ځینی مهم تکي چی زده‌کوونکی یی باید د کانکور آزموینی په محال نظر کی ونیسي

برای مطالعه این مطلب به زبان فارسی اینجا را کلیک کنید

د کانکور آزموینې په محال او د هغې مخکې ځینې وړاندیزونه:

کله چې کانکور ته لږ وخت پاتې وي، ضرور نده چې تاسي نوي مواد او کتابونه چې تر اوسه مو مطالعه کړي ندي، ولولئ، یوازې هغه مهم ټکي چې تاسي حتما د مطالعې په محال په نښه کړي او مهم فورمولونه مرور کړی، ځکه چې په لږه موده کې مو نوي مطالب نه زده کیږي او له بلې خوا وخت مو هم ضایع کیږي.

هغه زده کوونکي چې سږ کال د کانکور آزموینه لري، ځینې لارښوونې چې ډیرې مهمې خو ساده دي، دلته لوستلی شی:

 – د آزموینې په شپه ژر ویده شئ، او څو ورځې چې کانکور آزموینې ته پاتي وی هم د پخوا په پرتله ژر استراحت وکړئ.

ددې لپاره چې آرامه ویده شئ ضرور نده چې د خوب تابلیت یا داسې کوم بل شی وخوری، دا شپه هم د نورو شپو په شان ویده شی خو سهار د وختی باید ویښ اوسئ.

– یو ورځ مخکې له آزموینې مو ټول ضروری شیان لکه د شمولیت کارت، تذکره، پنسل، پنسل پاک، کالي، ساعت، او نور کوم څه چې ستاسي په نظر ضرور دی آماده کړی، ددې لپاره چې سهار وختې له خوبه پاڅیږی د کورنی یوه غړي ته هم وظیفه ورکړي چې تاسي ویښ کړي. ( تیرکال یو ځوان د خوب له کبله د کانکور آزموینې محروم پاتې شو)

– د سهار لمانځه ورورسته د خدای (ج) سره خلوت وکړی، په الله (ج) توکل وکړئ، او هر څه هغه ته وسپاری، په دې توګه ستاسي روان ډیر آرامیږي او په قوي روحیه آزموینه ته آماده کیږئ.

– سهار چای ښه په مړه ګیده او آرامه اعصاب وخورئ.

– هوا سړه ده او په سړه هوا کې وجود ډېره انرژي مصروفوي چې په دې توګه به ستاسي توانایی د څو ساعته دماغی کار او یخې هوا له کبله کمه شي، نو ځکه تاوده کالي او جامع واغوندئ.

– دده لپاره چې د موټرو ګڼه ګوڼه په ښار کې ډیره ده، ښه به وي چې د معینه وخته څخه مخکې د امتحان صحنې ته حاضر شی، تر څو خدای مکړه د موټرو په ترافیک کې بند پاتې نشی.

– ښه به وي چې یو لاسي ساعت په لاس کې ولرئ، د هغې له مخې شی کولای مشخصې څانګې په معینه وخت کې حل کړئ، په دې توګه تاسي خپل وخت ښه مدیریت کولای شئ.

– کله کله د آزموینې په پیل کې ځینې زده کوونکي د استرس له کبله یو څه فراموشي ورته پیدا کیږي، ډاریږئ مه ډیر ژر به عادی حالت ته راشی او د سوالونو په حل کولو به دومره بوخت شی چې استرس به مو له یاده تلی وي.

– د آزموینې په محال هیڅ کله مه ویریږئ، او په دې فکر مه کوی چې تاسي څومره اشتباهات کړي، دا کار ستاسي روحیه خراپوي، اشتباهات خو ټول کوي.

– د کال په جریان کې مو که ښه مطالعه کړي وي، د خپل په کامیابی کې هیڅ شک مکوئ، هغه څه چې اوس مهم دي دا دی چې خپله ټول توان د کامیابی په لور وکاروئ، چې پایله یې هغه څه وي چې تاسي یې غواړی. باید هر ډول پوښتنو ته آمادګی ولرئ او د سختو یا هم آسانه پوښتنو په مطرح کیدلو سره وتوانیږي هغه ښه حل او خپل توان ښه کنترول کړی او روحیه ونه بایلئ.

– کومه پوښتنې چې ساده او آسانه دي لومړی ځواب کړي او هغه چې ستاسي په نظر ستونزمنې ښکاري او وخت نیسي د همغې څانګې آخر ته یې پریږدئ، که تاسي په یوه مشکل سوال خپل وخت ضایع کړي ممکن څو ساده سوالانه به د وخت له کموالي له امله پاتې شي.

– که کله د څلور ګزینو څخه په دوو یې یقینی وی، په دې دوو کې یې یوه انتخاب کړی، دا به د احتمالاتو او د منطق د اصول په اساس ستاسي په ګټه وي، هیڅ کله به د څلورو ورکړل شویو ځوابونو څخه یوه په تصادفي شکل انتخابول ستاسي په ګټه نه وي.

– بل مهم ټکی د وخت تنظیمول دي، تاسي ته په هر بخش یا څانګه کې مشخص وخت درکړل شوې، چې کتابچې تر شا معین شوی. د وخت د تنظیم او په نظر کې نیولو سره تاسي خپل امتحان ورکوی، خو پام مو وي چې دومره هم ډیر د تایم یا وخت په تشویش که مه اوسئ چې هره شېبه خپل ساعت ته وګورئ او نه هم دومره بی تفاوته چې هیڅ د وخت مدیریت نظر کې ونه نیسئ.

– که یو سوال بې ځوابه پاتې کیږي یا مو هېریږي د سوالونو ترتیب په کتابچه او کلۍ کې به ګډ وډ شي، خو مهمه دا ده چې ترتیب د سوالونو د کانکور په کتابچه کې او همدارنګه ددې سوالونو په نښه کول په کلئ (کلید) کې په یو شان نظارت کړئ، کله د زده کوونکو داسې هم شوي چې د بېلګې په توګه د ۳۴ سوال ځواب یې په کلې کې ۳۵ رسولی وي چې دا اشتباه بیا تر آخره همداسې پاتې شوې. نو ځکه ضروري ده هره شیبه سوالونه او کلۍ یو بل سره پرتله کړی چې یو د بل سره یې شمیرې توپیر ونکړي/ونلري.

– بهتره ده چې ځوابونه د لمړي سواله شروع شي، په هرې پوښتنې یا سوال چې شک لرئ یا اصلا هیڅ پرې نه پوهیږي، د سوال تر څنګ یوه نښه کیږدئ چې بیا وروسته مو هېر نشي، د بیلګې په توګه د سختو سوالونو تر څنګ (-) علامه او هغه سوالونه چې پرې شک لری (*) علامه کیږدئ، په دې توګه هغه پوښتنې یا سوالونه چې پوهیږي ژر حل کړئ، خو بیا هم تکرارا تاکید کیږي چې د کتابچې سوالونه او د کلۍ ترتیب مو درڅخه خراب نشي، وروسته بیا یو بل مرور د شکمنو او سختو سوالونو وکړئ.

– له پیله ځان سره هوډ وکړئ چې هره څانګه یا بخش به دوه ځلې مرور کوئ ( اول ساده سوالونه بیا شکمن او مشکله) او همدارنګه سوالونه به هم د کلۍ سره مقایسه کړئ چې ښکته پورته مو په نښه کړي نه وي.

– مخکې لدې چې څلورو ګزینو ته توجه وکړئ، اصله پوښتنه یا سوال ښه په دقت ولولئ او ځینې مهمو ټکو ته د بیلګې په توګه: کوم یو سم دی، کوم یو سم ندی، څه نومیږي، کوم یو مهم دی، کوم یو مهم ندی، لږ، ډېر، زیات، کم، حد اکثر، حد اقل پام وکړئ، چې څه غوښتل شوي، کله کله د سوال آخري ټکی ځواب مشخص کوي.

– طبعاً د کانکور ټول شاملین نشي کولای چې ټولې پوښتنې ځواب کړي، تاسي هم په دې هکله ډیر ځان مه شکنجه کوې او فکر پرې مکوئ.

– د دوو څانګو یا بخشونو په وسط کې یوه لڼډه تفریح وکړۍ، مخصوصا سترګې، کله چې ډیرې یوه شي ته خیره پاتې شي ستړې کیږي، د څو ثانیو لپاره یې پتې وساتی (لږ ترلږه۱۰ ثانیې)، او بیا خپل امتحان ته دوام ورکړئ.

– له پیله دا ځان ته تلقین کړی چې یو تعداد سوالونو باندې به پوه نشئ، معمولا زده کوونکې که څو پوښتنو باندې پوه نشي، وارخطا کیږي او لاس و پښې یې په لرزو شي، دا چې په یو تعداد سوالونو نه پوهیږي عادی خبره ده ځکه په لسګونو نورې پوښتنې دي چې تاسي باید ورته چمتو اوسئ. ځکه نو خپل روحیه قوی ساتئ.

– د کانکور آزموینه څو ساعته دوام کوي، په دې موده کې به تاسي ضرور کم انرژی کیږئ، نو لدې کبله چې ستاسي د دماغي حالت فعال پاتې شي څو کاکائو یا چاکلیتونه ځان سره واخلئ او د آزموینې په جریان کې یې د وجود د کالوری د تامین لپاره وخورئ.

– او بلاخره د کانکور آزمایښتي پړاوونه چې په تعلیمی مراکزو کې اخیستل کیږي، وڼډه واخلئ او همدارنګه پورتني موارد او معلومات چې د تیرو کالونو د ډیرو زده کوونکو د تجاربو څخه اخیستل شوي، مراعت کړئ، ډېر ساده ټکي خو مهم دي.

کامیابه او مخکښ اوسئ!

مرکز آموزش علوم ساینسی انیس

نظرات

مطالب مرتبط

د (۱۴۰۰) لمریز کال دپاره د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو

د کابل پوهنتون تر لیسانس پورته (ماسټرۍ او دوکتورا) برنامو آمریت، د ۱۱/۱۲/۱۳۹۹ نېټې په …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading