د ثور کودتاه په افغانستان کې د غمیزو اصلي لامل

دادی د افغانستان د اوسني عصر د سترې غمیزې د پیل یعنې د ۱۳۵۷ کال د غوایي له اوومې نېټې څخه پوره ۳۷ دېرش کاله تیر شول. په دغه ورځ یو شمېر په کمونستی بلاک پورې تړلو او په لینني فلسفه سبمال په اصطلاح افغانانو چې د خلق او پرچم په ګوندوکې سره راغونډ شوي وو دافغانستان دقانوني نظام په وړاندې بغاوت وکړاو په افغانستان کې یې دبدمرغیو لړۍ پیل کړه.

د افغانستان د وروستیو لسیزو تاریخ دغم او ویر ډېرې پېښې په ځان کې نغښتې چې راتلونکی نسل ته به ډېر دردونکې او عجیبې وې، لکه موږ چې په خپل پخواني تاریخ کې دچنګېزدیرغل او په هغه وخت کې دخپل هیواد د خلکو حالت تصور کړو نو اوسنی تاریخ مو هم له هغه څخه بدتر دی. که چېرې خپل هغه یونیم میلیون بېګنا ه هېوادوال چې څه یې په زندانونو او څه یې په کورنو او کلیو کې شهیدان شوي، که چېرې خپل پنځه میلیونه مهاجر هیوادوال چې په زور له خپل ټاټوبي نه ایستلو ته اړشوي وو ، او په لکونو خپل معیوب او ټپي وروڼه اوخویندې راپه یاد کړو نو وینو چې ټول دهغو کمونستانو دیوې لوبې او کړنې دپایلې له کبله رامنځته شوي چې دغوایي دمیاشتې په اوومه یې دافغانستان کرار او مخ پروده حالت ته د بدلون تر څنګ دغمونو ټغر پرهېواد خور کړ.

که چېرې د روسانو یرغل ته نظرواچوو چې اووه کاله یې زموږ پرخلکو چپه مېچنې وچلولې نو هغه هم دهمدغو دثور داوومی دعاملینو دکړنو اوبلنو پایله وه چې زموږ پرخلکو یې تحمیل کړه او که چېرې هم دخپلو خلکو په تېره بیا دکابل دخلکو ماتمونه دمجاهدینو له بری نه وروسته راپه یاد کړو نو اصلی سرچینه یی بیا هم په همغه کمونستانو او دغوایی داوومې نېټې په عاملینو کې وینو چې د پردی عقېدې په خپلولو سره یې خپله لږ ګټه زموږ د خلکو او هېواد په غټ تاوان کې لیدله.

ځېنې وخت د غوایې د اوومې نېټې اصلی عاملین یعنی دخلق او پرچم ګوند غړي دافغانستان غمېزې پر مجاهدینو یا عام اولس وراچوی او وایې چې موږ دې وطن ته سوله او پرمختګ راوړ خو نورو پرې نه ښودو، کله هم دخپل برأت لپاره وایې که موږ یوازې روس راوستلی ؤ نو مجاهدینو دادی ۴۶ ملکونه راوستل. که حقیقت ته ځیر شو نو د وروستیو ټولو پېښو عاملین همدوی دی او دا شپږ څلویښت ملکونه هم ددوی د ناوړه کړو وړو له لاسه راغلي.

کله چې روسان له افغانستان نه ووتل او خلق او پرچم یې یواځې پرېښودل او په خپلو مادي مرستو سره یې ددوی ملاتړ ته دوام ورکړ نو دخلکو دپاڅون اوجهاد له امله د دوی ګوډاګي خلقيان اوپرچمیان نور ټينګېدلای نه شوای نو همغه وو چې دوی ته ور وښودل شول چې د پلاروطنه ملي جبهه جوړه کړي ، لویه جرګه راوغواړي ، دقبایلو جرګه دې جوړه کړي، یوشمېرزندانیان دې خوشې کړي اودملي مصالحې پروسه دې اعلان کړي …چې یوه کړنه یې هم بریالی نه شوه اودافغانستان په دولتی واک کې یې دکمونستی ګوند دغړو دګډون ادامه نه تضمینوله او ماتې یې حتمی ګڼل کېده، نو هغه ؤ چې دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند غړو داځل دخپلو بهرنیو واکدارانو په هدایت ځانونه په قومي رنګ ورنګول او دمجاهدینو له تنظیمونو سره یې دقومی عصبیت له اړخه اړیکې ټېنګې کړې او په دې لړ کې بهرنیانو چی په دې وخت کې لویدیزو او ختیزو ښکېلاګرو دمجاهدینو د ځواک او پوځي تجربې نه کلک په ډار شوي وو نو په خپله اشاره یې له قومی نزاکتونو نه په ګټه اخستنه افغانی کمونست پلوه ډلې د مجاهیدینو په تنظیمونو کې ورګډې کړې.

ددغه ګوند دپرچم ډله یې دکارمل په مشری له تاجکو مجاهدینو سره دګلم جم ډله یې د ازبکو مجاهدینو سره ، دکشتمند او ورپورې اړوند پوځی ملیشه ډله یې دهزاره وو له تنظیمونو سره او دخلق او جنرال رفیع او جبار ډله یې دپښتنو میشتو سیمو له مجاهیدینو سره یوځای کړل ، خو دوی له مخکې دستور په دې اړوند درلود او دنړېوالو اړونده جاسوسی او سیاسی شبکو له لاری ورته په دې اړوند دستور ورکړل شوی ؤ. په دې ګډېدو سره دوی دوه ګټې وکړې یو داچې مجاهدین یې بدنامه کړل بل یې ځان له هغې محاکمې وژغوره چې کیدای شوای ورسره مخ شوي وای.

دوی دمجاهدینو له ډلو سره په ګډېدو قومي او تنظیمي جګړو ته لمن ووهله خپله وسله او مهمات یې هم دډلو په واک کې ورکړل او مجاهدین یې چې پخوایې نه دولتي تجربه درلوده او نه هم په سیاسي او قومي لوبو کې روږدي وو سره وجنګول.

جګړې هم په داسې پلاني توګه سره ترتیب شوې وې چې حتمی ګڼل کېدې، هغه داسې چې مجاهیدین به یا له واک نه تېرېدل او خپل پخواني زیارونه به یې عبث تلل یابه هم په خپل مېنځ کې سره په جګړه اخته کېدل چې له بده مرغه دوهمه نخشه یې بریالی شوه او په دې ډول کمونستان له خپلې سترې ماتې وروسته بیاهم له مجاهدینو او دافغانستان له خلکو سره په دې توګه وجنګېدل او هغوې یې نورهم دغم په ټغر کېنول خو داځل ددوی جګړه بریالی وه نه یواځې یې مجاهدین بدنامه کړل بلکې دخپل خلاصون زمینه یې هم برابره کړه.

دوی په دې هم بسنه ونه کړه یو شمېر ډلې یې له نږدې ګاونډي هیواد سره په استخباراتي کارکې ورګډې شوې او دمجاهدینو دځای ناستي نظام لپاره یې کار وکړ .

خو کله چې دوی افشأ شول او نظام ددوی په خوښه کارونه ونه کړل نو په نورو دسیسو یې لاس پورې کړ چې دټولو ته روښانه دي او بیان یې خبره ډېره اوږدوي.

لنډه داچې که دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند په افغانستان کې کودتاه نه وای کړې، د افغانستان قانوني جمهور رییس یې نه وای شهید کړی، یا وروسته له واک نه یې خپله کمونستی مفکوره پرخلکو نه وای تپلې او دخلکو په وژلو، زنداني کولو او ځورولو یې لاس نه وای پورې کړی نو کله به هم دغه دوروستیو کلونو غمیزې دافغانستان پرخلکو نه وای راغلې. ترټولو بدتر لا دا چې اوس هم لایو شمېر له دغو افرادو اوکړیو څخه داسې مېراث خواره پاتې دي چې له خپلو کړنو او مفکورې نه دي پښېمانه اوس هم له هغو اړیکو اوتجربو څخه چې لري یې غواړي دافغانستان دغمیزو لړۍ اوږده کړي او دخپلو ځانګړو موخو لپاره چې اوس یې هم دحامیانو اوهم دګټو رنګ بدل شوي ځان ورسوي.
د ثور کودتاه عاملینو او پلویانو ته یې سره له دې چې ښه پوره سزا ورکړ شوې هم ده او ترټولو غټه یې دملت نفرین دی چې ورسره مخامخ دي او ددوي وجدانونه به دژوند ترپایه وزوروي خو شکر چې موږ مسلمان هم یو او پردې باور یو چې دهرې کړنې سزا به راکول کیږي او داسې ورځ راتلونکې ده چې د هرڅه محاسبه به کیږي، په هغه ځای کې به بیا جعل او تزویر نه چلیږي حيلې به نه چلیږي اوهم که اوس دوی په دنیا کې هرڅومره ځان سپېڅلي وبولي او دخپل بام واوری په نورو ورواچوي خو د تاریخ پاڼې به دروغ ونه مني او حقیقت به ضرور څرګندیږي.

په دې هیله چې نور دافغان ولس وګړي دپردیو عقېدې په خپلو لو سره پرځان او زموږ دهېواد په خلکو هغه څه ونه تپي چې دوی ته دمختوروالی او ابدی بدنامی او عذاب او نوروته دستونزو او غمونولامل شي.

نظرات

مطالب مرتبط

روایت شاهزاده هری از اشتراک در نبرد افغانستان

نام شاهزاده هری زمانی بار دیگر بر سر زبان‌ها افتاد که بخش‌های از کتاب خاطرات …

Discover more from سیاح‌آنلاین

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading