لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۴ پر ۱۳۹۵ کال دکانکور آزموینه پایلې نن اعلان وکړو

لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۴ پر ۱۳۹۵ کال کانکور آزموینو پایلې نن د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس دوکتور عبدالله عبدالله، د کابینې ځینو وزیرانو، ملي شورا غړو، مدني ټولنو استازو، مرکزي پوهنتونونو رئیسانو او استادانو په حضور کې اعلان کړې.

 لوړو زده کړو وزیرې پوهنوال دوکتور فریدې مومند، د یادو پایلو د اعلان په غونډه کې وویل: سږ کال د کانکور آزموینو له ۱۷۹۶۱۴ تنو ګډونوالو څخه ۵۸۳۱۷ تنه لوړو زده کړو دولتي بنسټونو، ۴۶۹۰۶ تنه نیمه لوړو زده کړو بنسټونو ته لار موندلې او ۵۱۴۵۸ تنه د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونو ته ورپیژندل شوي دي.

نوموړې ټینګار وکړ چې سږ کال د کانکور آزموینه له بشپړ روڼوالي څخه برخمنه وه او هیڅ ډول درغلي په دغه پروسه کې نه ده رامنځ ته شوې. د هېواد لوړو زده کړو وزیرې څرګنده کړه، لوړو زده کړو وزارت ژمن دی، چې تر ۱۳۹۸ کال پورې به په دغه پروسه کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځ ته کړي.

وروسته د هېواد اجرائیسه رئیس دوکتور عبدالله عبدالله د لوړو زده کړو وزارت او په ځانګړې توګه د کانکور آزموینو عمومي ریاست څخه په مننې وویل: له نیکمرغه، چې سږ کال د کانکور آزموینه په ښه او سالم ډول ترسره شوه.

نوموړي په آزموینه کې بریالیو داوطلبانو ته د مبارکۍ ترڅنګ، هغو ځوانانو ته چې په آزموینه کې یې تحصیلي بنسټونو ته لار نه ده موندلې وویل: دوي باید مایوسه نه شي او کولی شي راتلونکي کال آزموینې لپاره بشپړ چمتووالي ونیسي او خپلو موخو ته ورسیږي.

همدارنګه د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمیسیون رئیس کمال ناصر اصولي د روان کال کانکور آزموینو له بهیر څخه رضایت وښوده او وویل سږ کال آزموینه پرته له ستونزو او زورواکو له لاس وهنو څخه ترسره شوه. هغې دغه بریالیتوب د لوړو زده کړو وزارت لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله او له امله یې لوړو زده کړو وزارت رهبري هیأت او آزموینو کمیټې کارکوونکو ته مبارکي وویله.

په پای کې لوړو زده کړو وزیرې د پنځو تنو نومونه واخیستل چې په دغه آزموینه کې یې تر ټولو لوړې نومرې ترلاسه کړي؛ په دغو کسانو کې د هرات ولایت اوسیدونکي ښاغلي فرامرز وحیدي د محمد رفیع زوی په ۳۴۰،۹۸ نومرو سره کابل طبي پوهنتون ته لار موندلې، همدارنګه له کابل ولایت څخه فواد احمد په ۳۳۹،۳۷ نومرو دویم، د هرات ولایت اوسیدونکی جمشید په ۳۳۸،۰۱ نومرو سره دریم، د هرات ولایت بل اوسیدونکی محمد حمزه په ۳۳۷،۸۳ نومرو سره څلورم او محمد فرید په ۳۳۷،۸۰۹۶ نومرو په ترلاسه کولو سره پنځم ځای خپل کړی دی.

د ۱۳۹۴ پر ۱۳۹۵ کال کانکور آزموینې د تیر کال لړم میاشتې په ۱۶ نیټه له غور ولایت څخه پیل شوې او وروستۍ آزموینه یې د روان کال وري میاشتې په پنځمه په کابل ولایت کې واخیستل شوه.

دغه آزموینې د هېواد په ټولو ولایتونو ۳۸ حوزو کې واخیستل شوه. لوړو زده کړو وزارت د هغو تدابیرو له مخې چې د کانکور آزموینو د روڼتیا لپاره یې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په مرسته په پام کې نیولي وو، د آزموینو په پروسه کې د درغلیو او تقلب په مخنیوي کې خورا مثبتې اغیزې رامنځ ته کړې.

برای مشاهده نتیجه تان بروی لینک زیر کلیک کنید.

نتايج امتحان کانکور روزانه سال ۱۳۹۷ – ۱۳۹۸

اگر انترنت کم سرعت دارید از لینک زیر استفاده کنند.

https://www.sayahonline.com/results

نظرات

مطالب مرتبط

پلان برگزاری دور اول امتحان کانکور سال ۱۳۹۹

شماره ولایت محل بایومتریک تاریخ بایومتریک محل امتحان تاریخ امتحان ۱ کندهار دانشگاه کندهار ۲۵ …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading