره ول خوښ کړل.
هیڅوک د پیغمبر په منظور پوه نه شول او د پیغمبر منظور خپل ځان وو او یوازینی کس چې د هغه په هدف پوه شو او په ژړغوني حالت کې ودریده، د پیغمبر صلى الله عليه وسلم خبرې يې پرې کړې او ویې ویل:
– اې دخدای رسوله زموږ پلرونه دې تر تا قربان شي، زموږ میندې دې تر تا قربان شي، زموږ اولادونه دې تر تا قربان شي، زموږ میرمنې دې تر تا قربان شي، زموږ مالونه دې تر تا صدقه شي او په پرلپسې ډول یې تکراروله…..
خلکو په حیرانتیا د ابوبکر رضي الله عنه په لوري وروکتل، چې ولې یې د پیغمبر صلى الله عليه وسلم خبرې ورپرې کړې، پیغمبر صلى الله عليه وسلم له ابوبکر څخه دفاع وکړه او ویې ویل:
– اې خلکو ابوبکر پریږدئ. ستاسو له ډلې هیڅوک داسې نه ول چې له ما سره یې نیکي کړې وي او ما جبران کړې نه وي، بې له ابوبکره چې ومې نشو کړای د هغه ښیګڼې وروګرځوم او د هغه د ښیګڼو بدل مې خدای جل جلاله ته پریښی دی. د مسجد ټولې دروازې تړل کیږي مګر د ابوبکر دروازه چې د همیشه لپاره به پرانیستې وي.
او په پای کې د منبر څخه د راکوزیدو نه وړاندې پیغبر صلى الله عليه وسلم مسلمانانو ته دعا وکړه، دا د هغه د مړینې څخه مخکې وروستنۍ دعا ده، ويې فرمایل:
– الله دې تاسو ته پناه درکړي، الله دې تاسو وساتي، الله دې ستاسو مددګار وي، الله دې تاسو ثابت قدمه لري، الله دې ستاسو مرستندوی و اوسي او اخرینه جمله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل امت ته واوروله دا وه:  اې خلکو زما سلام زما امت ته، هغو ته چې تر قیامته به زما پیروي کوي ورسوئ
او بیرته یې د کور په لور روان کړ. په هغه وخت کې عبدالرحمن بن ابوبکر په داسې حال کې چې مسواک یې په لاس کې وو، پیغمبر ته ورننووت پیغمبر صلى الله عليه وسلم مسواک ته ځیر شو؛ د ناروغۍ د شدت له امله یې ونشو کړای چې هغه وغواړي. عایشه رضي الله عنها د پیغمبر صلى الله عليه وسلم له کتو څخه پوه شوه او مسواک یې د خپل ورور له لاسه واخیست او د پیغمبر صلى الله عليه وسلم په خوله کې یې کیښوود، اما پیغمبر صلى الله عليه وسلم له مسواک څخه ګټه وانه خیستلای شوای. عایشې رضي الله عنه له پیغمبر صلى الله عليه وسلم څخه مسواک بیرته واخیسته او ددې لپاره چې نرم شي، هغه یې په خپله خوله کې وژووه او بیا يې پیغمبر صلى الله عليه وسلم ته ورکړ. عایشې رضي الله عنه وویل آخرین څیز چې د پیغمبر صلى الله عليه وسلم په خوله کې داخل شول، هغه زما دخولې اوبه وې او داد خدای جل جلاله لوی کرم وو، چې زما او د پیغمبر دخولې اوبه یې سره یو ځای کړې. عایشه رضي الله عنه وایي:
– ورپسې د پیغمبر صلى الله عليه وسلم لور فاطمه راننوته، کله چې راغله ویې لیدل چې رسول الله صلى الله عليه وسلم نشي پاڅیدلی، نو ورته په ژړا شوه، ځکه چې پخوا به هر کله چې بي بي فاطمه رضي الله عنه د پلار کورته راتله پیغمبر صلى الله عليه وسلم به یې تنډى ښکلولو.
پیغمبر صلى الله عليه وسلم ورته وویل:
– اې فاطمې! ما ته را نیږدې شه.
کله چې ورنیږدې شوه پیغمبر صلى الله عليه وسلم یې په غوږ کې څه وويل، د بي بي فاطمې ژړا په چغو بدله شوه. رسول الله صلى الله عليه وسلم بیا ورته وفرمایل: ما ته رانیږدې شه، بیا یې په غوږ کې څه ورته وویل، بي بي فاطمه په دوهم ځل په خندا شوه، د پیغمبر له وفات څخه وروسته ما له فاطمې څخه وپوښتل چې رسول الله په غوږ کې څه درته وویل؟ ویې ویل:
– لومړی ځل یې راته وویل، اې فاطمې نن شپه زه مرم، نو ما وژړل، کله چې یې ولیدل چې زه ژاړم بیا يې راته وفرمایل: اې فاطمې ته زما د کورنۍ څخه لومړی څوک یې چې له ماسره به یو ځای شې او ما وخندل.
عایشه رضي الله عنها وایي: پیغمبر وفرمایل: له کوټې څخه ووځئ او بیا یې وویل:
– اې عائشې! ماته رانیږدې شه.
پیغمبر د خپلې میرمنې په سینه پریووت او لاس یې د اسمان خواته ونیوه او ویل یې:
– غواړم له ستر څښتن سره یو ځای شم، غواړم له ستر څښتن سره یو ځای شم.
عایشه رضي الله عنه فرمایي: پوه شوم چې هغه د چا د پوښتنې ځواب ورکوي. ورپسې جبرائیل راننوت او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته یې وویل:
– اې رسول الله عزرائیل د وره تر شا ولاړ دی او اجازه غواړي، هغه تر اوسه له چا څخه اجازه نده غوښتې.
پیغمبر صلى الله عليه وسلم ځواب ورکړ:
– اې جبرائیله هغه ته اجازه ورکړه.
عزرائیل را ننووت ویې ویل:
– السلام علیکم یا رسول الله. الله جل جلاله زه رالیږلی یم، ته په دنیا کې د پاتې کیدو او له الله جل جلاله سره د یو ځای کیدو اختیار لرې.
پیغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمایل:
– غواړم له ستر څښتن سره یو ځای شم، غواړم له ستر څښتن سره یو ځای شم،
نو بیا ملک الموت د رسول الله سرته ودریده او ویې ویل: اې سپیڅلیه روحه! اې د محمد بن عبدالله روحه! د جنت په لور وخوځیږه، الله جل جلاله راضي دی او په قهر ندی.
او رسول الله وفات شو…
عایشه رضي الله عنه فرمایي: د پیغمبر صلى الله عليه وسلم لاس په ځمکه ولویده او ما یې په اوږو باندې د سر دروند والی حس کړ، پوه شوم چې اوس یې ساه ورکړه……. حیرانه وم چې څه وکړم، هیڅ مې له لاسه نه کیدل بې لدې چې له کوټې څخه ووځم د مسجد هغه ور چې د نارینه وو پر مخ بند وو، هغه مې پرانیسته او ورته مې وویل:
– رسول الله وفات شو… رسول الله وفات شو.
عایشه رضي الله عنه وایي: مسجد چغو او ژړاګانو په سر اخیستی وو، علي بن ابي طالب ځای پرځای کیناسته، عثمان بن عفان د ماشومانو په څیر پخپل ښي او چپ لاس خوله لګوله او عمربن خطاب توره را وکښله او ویې ویل:
– که هر چا وویل چې پیغمبر ومړ سر به ترې غوڅ کړم، هغه د موسی په څیر د خپل څښتن ملاقات ته تللی دی او بیرته راځي او که چا وویل چې هغه مړ دی وژنم یې، اما غښتلى كس ابوبکر رضي الله عنه وو.
هغه پیغمبر ته ورننوت هغه یې په غیږ کې ونیوه او ویې ویل:
– (وآآآ خلیلاه، وآآآ صفیاه، وآآآ حبیباه، وآآآ نبیاه )\
او پیغمبر صلى الله عليه وسلم یې ښکل کړ او بیا یې وویل:
– په ژوند کې څومره خوشبویه وې او همدارنګه وروسته له مرګه هم خوشبوی او معطر یې، بیا په داسې حال کې ووت چې ویل یې:
– چا چې د محمد صلى الله عليه وسلم عبادت کاوه محمد مړشو او چا چې د الله جل جلاله عبادت کاوه هغه ژوندی دی او نه مري.
عمر رضي الله عنه په داسې حال کې چې توره یې له لاسه پریوتې وه وویل:
– پوه شوم چې هغه وفات شوی دی.
عایشه رضي الله عنه وایي:
– بهر ته ولاړم او د داسې ځای په لټه کې وم چې یوازې کښینم او وژاړم.
پیغمبر دفن کیده او فاطمه الظهراء رضي الله عنه ویل:
– څنګه مو زړه مني چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په بدن خاورې واړوئ……..
هغه ولاړه وه پیغمبر صلى الله عليه وسلم ته يې دعا کوله او ویل یې:
– پلار مې د پروردګار بلنې ته لبیک ویلی دی او ځای یې جنت دی، د جنت تر ټولو ښکلې سیمه فردوس دده ځای دی.
صلى الله عليه وسلم
سرچينه: نوار اسلام وبپاڼه
ژباړه: سلطان احمدزی

نظرات

مطالب مرتبط

یتیمی که مسیر تاریخ را متحول ساخت

درست زمانی که بشریت در چنگ اژدهای ظلم ، استبداد، کفر و جهالت دست و …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading